د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير خبرتیا

د لراوبر اداره | جولای 19th, 2009


مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهيرپه پام کې لري دمیرمن بهیر دغړو دعلمي سویې دلوړولو په مقصد دلیکوالۍ دزده کړې ځانګړی کورس د۱۳۸۸ کال د زمري میاشتې په دریمه نیټه پرانیزي .


 دلیکوالي دکورس په پای کې ګډونوالو ته په پښتو او انګلیسي ژبو بری لیکونه هم ورکول کیږي،دمیرمن بهیرټولې غړې او دادبیاتو مینه والې میرمنې کولای شي دراتلونکې شنبې ورځې دماسپښین په دوه بجې دمیرمن بهیر اوونیزې غونډې ته دلیکوالۍ په کورس کې دګډون لپاره تشریف راوړي.



وخت: د۱۳۸۸ کال د زمري میاشتې په دریمه نیټه دشنبې ورځ


ځای: ده افغانان، دپوهنې وزارت ودانۍ،پنځم پوړ دمیرمن بهیر داوونیزو غونډو تالار. 
 


دخپرونواو تبلیغاتو څانګه

Copyright Larawbar 2007-2024