کور / تازه خبرونه / د پوهني وزارت د ورځنيو فعاليتونو خبرونه

د پوهني وزارت د ورځنيو فعاليتونو خبرونه

15 سرطان 1388

افتتاح دو باب مکتب در ولسوالی شولگره ولایت بلخ
ولایت بلخ: امروز 15 سرطان سال روان، تعمير متوسطه دولت زی و نسوان بی بی خدیجه  ولسوالی شولگره ولایت بلخ توسط محمد ظاهر پنهان رئیس معارف، حاجی محمد عبدو وکیل منتخب در ولسی جرگه و عبدالقادر مصباح کارشناس امور فرهنگی مقام ولایت درحالی که ولسوال منطقه، متنفذین قومی، استادان و شاگردان حضور داشتند افتتاح و به بهره برداری سپرده شد.
تعمیر مکاتب متذکره بصورت پخته و اساسی در یک طبقه به مصرف مجموعی 300 هزار دالر امریکایی به کمک کمیته سویدن در مدت 9 ماه اعمار گردیده، که دارای 8 صنف درسی ،4 اتاق اداری، دیوار احاطه، 8 مبرز، 400 پایه میز و چوکی دو نفری برای شاگردان و سایر ملحقات ضروری آن می باشد.
گفتنی است که در مکتب متوسطه دولت زی بیشتر از 600 شاگرد و در مکتب نسوان بی بی خدیجه اضافه از یکهزار شاگرد ذکور و اناث مصروف فرا گیری آموزش هستند .


دننگرها ر ولایت دمیا عمر خان دلیسی نوی ودانی پرانیستل شوه
دننگرهار ولایت: دننګرهار ولايت دجلال آباد ښار دميا عمرخان دليسى نوي ودانى د روان كال دچنګاښ دمياشتى په۱۵ مه، دنوموړى ولايت دپوهنى رئيس محمد اقبال عزيزى او دولايت دمقام داجرائيه رئيس محمد حنيف ګرديوال لخوا په داسى حال كى، چى دسيمى يوشمير قومى مشرانو او دښوونځيو زده كوونكو ګډون درلود دپتى په پريكولو سره پرانيستل شوه.
د نوموړى ښوونځي تعمير په پاخه او اساسی ډول په دوو بلاكونو كى د ولايتي بيا رغاونى تيم لخوا  د يو سلو ۷۰ زره امريکايي دالرو په مجموعی لګښت د ۸ مياشتو په موده كى جوړشوى چی هر بلاك ۸ درسی ټولګى ، ۴ ادارى خونى او نور ضروري ملحقات لری.
د يادونی وړده چی په نوموړى ليسه كى  ۷۰۰۰ تنه زده كوونكى په زده كړه بوخت دى چى ديادشويو تعميرونو په جوړه ولو سره د زده كوونكو ستونزى دسرپناه دنشت والي له امله ليرى شى. 


د سړو سيمو د ښوونځيو نيمه كلنۍ آزموينې پيل شوې
ارزګان+ګڼ شمير ولايتونه
د چنګاښ۱۵مه
نن دوشنبې د چنګاښ په ۱۵مه د هيواد د ټولو سړو سيمو په ښوونځيو او ښوونكو د روزنې په مركزونو كې نيمه كلنۍ آزموينې پيل شوې.
پر تخار، پنجشير، سرپل، زابل، پكتيا، او دايكندي سربيره په ارزګان ولايت كې هم د دغه ولايت دپوهنې رئيس حاجې رحمت الله او د دغه رياست د څارنې د ټيمونو تر نظارت لاندې د سيدال خان او ملالۍ په ليسو كې د سوالونو د پاڼو په ويشلو سره رسماَ دغه لړۍ پيل شوه.
د ارزګان د پوهنې رياست مسؤولين وايي چې د دغه ولايت په ولسواليو كې هم دغه آزموينې پيل شوې او هيله څرګندوې چې په نورمال ډول به پاى ته ورسيږي.
دغه آزموينې سږ كال په داسې حال كې پيل كيږي چې د پوهنې وزارت د نوې رهبرۍ په هڅو تر ۲۰۰ د زياتو هغو ښوونځي او ديني مدرسو زرګونه زده كوونكي هم پكې برخه اخلي چې له زده كړې بې برخې وو.


زده كوونكو ته شپږ مياشتني كورسونه پيل كيږي
كندهار
د چنګاښ۱۵مه
په كندهار ولايت كې د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو د مستقل كميسيون لخوا د دغه ولايت د دولسمو ټولګيو لپاره په بيلابيلو برخو كې تعليمي كورسونه جوړيږي.
د كندهار ولايت د پوهنې رياست مسؤولين وايي چې تردې دمه ۱۱۵ كسانو په دغو كورسونو كې د شموليت لپاره د آزموينې وركولو تيارى ښودلى دى.


د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو مستقل كميسيون سيمه ايز مسؤولين وايي چې د غه كورسونه به د كمپيوټر، ادارې او انګليسي ژبې په برخو كې وي او شپږ مياشتې به دوام وكړي.