کور / تازه خبرونه / کام اير:په 15 ورځو کي ټول حاجيان کورونو ته رسوو

کام اير:په 15 ورځو کي ټول حاجيان کورونو ته رسوو

حبيب الرحمن ابراهيمي  دجدي هوايي ډگر


په سعودي عربستان كي دافغانستان دبعثه كمتيتي چارواكي و ايي جي افغان حاجيانو ته دتلو برمهال يوه داسي چترۍ او يو د چای ترموز چي دافغانستان دري رنګه بيرغ تصوير پري چاپ شوي   دي وركوي .


 


دجدي په هوايي ډكر كي دافغانستان دبعثه كميتي لخوا دحاجيانو داستقبال دكميټي مسول محمد شريف رباطي لراوبر ته وويل چي دوی شپه اور ځ دجدي په هوايي ډگر كي دحاجيانو په خدمت كي دي .


نوموړي ويل چي د حاجيانو لپاره يې دجدي په هوايي ډگر كي ځانگړي كمپ جوړكړي اوحاجيان دريو ساعتو اودوساعتونو اوياهم چي زيات ځنډيږي پنځه ساعته په دې كمپ كي انتظار وي ترڅو كالي يې دبعثي لخوا دگمارل شويو كسانولخوا الوتكي ته پورته كيږي .
 
 دجدي په هوايي ډگر كي يوتن افغان حاجي رحمت الله چي دبغلان ولايت اوسيدونكی دی لراوبر ته وويل: دوی چي جدې هوايي ډگر ته راغلل نوكالي يې ددوی سره يوځای په موټرو كي كوز شول او هلته په هغه كمپ كي ځای برځای شول كوم چي   دافغانستان بيرغونه  لگول شوي وو .



      د سږني افغان حاجيانو نور ډير عکسونه د لراوبر ډاټ کام په البم کي وګورئ ، لراوبر ويبپاڼه د خپل قدرمن همکار ښاغلي حبيب الرحمن ابراهيمي څخه د ژورناليستيکي همکاريو او هلو ځلو له کبله د زړه له کومي مننه کوي .


نوموړي ويل چي كه څه هم په مكه مكرمه كي يې 46 ورځي تيري كړي خو ډير خوښ دی چي اوس دخپل كور په طرف روان دی .


هغه ويل چي كله يې دجدې په هوايي ډگر كي دافغانستان بيرغ باندي سترگي ولگيدې نو ډير خوٍِِِِشاله شو.


 ددې ترڅنك دهرات ولايت اوسيدونكي غلا م حيدر لراوبر ته وويل چي له دوی سره په هوايي ډكر كي ښه چلند شوی او په كمپ كي ورته ځای وركړل شوی .


نوموړي ويل چي دوه ساعته يې كيږي   چي هوايي ډگر ته راغلي او كالي يې  پورته شوي او كيدای شي يوساعت ياڅه كم دوی هم الوتكي ته پورته شي .


خو تيره شپه يوبل حاجي   چي دكابل په لور يي نيت درلود هغه ويل چي دوي شپږساعته ا نتظاروو ترڅو الوتكه پيداشي .


هغه ويل چي كه څه دوی ته په مكه مكرمه كي ويل شوي وو چي په جده كي په دوی نه ځنډول كيږي خو بياهم دوی شپږساعته انتظار وويست ترڅو   الوتكي ته پورته شي .


خودجدې په هوايي ډگر كي دافغانستان دبعثه كميتي داستقبال مسول رباطي بيا وايي چي هميشه 2ساعته يا لږ كم وخت حاجيان انتظار پاتي كيږي .


     


نوموړي ويل    چي په جده كي دوی ورته ښه مناسب كمپ جوړ كړی او حاجيانوته قاليني اواري شوي اوښه خدمت يي كيږي .نوموړي وويل چي دوی شپه او  ورځ دحاجيانو په خدمت كي دي .


نومو ړي وويل چي اوس هر ه ورځ د1000 تنو حاجيانو څخه زيات حاجيان ځي او په جده كي ايله دري يا دوه ساعته انتظار كوي اوبس 


     


ترنن ماښام پوري له مكي مكرمي څخه كابل   ته  7000  تنه او  8522    تنه مديني منوري ته تللي دي .


دكام اير چارواكي و ايي چي پاتي كسان به تر15 راتلونكيو ورځو پوري انتقا ل كړي . د سعودي عربستان څخه د افغان حاجيانو په اړه تازه خبرونه په څو شېبو کي پرليکه کيږي ، لوستل يې مه هېروئ .