کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د خبري رسنيو د يو لږشمير ليکوالو د پام وړ

د خبري رسنيو د يو لږشمير ليکوالو د پام وړ

د بابوزي په قلم :


دا د ډيري خوشالۍ ځای دۍ چي په نړيوال بريښنايې  جال کي پښتو هم خپله لاره پيل کړې او په ګړندي ګامونو د ودې  پر لور درومي . خو کله ناکله د د زياتي تيزۍ او يا د کار ونود ډيروالي له امله په پښتو ليکنو کي يو شمير داسي تيروتني تر سترګو کيږي  چي کليمې او جملې يا خپله مانا د لاسه ورکوي او يا د افادې وړ نه وي . زه  د يو شمير  ښاغليو خبر يالانو په خبرونو اود ځينو ښاغلو ليکوالو په ليکنو کي د  ليکنيزو (  املايې  ) تيروتنو داسي ټکي وينم چي سمون  يې اړين بولم .  زما خيال داو چي ښايې نن او يا سبا به دا يو لږ شمير  ښاغلي خبر يالان اوڅو دګوتو په شمير محترم ليکوالان به خپلو تيروتنو ته ځير شي  او د سمون لپاره به يې په نوي خبر او يا نوې ليکنه کي پام وساتي ، خو داسي بريښي چي دا د تيروتنو لړۍ همداسي جاري ده .


زه نه غواړم چي هغه زيار او هاند له پامه ليري کړم چي زموږ يو شمير ورڼه يې د خپلو ليکنو او خبرونو په جوړولو کي ، ګالي . خو داټکۍ  هم د يادېدلو بولم چي د کارونو پر له پسې والۍ بايد د کارونو د سموالي سره مرسته وکړي . داسي نه چي کميت مو وي خو کېفيت مو نه وي . په دې ليکنه کي زما موخه د( يوه پښتو کره پښتو ) خبره  هم نه ده ،  بلکي موخه مي د کره متن ليکلو لپاره  هغه لږ شمېر ورڼه دي  چي کله ناکله د کار د ډيروالي او يا د کار د چټکۍ له امله يو شمير کليمې نيمګړي ليکي .


د لويه سره خو ، تر ټولو لومړۍ په پښتنو کي د لوستلو او ليکلو دود کول  اړين ګام دۍ . بيا د هغو کسانو لپاره د کره ليکلو کار دوهم ځاې لري چي ليک او لوست کولای شي  او په دريم پړاو کي د يوه پښتو کره پښتو خبره اړينه ده . په دې ليکنه کي زما د خبرو لورۍ هغو ملګرو ته دۍ چي ليکل او لوستل کولای شي ، او دا دۍ بوخت دي زيار باسي .


زه دلته د يو شمير کليمو د سم او ناسم ليکلو ، څو بيلګي ليکم :


سم  =========================  ناسم


لحظه — ——————————  لهظه


نافذ ——————————— نافظ


ضرورت —————————— ظرورت


نښه ———————————- نخه


کيږي  ——————————–  کېګي  …..  او داسي نور


دا ستونزه په دري ژبو ليکوالو کي هم عامه ده د بيلګي په توګه  :


((… است،و ما باید به خاطر ساختار یک افغانستان نوین ، مرفع و دموکرات عاری از هر نوع تعصب … )) په دې جمله کي  بايد ( مرفه ) وليکل شي نه  ( مرفع ) په دې ځای کي د مرفع مانا کېدای شي د نابود او محوه په توګه ومنل شي   ( رفع شده ) .


او يا دا  : (( احزاب و سازمان ها سیاسی غیر وابسطه نایل آیم ))په دې جمله کي بايد  وابسته وليکل شي نه وابسطه .  که د بسط د کليمې څخه پيشوند او پسوند ليري کړو نو مانا يې  په دې جمله کي  د غوړېدلي  او پراخه شوي  په څير  کارول کېدای شي . ( ليکوال  :محترم  عوض نبي زاده  د سرنوشت ويب پاڼه )


د تيروتنو دا بيلګي په دوو برخو کي څرګندي دي ، يوه هغه برخه ده چي د کليمو  بنسټ عربي  وي ، خو ليکوال  د کليمې عربي  سټي ته پام نه کوي  او څرنګه چي يې خوښه شول ، هغسي يې ليکي . دوهم هغه برخه ده چي د لهجې سره تړاو لري ، يو شمير ليکوال او خبر يالان د خپلي لهجې په تون ليکل کوي ، په داسي حال کي چي دا ډول ليکني  کېدای شي وران  او بل ډول مفهوم د لوستونکي ذهن ته وليږي . دا هم بايد وليکم چي يو شمير داسي کليمې شته چي  بنسټ يې عربي ژبي پوره تړاو لري خو هغه کليمه  افغاني شوې  ( مفغنه )ده  او ليکوالان يې په نوي ډول ليکي د بيلګي په توګه  د  ( مانا ) کليمه  دا کليمه په عربي ژبه کي د ( معنی ) په ډول ليکل کيږي ،خو اوس په پښتو کي  د مانا په څير معمول شوېده . دلته د تفاوت ټکۍ دا دۍ چي د مانا ټول عربي  بنسټ  او جوړښت بدلون موندلۍ دۍ  ، په داسي حال کي چي په  لهظه او وابسطه  او دې ته ورته نورو کليمو کي د عربي جوړښت او بنسټ  حاکم بريښي  ، ځکه يې ناسم ګڼلای شو .


 هيله من يم هغه وروڼه چي د ليکلو پر مهال د چټکۍ  څخه کار اخلي او تيروتني کوي  ، زما دا يادوني ورته درنې تمامي نه شي  ، زه  د دې ستونزي د ليري کولو لپاره  وړانديز کوم چي  هغه ګران خبر يالان  او يو ډير لږ شمير ليکوالان  چي د يوې کليمې د صحيح ليکلو په اړه شکمن شي  ، لومړۍ بايد  د ليکلو پر مهال د هغو کليمو پر بنسټ پام وکړي  چي ريښه يې پښتو نه ده . د دې لپاره ډيره اسانه لار د پښتو ټولني له لوري خپور شوۍ پښتو پښتو قاموس  او پښتو انګليسي قاموس ته مراجعه کول دي ، دا کار د ليکوال زيات وخت نه نيسي ، خو ستره ګټه به يې داوي چي د خپلو لوستونکو لپاره به  د ستونزي پرته مطالب وړاندي کړي .  


دا ټکۍ هم د يادولو ګڼم چي دا ليکنه  مي د يو شمير ورڼو د ايميل پر پته وليږل  ، خو دا دۍ درې مياشتي وروسته بياهم دا تيروتني  دوام لري  . ځکه اړ شوم چي د  بريښنا پاڼو له لاري  يې هم پام راواړوم .


ټولو لوستونکو ته په درنښت


بابوزئ