کور / تازه خبرونه / كندهار:۲۷۳تنه پوليس دريفورم له مخي نيول سويدي

كندهار:۲۷۳تنه پوليس دريفورم له مخي نيول سويدي

دوه سوه اودرواوياتنه پوليس په سهيل لويديځه حوزه كي دپوليسي ريفورم يادسمون په موخه نيول سوي دي.دغه خبره په هغه مطبوعاتي ناسته كي تېره ورځ جنرال وحدت خبريالانوته وكړه چي په همدې موخه دسهيل لويديځي حوزې دقومندانۍپه انګړكي جوړه سوې وه ،نوموړى چي دسهيل لويديځي حوزې  دقومندانۍدنده په غاړه لري پردې خبره باندي ټينګاروكړچي: (( زموږهلي ځلي به په دې لاركي ترهغورواني وي ،چي ترڅو په پوليسوكي په سمه توګه سمون نه وي راغلى .))


جنرال (وحدت) پرلويولاروباندي له مسافرواوموټرچلوونكيوسره دپوليسودبدچلندپه اړه دخبريالانوديوې پوښتني په ځواب كي لومړى ناخبري وښوده اووروسته يې ژمنه وكړه چي ددغوستونزودله منځه وړولوپه لاركي به كوټلي ګامونه پورته كوي اودګرځنده امنيتي پوليسوګزمي به چمتوكوي ترڅوبياهيوادوال پرلويولاروله كومي ستونزي سره مخامخ نه سي .


دالومړى ځل دى چي دپوليسودريفورم ياسمون ترسرليك لاندي دټول هيوادپه كچه د كورنيوچارووزارت په چوكاټ كي دونده ډېرپوليس نيول كيږي .