کور / تازه خبرونه / هلمند:د ماين ايستلو پر مهال مرګ ژوبله رامنځته سوه

هلمند:د ماين ايستلو پر مهال مرګ ژوبله رامنځته سوه

دهلمندولايت دنادعلى ولسوالۍ په خوشحال كلۍ كى ديوماين له چاودنى له امله دوه تنه حكومتى كسان دوه تنه عام وگړى وژل سوى اودري نور عام وگړى ژوبل سوى .


دغه خبره ددغه ولايت امنيه قومندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال وكړه انډيوال وويل چى تيره ورځ څلور بجى ځايي خلكوپوليسوته ديوخبر په ترځ كى وويل چى په سيمه كى ماين دى چى وروسته پوليسو اودملى امنيت كسان هغه سيمى ته ورغلل چى په  نافنى ډول يي  دخونساكولوهڅه وكړه چى ماين پرى وچاوديدى. نوموړى زياته كړه چى په چاودنه كى يودپوليسوافسر اودملى امنيت ديوكارمندپه گډون دوه عام وگړۍ ووژل سوه اودرى عام وگړۍژوبل سوي دى انډيوال وويل چى دژوبل سوكسانوروغتياىى حالت دډاډ وړدى .


دماين چاودنه وسلوالوطالبانوپه خپله غاړه اخيستۍ قاري يوسف احمدى چى ځان دوسلوالوطالبانوويان راپيژنى ديوناڅرگندځاى څخه دټيلفون په ليكه وويل چى تيره ورځ دهلمندولايت دنادعلى ولسوالۍ په خوشحال كلى كى ددوى ملگرودماين په واسطه دپوليسو يورينجر موټر الوزولى چى داحمدى په وينا دکريم  خان  قوماندان  په  ګډ ون  ،  پنځه  تنه  ووژل  شول  او  شپږ  تنه   سخت ژوبل سوى دى .


خودهلمندامنيه قومندان دوسلوالوطالبانودغه ادعاپه كلكه ردكړ.


د يادونى وړده چى اته ورځى وړاندى دهلمندولايت دموسى كلاپه ولسوالۍ كى هم دپوليسوپر يورينجرموټر دماين دچاودنى ښكارسوچى دچاودنى په ترځ كى دوه تنه پوليس مړه اوڅلورژوبل سوى وه .