کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د کرزي په ټاکنيزو هلو-ځلو کښي د درغليو څرک

د کرزي په ټاکنيزو هلو-ځلو کښي د درغليو څرک

په دې وروستيو کي د افغانستان په ملي راډيو ټلوېزيون او نورو کي په هلمند کي د کرزي د يو ځل بيا ولسمشرکېدو په ملاتړ د ښځو يوه ستره غونډه وښوول سوه. په غونډه کي د ګډون کوونکو ښځو بېخي زيات ډېرښت څه شک راواچاوه. ځکه د هلمند وضع له پخوا څخه داسي راجوړه ده چي په دغسي غونډو کي ګډون کوونکي ښځي په دونه غټ شمېر نه پکښي پيدا کيږي. يوازي په لښکرګاه کي څو تنې ښځي دي چي په ښوونځيو او نورو ادارو کي کار کوي.


 دې خبري د پوښتني ګروېږني او معلوماتو تر لاسه کولو ته وهڅولم بالاخره راته څرګنده سوه چي له کندهار څخه ډېري هغه ښځي چي زياتي يې زموږ په نورو وروڼو مليتونو پوري اړه لري او زياتره په دغسي غونډو کي ګډون کوي لښکرګاه ته لېږدول سوي او هلته د کرزي صاحپ ولسمشرۍ ته د بيا ټاکلو د ملاتړ په غونډه چي کښېنول سوي دي.


 د موثقو معلوماتو له مخي له نورو ځايونو څخه هم په دغه غونډه کي د ګډون لپاره ډېري ښځي هلته لېږدول سوي دي. او دا هم په وثوق سره جوته سوې ده چي په دغه غونډه کي هري ګډون کوونکي ښځي ته د ښځينه کاليو يو هندى سيټ او درې پارسله امريکايي غنم ورکول سوي دي. دا هم ويل کيږي چي د دې ښځو هڅوونکو ښځو او نارينه وو ته ستر رقم پيسې هم ورکول سوي دي. له دې څخه معلوميږي چي د کرزي صاحب په ملاتړ نوري غونډي هم له دې قبيله دي.


 په دې ترځ کي معلومات راته وسو چي په کندهار کښي د ټاکنو د تش په نامه کميسيون د ښځو د کارټونو وېشلو څانګو ستري درغلۍ کړي دي. هسي هم دغو څانګو ته ډېري لږي ښځي د کارډ اخيستلو لپاره ورتلې. خو کله چي د دغسي يوې څانګي يو ساتونکى سرتېرى په سپينه ورځ د دغي څانګي په دروازه کي د نامعلومو وسله والو لخوا ترور سو. دغو څانګو ته د ښځو ورتګ پر نشت حساب سو. خو لکه چي ويل کيږي دغو څانګو د کارډونو له زښتو زياتو کتابونو څخه کارډونه د داسي ښځو په نومونو چي وجود نه لري بېل کړي، څو هغه د انتخاباتو په ټاکلې ورځ د کرزي صاحب صندخ ته واچول سي. هغو کسانو ته هم کارډونه ورکړه سوي دي چي په ټاکنو کي د ګډون د شرايطو درلودونکي نه دي. يوه تن هم په څو نومونو کارډونه اخيستي دي.


 دا چاري د ټاکنو رڼوالى او د ټاکنو د کميسيون خپلواکي او بې پلوي تر پوښتني لاندي راولي. زه پر دې نه يم چي ولي کرزى صاحب په دې توګه بيا واک ته رسيږي. د هيواد په دې وضع او د پردو غليمانو په شتون کي به هر ولسمشر د کرزي غوندي بې واکه او هسي په نامه ولسمشر وي او اصلي واک به د پردو سره وي. خو خبره داده چي دغسي درغلۍ ښايي خداى مکړه اړو-دوړ او شخړي رامنځ ته کړي او تاوان يې دې بې وزلي ولس ته ورسيږي.


 زما هيله د واک پر سر له بزکشي کوونکو څخه داده چي خداى ته وګورئ، هر څه چي کوئ زموږ د خلکو ترمنځ د کرکو له رامنځ ته کولو او د دوى د لازيات خوارولو څخه ډډه وکړئ. دا خلک له مخکي څخه هم ځپل سوي دي. د ټاکنو په بهير کي يې هم ځپئ او په راتلونکې کي يې هم د غليم د ښکېلاک تر ظالمانه منګولو لاندي راولئ؟؟ خداى ته وګورئ داسي مه کوئ!!

تبصره نسته

  1. محترم څارو صاحب،
    خدای دي څارو لره. زه خو دا پوښتنه کوم هغه کسان چې ښاغلي کرزي ته مداري وايي ياني چالاک يې بولي. زه نه پوهيږم چې د دې کرزي چالاکي په کومه خبره، وينا کې هغه چالاکي ښوولې ده؟ د يرغلګرو په طاقت واک ته رسېدلی هره خبره درواغ ختلې او يوازي دپرديو په زور په قدرت کې پاته دی. زه خو فکر کوم چې همدا کرزی د افغانستان د اوسنۍ ګوډاګۍ ادارې دپاره بهترينه آله ده. د ده پر قدرت پاته کېدل به د افغان ولس روا مقاومت نه يوازي لا پياوړي کړي بلکي د ده په قبايليت کي ډوبه يوازي پوپلزۍ کورنۍ به حتی په کندهار کې هم دسترګو پورته کولو جرﺉت ونه لري.
    وتعز من تشا وتزلو منتشاء

  2. محترم څارو صاحب،
    خدای دي څارو لره. زه خو دا پوښتنه کوم هغه کسان چې ښاغلي کرزي ته مداري وايي ياني چالاک يې بولي. زه نه پوهيږم چې د دې کرزي چالاکي په کومه خبره، وينا کې هغه چالاکي ښوولې ده؟ د يرغلګرو په طاقت واک ته رسېدلی هره خبره درواغ ختلې او يوازي دپرديو په زور په قدرت کې پاته دی. زه خو فکر کوم چې همدا کرزی د افغانستان د اوسنۍ ګوډاګۍ ادارې دپاره بهترينه آله ده. د ده پر قدرت پاته کېدل به د افغان ولس روا مقاومت نه يوازي لا پياوړي کړي بلکي د ده په قبايليت کي ډوبه يوازي پوپلزۍ کورنۍ به حتی په کندهار کې هم دسترګو پورته کولو جرﺉت ونه لري.
    وتعز من تشا وتزلو منتشاء

  3. دجمهور ریس حامد کرزی نوم بی اودسه مه اخلی.
    او محمد کله کرده بوبلزی کورنی ته به بده سترکه مه کوره . که دی رشتیا دخبلی مورشیدی رورلی وی .