کور / تازه خبرونه / تښتول سوي ماين پاکان خوشي سول

تښتول سوي ماين پاکان خوشي سول

 
د ملګرو ملتونو د ماين پاکۍ د پروګرام تښتول سوي کارکوونکي ټول خوشي سول.


دغه کسان درې ورځي دمخه په پکتيا ولايت کي د نامعلومو وسله والو له خوا تښتول سوي وو.


په پکتيا ولايت کي د MDC موسسې يوه مشر شيراغا خبريالانو ته ويلي چي دغه کسان چي د جولاى پر څلورمه تښتول شوي وو، پرون د يکشنبې په ورځ د ځايي قومي مشرانو په توسط د تښتوونکو له منګولو راخوشي سول.