کور / خبرتیا او پيغامونه / پښتو عروض، د دروېش دراني نثري اثر خپور شو

پښتو عروض، د دروېش دراني نثري اثر خپور شو

دا د پښتو ژبې د نوميالي شاعر او ليکوال دروېش دراني تازه چاپ شوى اثر دى، چي په تېرو ورځو کې په کوټه کې د صحاف نشراتي موسسې له خوا ١٠٠٠ ټوکه چاپ شوى، چي ټول ٢٦٣ مخونه لري. په دې اثر کې پر پښتو عروضو باندې هراړخيزې خبرې شوي دي. که څه هم پښتو شاعري سېلابوتونيک شاعري ده، خو په دې کتاب کې پر دې موضوع خبرې شوي دي، چي پښتو شعر په عروضو کې هم ليکل کېداى سي که څنګه؟. هېره دي نه وي چي دا د ښاغلي دروېش دراني لومړى نثري اثر دى.