اېران: اسرائيلو ته به غاښ ماتوونکى ځواب ورکړو

34 | جولای 6th, 2009


 

د اېران يوه لوړ پوړي دولتي چارواکي علاءالدين بروجردي وويل که اسرائيل پر اېران حمله وکړي دوى به غاښ ماتوونکى ځواب ورکړي.

د اېران د ملي امنيت او بهرنۍ پاليسي د کمېسون مشر علاءالدين بروجردي دغه خبري د جاپان په پلازمېنه ټوکيو کي د امريکا د حکومت وروستيو څرګندونو ته په ځواب کي وکړې.

بروجردي وايي اېران امريکا او اسرائيل پېژندلي دي چي د دغه هيواد په اړه څونه غلط خيالات لري.

هغه وويل که اسرائيل پر اېران حمله وکړي اېران به په مقابل کي داسي ځواب ورکړي چي پر غزه د ٢١ ورځنۍ حملې کسات به هم ځني واخلي.

علاءالدين بروجردي دغه خبري د امريکا د مرستيال ولسمشر جوبايډن هغو څرګندونو ته په جواب کي کولې چي ويل يې اسرائيل يو خپلواک هيواد دئ او که لازمه وبولي پر اېران باندي د هر ډول حملې صلاحيت لري.

جوبايډن ويلي منځني ختيځ ته د خپل سفر پر مهال ويلي وو، که اسرائيل د اېران پر اټومي پروګرام باندي حمله کوي، امريکا يې مخه نسي نيولاى او نه هم امريکا د دې حملې مخالفت کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024