کور / رسنۍ / هرات: هریرود لومړۍ ګڼه له چاپه راووته

هرات: هریرود لومړۍ ګڼه له چاپه راووته

په ډېري خوښۍ سره خبر درکوو چي له هرات ولایت څخه په لومړي ځل د هريرود په نامه پښتوکلتوري، ټولنیزه او ادبي مهالنۍ مجله له چاپه راووته چي دامتیازڅښتنه یې په هرات ښارکي دسپیني ادې ادبي اوکلتوري ټولنه ده .

نوموړې مجله ټول ټال ۸۸ مخونه لري اودهرات ولایت شرایطوته په پام سره ترډېره حده ادبي مطالب پكښي ځای پرځای سوي دي .

د ادب مینه والو ته زېرئ وركوو چي دسپیني ادې د ادبي ټولني غړي لاس پکاردي څوهریرودمجله په لومړي ځل په وړیا توګه تر خپلو مینه والوپوري ورسوي . تاسوکولای سئ چي هریرودمجله په هرات، کابل، کندهار، ننګرهار، پکتیا، توره غونډۍ، بادغیس، هلمنداو د جنوبي پښتونخوا د کوټي اوچمن په ښارونو کي دهریرودمجلې له استازوڅخه ترلاسه کړئ !



ددې مجلې په غېږه کي لاندني مطالب ځای پر ځای سوي دي .


شمېره سرليك    ليكوال



  • ۱  سرمقاله                             اداره


  • ۲  دنبوت دنړۍ وروستی سهار          محمدغفور پېروز


  • ۳ محمد اسماعیل سیاه مشهورپه”گوزک”    محمدمعصوم هوتک


  • ۴ شوقیان                                   محمود ، نظري


  • ۵ دپستو وني …                             عبدالغفار مشوڼی


  • ۶ دنجیبې مجروح سره مرکه                  دټولني  اداره


  • ۷ دهرات ژبتوکمیز رغښت …                 پوهاندمجاویراحمد ، زیار


  • ۸ دښاروالۍ په اړه اسلامي اند                قاضي محمدحسن حقیار


  • ۹ اختر په لنډیو کي                         عبدالودودپښتونځار


  • ۱۰ په ټولنه کي دمتلونو او ناول اغېزوته …         محمدنعیم افغان


  • ۱۱ نیمګړی اثر                           نعمان دوست


  • ۱۲ لېونی څنګه دناټو قومندان سو ؟               عبدالنافع همت


  • ۱۳ آزاد افغانستان                          آریانانظري


  • ۱۴ دپکتیا دمطبوعاتو پرون او نن               محمدحنیف حیران


  • ۱۵ دذن څو حکایتونه                        اسدالله غضنفر


  • ۱۶ د هرات په هکله د علامه رشاد سره مرکه         صدیق الله بدر


  • ۱۷ انتظار ، انتظار پاتي سول او …                 همت الله امین زی


  • ۱۸ رښتين دافغانستان دادب ستوری               حبیب الله غمخور


  • ۱۹ دشوروي نظام چا ړنګ کړ؟                     حبیب الله غمخور


  • ۲۰ بېلابیل شعرونه                                بېلابیل


  • ۲۱ دسولګر لنډه پېژندګلوي                    تېمورشاه یوسفزی


  • ۲۲ اوسپنه (لنډه کیسه )                       نصیراحمداحمدي


  • ۲۳ دکوچي ځواب                              ډاکټرثواب الدین مخکښ


  •  ۲۴        ایډز                                      ډاکټراحمدزی

یادونه : دهریرودمجلې داستازوادرسونه په لاندي ډول دي:

هرات : پنځمه ناحيه ، باغ دښت کوڅه ، دسپيني ادې ادبي او کلتوري ټولني دفتر

ډاکټر نيازی : ګرځنده شمېره : ۰۷۹۹۳۴۷۷۸۸

توره غونډۍ : ترکمنستان پولي ته نژدې، د سپيني ادې دټولني کتا بتون، مولوي عبدالغفار مشواڼي او سميع الله ساپی              

کابل : دسپوږمۍ مطبوعاتي دفتر

عبدالودود پښتونځآر ۰۷۷۳۳۷۹۳۳۹  او همت الله امين زی ۰۷۷۷۰۶۵۸۴۲

لوی کندهار :احمد شاهي ماركېټ، زېرزميني، كفتان مدد څلور لارې اوعبدالنافع ثنا ۰۷۰۰۳۱۹۰۲۹

کوټه : صحاف نشراتي مؤسسه، نورمسجدته نژدې، كاسي روډ

چمن : عادل اڅکزی ۰۳۰۲۲۲۴۵۳۵۲

هلمند : غلام نبي شاکر ۰۷۰۰۹۴۰۰۲۹ 

بادغيس : اجمل يوسفزی ۰۷۹۷۰۸۲۹۲۰


دلازیاتو مالوماتو لپاره د محمد نعیم افغان سره اړیکه ونیسئ .


برېښنالیک پته :  naeem_afghan2002@yahoo.com  

ګرځنده شمېره :       0703047203

تبصره نسته

  1. دهرات ټولو خلګو ته مبارکی وایم، خدای دی وکړی پشتو ژبه همداسی د پرمختگ په حال کی وی ..
    خدای دی موږ ټولو ته داتوفیق راکړی چی پشتو ژبه ته خدمتونه وکړو او زما په فکر سره دالومړی ځل دی چی دهرات څخه پشتو ته خدمتونه کیږی ، دابه دتاریخ په زرینو پاڼو کی ولیکل شی .

    بیا هم ټولوپشتنوته په خاص ډول خپل ګرانو هراتیاتو ته مبارکی وایم .
    وحید – ملی ارود افسر

  2. سخ سخ سخ
    ژوند ژوند ژوند
    مرغ دي ښه وي!!!

  3. په هرات كښې دسپيني ادې ادبي ټولني ته سلامونه وړاندي كوم.

    لومړى ستاسو دغه نوې هڅه په ډېر ډېر ځله ستايم او ډېر خوښ شوم چې دلر اوبر اوبپاڼي دلاري مې ستاسو ددې نوې مجلې (هريرود) خبرتيا ترسترګو شوه او دخداى تعالى څخه غواړم چې دهريرود مجله دهريرود سيند په شان مشهوره او په لراوبر افغانستان كښې دهرپښتانه ورور ترلاسه ورسېږي .
    ستاسو دلازياتي بريا په هيله