کور / تازه خبرونه / د کليو او پراختيا وزارت: ٣ پروژي ګټي اخستني ته چمتو شوي

د کليو او پراختيا وزارت: ٣ پروژي ګټي اخستني ته چمتو شوي

د کليو د بيارغوني او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروگرام (٣) پروژي پدي ورستيو کي د جوزجان په ولايت کي گټي اخستني ته چمتو شوي .

د دي ولايت د ملي پيوستون پروگرام د مسوولينو د وينا له مخي پد ي پروژو کي د ( ٢٥٠٠) مترو په اوږدوالي داوبو رسولو دشبکي غځول ، دڅښاک داوبو د( ٤) زيرمو جوړول او د(١) کيلو مترپه اوږدوالي دسرک ترميم او شگي اچول شامل د ي .


يادي شوي پروژي دجوزجان ولايت د خواجه دو کوه په ولسواليواو د شبرغان ښار شاو خوا د(٣٥٢٥٠٠٠) افغانيو په لگښت د ملي پيوستون پروگرام له بودجي او په سلو کي لس دکليوالو د ونډي په شمول بشپړي او له هغه نه څه د پاسه (٢١٣٦) کورني ترينه گټه اخلي .