کور / تازه خبرونه / سپين بولدك:ځانمرګي سرحدي پوليس په نخښه كړل

سپين بولدك:ځانمرګي سرحدي پوليس په نخښه كړل

دكندهار په سپين بولد ك ولسوالي كې چاودنه وشو ه تر اوسه لا دپېښي دقيق څرنګوالى نه دى څرګند  شوى خو عيني شاهدان وايي چې دنړۍ والو ځواكونو له كاروان سره جوخت دافغان سرتېرو يو موټر له  پېښي سره مخامخ شو .


د كندهار يوه دولتي چارواكي لر اوبر ويپاڼي ته وويل چې په پېښه كې تر دامهاله  دپنځو افغان سرتېرو ټپي كېدنه تاييد شوې ده سرچينې دنوم له اخيستلو څخه ډډه وكړه خو دايې وويل چې  دافغان ځواكونو دغه موټردايساف ځواكونو تر موټر وروسته روان وو چې ځانمرګي ځان پر وچاودى . دسپين بولدك ځيني اوسېدونكي وايي چې په چاودنه كې دوه ځايي پوليس وژل شوي هم دي خو دكندهار دسرحدي ليوا قوماندان رازق خان وايي چې پنځه سرتېري يې ټپيان دي او ديوه روغتيايي حالت داندېښنې وړدى .