کور / تازه خبرونه / د پخواني افغان لومړي وزير مور په حق ورسېده .

د پخواني افغان لومړي وزير مور په حق ورسېده .

 مكه مكه مكرمه 17مرغومي  


په مكه مكرمه كي دافغانستان دپخواني صدراعظم استاد فريد مور په حق ورسيده .  


داستاد فريد مور بي بي گل دعبدالوهاب لور  چي سعودي عربستان ته دحج دفريضي داداكولو په موخه راغلي وه تيره ورځ دزړه دناروغۍ له امله مړه شوه .  


په مكه مكرمه كي دبعثي كميټي دوركو شويو او شهيدانو دكميټي مشر حاجي عبدالصمد رشحه د لراوبر ويبپاڼي خبريال ته وويل چي دنوموړي دجنازي مراسم په مكه مكرمه كي ترسره شول اوپه هغه حديره كي خاورو ته وسپارل  شوه   چي  دحرم شريف په حدودو كي شامله ده .  


نوموړي ويل چي له نوموړي سره په سعودي كي دافغان حاجيانو له ډلي څخه تراوسه دمړو شويو حاجيانوشميره 20 تنو ته ورسيده .  


ددي جملي څخه يوازي يوتن په ټرافيكي پيښه كي اوپاتي نور يې دناروغيو له امله په شفاخانوكي مړه شول اوهمدلته خاوروته وسپارل شول .