کور / تازه خبرونه / په زابل کي یوه ۲۰۰کسیزه ليليه جوړه شوه

په زابل کي یوه ۲۰۰کسیزه ليليه جوړه شوه


دزابل دوه سوه كسيزه ليليه په يوه پوړکي د پوهنې د وزارت له خواپه درې لكه دوه اتيا زره اوه سوه اتيا ۳۸۲۷۸۰ امريكايي ډالروپه لګښت د مركز كلات دشيخ متي ليسې په انګړ كي كي په شل زره متره مربع ځمكه كي په پاخه او بنسټيز ډول ودانه سوه .


 د زابل د پوهنې رياست چارواکي وايي چې دا ليليه د يوه افغاني خصوصي شركت له خوا په شپږو مياشتو كې جوړه شوه او په نژدې راتلونكي كې به په رسمي ډول پرانيستل شي دوی زیاته کړه چې: دا ليليه څلورويشت خوني د زده كوونكو د استراحت لپاره ، پخلنځي، دډوډي خوړلوخونه اود اداري خونو په ګډون دوه ديرش خونی لري د ليليي سره نژدي یومسجد شریف هم جوړشوی چه په يوه وخت د دوه سوه پنځوس لمونځ كوونكو لپاره ځاي لري د زابل دليري پرتو ولسواليو زده كوونكي ددې ليليې په جوړيدلو خوښي څرګندوي او دادزابل ولايت لپاره يو پرمختګ بولي داليليه لومړۍ ليليه ده چې د پوهنې وزارت له خوا په زابل كې جوړيږي چې پكښي به دوه سوه زده كوونكي د شپې پر مهال ژوندوګړي .


د يادي سوي نوي ليليې لومړني تصويرونه د لراوبر په البم کي وګورئ !
دزابل د ليري پرتو سيمو زده کوونکو ته نوې ليليه جوړه سوهپه دې ليليه کي دوه سوه زده کوونکي ژوند کولای سيزابل:نوې دوه کسيزه ليليهپه زابل کي نوې جوړه سوې ليليهد زابل ولايت په نوې ليليې يو ښکلی او مجهز مسجد هم جوړ سوی دی

يادونه:


لراوبر ويبپانه په په لر او بر افغانستان کي له ټولو درنو لوستونکو هيله کوي چي د خپلو سيمو تصويرونه د لراوبر ډاټ کام له لاري له نورو هيوادوالو سره شريک کړي . لراوبر ويبپاڼه د لر افغانستان او بر افغانستان د افغان ولس تر منځ د اړيکو زياتولو ، همکاريو او همږغيو د مرکز په ډول ستاسو په خدمت کي دی .