کور / تازه خبرونه / اسفنديارولي خان :نهم جنوري پراخي مظاهرې کوو

اسفنديارولي خان :نهم جنوري پراخي مظاهرې کوو

پښتون قامي مشر اسفنديارولي خان خبريالانو ته د وينا پر مهال اعلان وکړ چي د جنوري پر نهمه چهارشنبه به په پراخو مظاهرو لاس پوري کوي .


هغه وويل چې داوړو دبحران، دبريښنا،ګيس او ناروا تګ راتګ پر وړاندي به دجنوري راتلونکې چارشنبې د ټولي شمالي پښتونخوا په کچه احتجاجي مظاهرې كوي .


هغه د خپلو خبرو پر مهال زياته کړه چي که د مظاهرو څخه وروسته بيا هم دا ستونزي حل نه سي نو به ځو او د اټک دروازه به ماتوو . نوموړي وويل چي د پښتنو په اړه دا ادعاوي سراسر بې بنسټه دي چي پښتانه تروريستان دي ، پښتانه اعتدال خوښوي ، نوموړي وويل چي غواړي د فبروري پر نولسمه نېټه په پاکستان کي د ټاکنو په ورځ به په رسمي ډول پريکړه صادره کړي چي پښتانه په سيمه کي امنيت غواړي .


.