کور / خبرتیا او پيغامونه / فضل کريم:د شمشاد TV کاميابي تاسو پښتنو پوري ده !

فضل کريم:د شمشاد TV کاميابي تاسو پښتنو پوري ده !


دعوت پرله پسې  ۱۰۸مه ګڼه دسمبر ۲۰۰۷


د شمشاد ټلویزیون مشر او بنسټ ایښودونکي حاجي فضل کریم فضل د دعوت سره په مرکه کې:


موږ یو قدم واخیست او د شمشاد ټلویزیون بنسټ مو کیښود خو د دې کامیابي تاسو پښتنو پورې ده !


 



د شمشاد ټلویزیون مشر او بنسټ ایښودونکی حاجي فضل کریم فضل المان ته د یو شمیر افغانانو په بلنه راغلی وو د دعوت خپرونې مسئول مدیر  د ښاغلی فضل سره د شمشاد ټلویزیون په اړه د نومبر په ۳۰ نیټه د المان د کولن په ښار کې ورسره مرکه کړې چې د دعوت او دعوت نت درنو لوستونکو ته وړاندې کیږي.


د شمشاد ټلویزیون چې په رښتیني ډول افغاني او پښتني ټلویزیون دی په هر اصیل افغان ده چې په وده او پرمختګ کې یې ونډه واخلی، اوس د ښه بخته ډیر ژر به شمشاد د انترنت د لارې د ټولو هېوادوالو د لیدو جوګه شي او ورپسې به د نړۍ هغه برخې چې د شمشاد د خپرنیز چتر لاندې نه دي د سټیلایټ د لارو د هېوادوالو د لیدو جوګه شي. 



 


 


 



بزګر: د هر څه لومړی د شمشاد ټلویزیون اوس په څومره هېوادونو کې لیدل کیږي؟


فضل کریم فضل: شمشاد ټلویزیون په ۵۶ هېوادونو کې لیدل کیږي.


بزګر: که لږ په تفصیل سره د شمشاد ټلویزیون د خپرونو او پروګرامونو په هکله معلومات راکړئ خوښ به شم.


فضل کریم فضل: موږ سیاسي، تفریحي، کلتوري خپرونې چې په هغه کې ولسي ژوند، د ځوانانو له پاره خاصې خپرونې، د ماشومانو له پاره خپرونې، د ښځو نړۍ، د سپورت خپرونې، د درملنې خپرونې، مختلف دیني پروګرامونه، افغانستان یوه اسلامي ټولنه ده او متاسفانه دلته د عالمانو کمی ده، عالمان کم لرو، موږ کوښښ کوو د ډيرو جیدو عالمانو د تجربو، پوهې او ارشاداتو نه په ګټې اخستنې سره د ټلویزیون د لارې موږ هغه څه چې په ریښتیني اسلام کې دي افغان ولس ته ورسوو.


ادبي پروګرامونو کې د شعر او ادب پروګرام، په تفریحي پروګرامونو کې د دیرې مجلس چې وطني،کلیوالي موسیقي ده، پاپ موسیقي او د ځوانانو د پاره پښتو او دري موسیقي لرو چې  زیات کوښښ مو دا دی چې خلکو ته وښیو چې شمشاد د افغاني هویت هنداره  ده او د افغانانو ريښتینی هویت څه شی دی چې په دې کې موږ ډیر مخکې یو.


بزګر: حاجی صاحب د شمشاد ټلویزیون ډیرې عمده ستونزې د اوس له پاره څه دی،هغه ستونزې چې تاسو د شمشاد د ټلویزیون د پیل نه درلودې او اوس یې هم لرئ؟


فضل کریم فضل: خبره دا ده چې هر څوک یو ټلویزیون شروع کوي یو هدف لري، زما یوازینی هدف دا وو چې دلته یو خالیګاه وه، دلته که ملي ټلویزیون دی، که شخصی او تجارتي ټلویزیونونه دي هغوی یا د بزنس یا په اصطلاح یوې ژبې ته توجه کړې ده حتی ملی ټلویزیون د مهمو ملي پیښو پر ځای نورو ثلیقوی مسایلو ته توجه کړې ده نو موږه دا کوښښ وکړ چې دغه خالیګاه څنګه ډکه کړو. که دغه پښتانه چې اکثریت په اطراف او د ښارونو نه بیرون اوسیږي څنګه موږ دوی ته د ټلویزیون د لارې پوهاوی ورکړو او دوی پوه کړو.


نو دا زما یو ارمان وو چې زه خپلو محرومو او بې وسو پښتنو ته د خدمت مصدر وګرځم، زموږ ټلویزیون په ډیره ابتدایی سرمایه او ډیرو ابتدایی سامان الاتو باندې په خپریدو پیل وکړ.


مګر ورو ورو دا ټلویزیون د لسو ساعتونو نه الحمدالله شلو ساعتونو ته ورسید د شمشاد ټلویزیون عمده ستونزه دا ده چې کدرونه ډیر کم دي، مسلکي پرسونل ډير کم لرو او یو څو کسان دي چې کله یو ټلویزیون او کله بل ټلویزیون ته ځي. د معاشاتو رقابت دی، نو که چا زیات معاش ورکړ هلته ځي، موږ کوښښ کړی چې خپل کسان تربیه کړو البته په دې کې کامیاب هم یو چې موږ خپل کسان تربیه کړل، خو بیا د لږې تنخوا ورکولو له امله دغه خلک نورو ځایونو ته لاړل، کپاسټي یا ظرفیتونه کم دي بل مثلاً په ګرافیک کې چې زیات معاش غواړي موږ باید کافی امکانات ولرو تر څو دغسې لوړ با تجربه کسان استخدام کړو.


بل دا ټول سامان الات استهلاک شوي دي او دا عاجلې توجه ته ضرورت لری چې دا موږ بدل کړو او موږ دیجیتل کمرې او دیجیتل ماشینونه واوخلو.


بزګر: د شمشاد ټلویزیون د یو څو ورځو له پاره خپلې خپرونې د امریکې نه د اریانا افغانستان ټلویزیون د څپو د لارې خپرې کړي خو ژر دغه لړۍ یو څه ګډه وډه او بیا بنده شوه کولی شئ په دې اړه درنو لوستونکو ته معلومات ورکړئ؟


فضل کریم فضل: بلې شمشاد ټلویزیون د یوه قرارداد له مخې خپلې خپرونې د پیسو په بدل کې د اریانا افغانستان د تلویزیون د لارې د اروپا او امریکې د پاره خپرې کړې خو کله چې هغوۍ ته څرګنده شوه چې دا خو سوچه پښتو او افغاني ټلویزیون دی او په کلکه د افغانستان د ملي منافعو نه دفاع کوی او په رښتني توګه د افغان ولس په خدمت او د ملي هویت په څرګندولو او خپرولو کې ستر رول لوبوي، نو دا کار هغوئ ته د منلو وړ نه وو نو همدا وو چې په اولو کې هڅه وشوه اووویل شول چې کواټي سمه نه ده،عکسونه سم نه ښودل کیده او بیا یې وخت بدل شو خو په پای کې دا چې زموږ  خپرونې بیخې بندې شوې.


بزګر: کولی شئ د دغو وسایلو نومونه یاد کړئ کومو ته چې شمشاد ټلویزیون عاجل ضرورت لري؟


فضل کریم فضل: مثلاً  یو سرور دی د پلې بکس په نوم چې دې کې ۱۵ ساعتونه یا ډیر، پروګرامونه ایښودل کیږي او بیا پخپله پلې کیږي، موږ د دې د رانیولو امکانات نه لرو، مو دیجیټل کمرو سونی یا کینن Digital Sony and Canonته ضرورت لرو چې دا پروفیشنل کمرې دي چې په ټلویزیون کې استعمالیږي چې متاسفانه موږ دا وس نه لرو چې دا واخلو.


مثلاً غټ سرورونه چې د سټدیو دننه د نت ورکینګ له پاره نت ورک کوي، موږ د دې لپاره غټ سرور ته ضرورت لرو، چې متاسفانه دا امکانات موږ نه لرو چې دا واخلو، همدغسې په سټدیو کې دننه اډیو ويډیو مکسرونه چې ترې ګیر ورته وايی چې ډیر مسلکي دي چې هغه په کروما کې استعمالیږي چې متاسفانه موږ یې وس نه لرو چې وایخلو. همدغه شان د موټرو، د سټیلایټ  سامانونه، او هغه الات چې موږ د ولایاتو نه خپل خبرونه په ژوندۍ بڼه واخلو هغه ډیر ضرور دی چې OB1 ورته وایی متاسفانه موږ نه لرو کیدای شي چې ډیر مصرف ونه لري خو متاسفانه موږ یې د اخیستو وس نه لرو.


Nick Mic    with wire


VTR Sony digital


Camera Sony/Canon digital 


Playbox any model


نو دا هغه ضروری سامانونه وو چې ما یې په عاجل ډول یادونه وکړه.


بزګر:  په لویدیځ کې کې د شمشاد ټلویزیون ډیر مینه وال شته تر هغه ځایه چې زما معلومات دي دوی ټول  ستاسو په دې خدمت چې افغانستان ټولو افغانانو او ځانګړی ډول پښتو او پښتنو ته مو کړي ویاړي او د زړه نه غواړي چې د شمشاد له پاره یو څه وکړی، نو که دوی وغواړي یو څه مرسته وکړي دوی خپلې مرستې تاسو ته د کومې لارې درلیږلای شي؟


فضل کریم فضل: د دوه لارو نه دوی دا کار کولای شی دوی کولای شی چې دغه سامان الات د هغه چا له لارې چې کابل ته راځي راولیږي، یا د سامان بیه د بانک یا اوالې د لارې راولیږي.


او هم د ډي ایچ ایل DHL  پوست د لارې کولای شي موږ ته راساً سامان الات راولیږي.


بزګر: اروپا ته مو راتګ د څه له پاره وو که دې باره کې د دعوت درنو لوستونکو ته معلومات ورکړئ.


فضل کریم فضل: زه اروپا ته په کولن کې د افغانانو د فرهنګي ټولنې له خوا بلل شوی وم چې داسې لارې چارې ولټوو چې شمشاد ټلویزیون چې په لویدیځ کې ډیر مینه وال لري او ډيره زیاته مینه ورسره لري چې موږ څرنګه وکړای  شو چې په اروپا کې افغانان د شمشاد ټلویزیون د لیدو نه برخمن شي. دا زما د سفر غټ هدف وو او دلته میشتو افغانانو هدف هم دا وو.



بزګر: د شمشاد ټلویزیون مالي منابع څه دي؟


فضل کریم فضل: ما مخکې وویل چې اول زما خپله سرمایه وه،او دا چې ما یو کور درلوده زه په کابل کې د ښار نه ووتم، او هغه کور مې په کرایه ورکړ او دهغې د کرایې نه چې څه راځي هغه زه پوره کوم، او دغه ځای چې ما نیولي دغه مې په اجاره نیولی زه یې کرایه نه ورکوم دا هم موږ ته پاتې کیږي بل ما سره ډیر کم کسان دي چې په خپله خوښه کار کوي، او اوس زموږ اعلانونه دومره شوي چې د پرسونل معاش مو پوره کیږي خو موږ هره میاشت پنځلس زره ډالر د سټیلایټ مصرف ورکوو چې تر څو دا ټلویزیون په یو زیات شمیر هېوادونو کې ښودل کیږي.


بزګر:  په لویدیځ کې اوسیدونکو هېوادوالو نه مو غوښتنه څه ده؟


فضل کریم فضل: زما به غرب کې اوسیدونکو افغانانو نه دا غوښتنه ده، که دوی غواړي د خپلو خلکو له پاره د خدمت مصدر وګرځي همدغه مو وخت ده، شمشاد د ټولو ده، دا ستاسو د زړه اواز دی، د ټولو پښتنو د زړه اواز دی، نو مخکې به خلکو ویل چې موږ څه شئ نه لرو، اوس یې لرئ تاسو خوشبخته یې تاسو شمشاد لرئ او شمشاد ستاسو د زړه اواز دی راشئ ویی ګوري، راشي مسلکي کسان د کمرې، د رڼاپه برخه کې، د پرودیوسرئ په برخه کې راشئ دا خپل ورونه تربیه کړي،په ګرافیک کې موږ خلکو ته ضرورت لرو، راشۍ دلته په یوه دوه میاشتو کې موږ ته ښه ګرافیک جوړ کړئ چې د نورې نړئ سره مقابله وکړی شو، او بل په کومو هیوادونو کې چې اوسۍ دا هڅه وکړۍ چې شمشاد د پښتنو د زړه اواز دی او دغه هیوادونه وهڅوۍ چې د شمشاد سره مرسته وکړي او دغه چې شمشاد هغه پروګرامونه د پښتنو له پاره جوړوي چې دوی له دغه جنګ نه راوژغوري او مدني ژوند او ښوونې او روزنې ته تشویقوي،  موږ ستاسو هر ډول مرستو ته ضرورت لرو، تاسو دغلته ښه فلمونه وژباړۍ،موږ به یې دلته دوبله کړو، تاسو موږ ته خپل کلتوری او ادبي پروګرامونه راولیږي، خپل د موسیقۍ پروګرامونه راولیږۍ چې موږ یې نشر کړو، او تاسو افغانان چې په اروپا کې اوسیږی د خپلو وطنوالو سره چې دلته اوسیږي ونښلو یانې د یو بل سره مو پینه کړو.


نو زما هیله دا ده چې تاسو موږ یواځې مه پریږدۍ موږ یو قدم واخیست خو د دې کامیابی د تاسو پورې ده، دلته خلک ډیر مجبوره دي، مګر موږ په ډيرولږو امکاناتو دا ټلویزیون چلوو موږ ستاسو هر ډول مادی او معنوی مرستو ته ضرورت لرو.


بزګر: تاسو د افغانستان نه بهر ځانګړي استازی لرئ چې مشخص د شمشاد له پاره کار کوی؟


 فضل کریم فضل: نه متاسفانه، زه دا وایم چې تاسوبزګر صاحب دا ابتکار وکړی، چې تاسو د شمشاد له پاره په سکاندیناوي هېوادونو ناروې، ډنمارک، سویډن او فنلنډکې زموږ استازیتوب وکړئ.


درانه هېوادوال کولای شي خپلې مرستې په کابل کې د شمشاد ټلویزیون د مرکزي دفتر په پته د DHL پوست د لارې ولیږي.


 


د شمشاد ټلویزیون د مرکزي دفتر پته:



شمشاد ټلویزیون


عمر موزیم، غازي سټدیوم تر څنګ


د حضوري چمن سیمه


کابل افغانستان


 


Shamshad TV


OMAR Museum,


Near Ghazi Olympic Stadium


Chaman Huzuri Area


Kabul Afghanistan


Tel.0093 (0)752017941-42


Mobile. 0093 (0)799-322129


0093 (0)777-322129


shamshadtv@yahoo.com


fazalk01@hotmail.com


www.shamshadtv.com