کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د طالبانو سره خبري اتري د مخاطرې سره مخامخ دي؟

د طالبانو سره خبري اتري د مخاطرې سره مخامخ دي؟

د شپيګل مجلې د ٣١.١٢.٢٠٠٧ نيټې دخپروني څخه 


د جرمني حکومت په دې انديښنه کي دئ چي کيداي سي د افغانستان څخه  د ملګرو ملتونو او اروپايي اتحاديې د دوو جګپوړو استازو ايستل په غيرمستقيمه توګه د دې هيواد د سولي او ثبات لپاره ديپلوماټيکي هلي ځلي د خطر سره مخامخ کړي.  


په برلين کي ويل کيږي چي د تيری اونۍ دغه ناڅاپي اخراج ممکن دلويديځو حکومتونو سره د افغانستان د جمهور رئيس حامد کرزي د زياتېدونکي مخالفت څرګندونه وي.دغه دواړه ديپلوماټان د ځايي طالبانو سره د اړيکو درلودلو په تور د هيواد څخه ايستل سويدي. 


په دې شخړه کيداي سي هغه خوارۍ عبث سي چي د ٢٠٠٧ کال راهيسي د معتدلو طالبانو سره د روغي جوړي په هکله پيل سوي وې.  



متوکل احمد متوکل 


په کابل کي د جرمني سفير Hans- Ulrich Seidt دتير سپټمبر په مياشت کي د طالبانو د بهرنيو چارو د پخواني وزير وکيل احمد متوکل سره ليدلي وه. نوموړي په دغه ليدنه کتنه کي ويلي وه چي د طالبانو او د جرمني د حکومت تر مينځ ” ډيري مشترکي وجهي “ سته او دا هيله يې څرګنده کړې وه چي د جرمني حکومت دي ” د خير غوښتني له رويه د دغو خبرو اترو مراقبت او ملګرتيا وکړي“ او د کابل حکومت ته ښايي چي د نيکو هيلو په توګه يو لړ سياسي بنديان آزاد کړي.  


د جرمني استخباراتو( BND ) د ٢٠٠٥ کال په دوبی کي لا په دې اړوند د طالبانو سره ( دپلټني په توګه) مقدماتي خبري کړي وې، چي طالبان و روغي جوړي ته تيار دي او که نه. څرنګه چي طالبان د القاعده څخه نه ليري کيدل، نو هغه وخت دغه مخفي خبري هم قطع سوي وې .