کور / تازه خبرونه / توره بوړه: د الوتکي د ويشتلو ادعا وسوه

توره بوړه: د الوتکي د ويشتلو ادعا وسوه

 


د توري بوړي طالبانو په دغه سيمه کي د ايتلافي ځواکونو د يوې الوتکي د ويشتلو ادعا وکړه.


د توري بوړي د محاذ وياند قاري سجاد لر او بر ته وويل د ننګرهار د چپرهار په ولسوالي کي يې د ملا صاحب قبر ته څرمه د دولت زۍ په سيمه کي د ايتلافي ځواکونو يو چينوک ډوله الوتکه ويشتلې چي ٢٠ بهرني کسان يې پکښي وژلي دي.


قاري سجاد وايي تر پېښي وروسته سيمه د نورو الوتکو له خوا محاصره سوې وه او ايتلافي ځواکونو خپل مړه پوځيان په څرخکو کي يووړل.


د نوموړي په وينا دا په ٤٢ ساعتونو کي پنځمه الوتکه وه چي د طالبانو له خوا د افغانستان په ګوټ ګوټ کي په نښه کېږي.