کور / هراړخیز / ژبه او و هغې ته اړتيا

ژبه او و هغې ته اړتيا

د ژبي څرنګواله او وهغې ته اړتیا:


لویه اړتیا و ژبي ته د انسانانو په لومړي پړاو کي د پوهه ولو لپاره د ورتي راتي اود یوبله سره خبري اتري دي . دغه ورځنی پوهاوی په ټولنه کي د انسانانو لپاره یو ارزښتناکه او اړین کار دی . په دغه توريز ږغ پوهولویاني خبرو د انسانانو یوله بله سره بېلښت دی د ژوو څخه . بر سېره پردې په ژبه کي د وینګ پرمهال یو احساس اوجذبه هم پرته وي . چې د اورېدلو پرمهال او رېدونکي ځانه ته را کشه وي . دغه احساس کېداسي چې ناوړه وي او اورېدونکي ئي وانه وري . دغه احساس کېداي سي چې ویرجن وي او یا ټوکي خندا لرونکی وي .


که څه هم ژبه د انسان یو طبعي ستایښت دی٬ خو بیا هم په وړکتوب کي د مور او کورنۍ د غړو له خوا و ماشوم ته د روزني په ډول ور ښوول کېږي . په ژبه کي د یوې ټولني د دود یوه لویه برخه پرته ده . یوه ټولنه له خپل ټولنیز لحاظه پخپله ژبه ژوندې ده . ټولنه تر هغه مهاله ژوندې٬ بریالې او پرمخ تللې وي څومره چې ئي ژبه پراخه او پرمخ تللې وي . هر څومره چې ژبه په لوړه کچه وي په هغه کچه ئي هم ټولنه وي . داځکه چې یوه ټولنه د وګړو څخه سمبال ده٬ که چيري وګړي ئي په اوچته ژبه ګړېږي نو ټولنه هم ورسره اوچته وي . په سر کي وویل سوه٬ چې ژبه د ورځنۍ پوهولو لپاره ده خوبیا هم ټولنه ډېري نوري اړتیاوي هم لري٬ چې په ژبه باید سرته ورسي . هغه اړتیاوي لکه : تخنیکي٬ اقتصادي٬ سیاسي٬ طبي٬ ادبي٬ تاریخي٬ پوهنیز٬ اوفلسفي او دغسي نور ډېر . دغه ټول علوم دځانه ځانګري ژبي لري٬ چې د خپلو خاصو ژبو له لیاري خپلي ستونځي حلوي . که څه هم ژبه پخپله یوه پوهنه ده خوبیا هم په ټولو علوموکي ګډه ده . متل دی٬ چې واي : ژبه د ټولو علومو مورده . یاني پرته له ژبي هیڅ یو کار هم سر ته نه رسي .      دهر مسلک سره خپله ژبه زده کېږي . دښه خبروکولو لپاره ځانګړي ښوونکي شته چې لوړو خلکو ته ښه خبري کول ورزده کړي . د دغو خبرو کولو هنر ته په يوناني ژبه رېتوریک (Rhetorik)واي .


ژبه بېله دې چې انساني او ټولنيزحیاتي اړینه ده٬ خو يوه پوهنه ده . دغه پوهنه ځانته ځانګړي پوهنیزي څانګي لري . لکه : ژبښود (Grammar)٬ ګړښود«غیاث الغت»(Lexicology)٬ ګړپوهنه «صرف» (Etymology)٬ وینپوهنه «نحوه»(Syntax) ږغپوهنه «علم الصوت» (Phonetic) دغه د ژبي علوم تال (خاص) پخپله دژبي او ښه خبرو او ادا کولوسره اړه لري . ټول (عامه) ژبپوهنه (general Linguistik)چې ده٬ د انساني ژبي ازموینه او څېړنه کوي . ټولنيزه ژبپونه(Soziolinguistik) د ژبي ټولنیزي اړیکي په ټولنه کي ښیي . چې څرنګه یوه لهجه (Dialekt)٬ کلیوالي خبري(Soziolekt ) اود کلتورونو ترمنځ پوهاوی سره کېږي .


بل ئي پېښلیکي ژبپوهنه (Historiolinguistik) ده ٬ چې دا پوهنه د ژبي د ویراثي اړیکو٬ دژبي دکورنۍ او د یوبل ترمنځ ئي څرنګواله ښیي .په بله توګه (برخلاف) د ژبي څېرپوهنه (Languagetypology) بیا داښیي٬ چې څرنګه د اړیکو نیول د ډول ډول ژبو او ستاینیز حالت د ژبو چې یوله بله سره ئي لري په پوهنیز څېر سره ئي څرګند کړي .

پوهان زیار باسي٬ چې د دو یا څو ژوبو تر منځ د خپل منځي یووالی٬ اړیکي او ریښې پیداکړي او وې ښیي .د ساري په توګه ایندوګرمانیستیک   (Indugermanistik)  ډېره بوخته ده٬ چې د ایندو ګرماني ژبو سمون٬ اړيکي٬ ریښې اوڅرنګواله ئي پیدا کړي . دلومړنیو ژبو بنسټ تر ډېره ځایه دغسي ګنګوسې دي . خو ددغو ژبو څرک دومري روښانه نه دی . د دغو ژبو دڅرک او څرنګواله لپاره دزړې ژبي څېړنپوهنه (Paläolinguistik) کار کوي . ژبه یوه ډېره پراخه پوهنه ده٬ چې دلته ئي بحث ځایښت نه لري . دلته ئي د یوې وړوکي څنډي بحث کوو.

 په ۱۹۲۱ کي «ادوارد ساپیر» (Edward Spir) یو امریکاي ژبپوه ژبه داسي تشریح کړه : ژبه تال (خاص) د انسان ځانګړې ستاینه ده٬ چې په شعوري متود سره نه ٬ بلکي یوسېستم دی٬ چې فکري انتقال او احساس دانساني ږغ له لیاري دسمبولونو په ډول منځ ته راولي .

ویلهلم فون هومبولت (Wilhelm von Humboldt) المانی پوه د ۱۹سمي پېړۍ په سر کي ژبه داسي تشریح کړه : ژبه دفکر مېډیا او نړیوال فهم دی . د ده له دیده نه داسي ښکاري٬ چې ژبه د انسان دکړکېچو کارو او انساني فکرو دعمليي لپاره اړینه ده . ژبه د انسان٬ نه یوازي د یوبل سره د پوهولو لپاره ده٬ بلکي ټوله توکي او په نړۍ کي انساني ادراک په ژبه انځور سوي اوانځوريږي .

اخستونکځي : (wikipedia,der freien Enzyklopädie)
ډېرو پوهانو ژبه د خپلي لیدني څخه سمه تشریح کړې ده٬ خو ددغوټولوپوهانو نومان اود دوي تشریح دلته اړینه نه بولم . خو د یوه پوه چې نوم ئي نه راته راځي مګر تشریح مي په یاد ده . چې واي : ژبه اوزار د پوهاوی اود څرګندوني ده. دغه ژبه ده چې دا ټول شیانوته چې زموږ پر خوا او شا دي نومان ئي ور کړي او د دوي دکارکولو لپاره ئي تشرېحات ورکړي دي، که ژبه نه واي نو به د دا ټولو شیانو نومان هم نه واي . د ټولو علومو تشرېح او بیان په ژبه  دی . که ښه ځیر سو ټول کار په ژبه دی . نو ای پښتنو او د پښتو ژبي پوهانو خپله ژبه کتابي او د لیک لوست لپاره ئي واحده کړی .

تبصره نسته

  1. راځۍ چې خپله ژبه معياري کړو!
    دا د هر انسان حق دى چې په خپله ژبه خبرې وکړي،
    ليکنه وکړي او په ټولو برخو کې ورڅخه کار واخلي.کله چې يو ماشوم نړۍ ته سترګې
    پرانيزي نو هر ټبر پورې چې تړاو ولري مور يې په خپله ژبه ورته د ماشوموالى په ژبه
    خبرې کوي. لکه په پښتو کې مور خپل ماشوم ته وايي ( آ للو للو) …….. او داسې
    نورې.
    په نني عصر کې ټولو کسانو ته اړينه ده چې  خپلو ژبوته  که عربي
    ،انګيسي ، هندي ،دري،فارسي او که پښتو ده د خدمت جوګه شي.
    ژبه هغه شي ندى چې څوک
    د خښتو کيښنولو سره یې و رغوي ،دا هغه څه ده په ويلو،ليکولو سره رغول کيږي.
    که
    چيرې موږ په خپله ژبه کې هغه کلمې چې د بهرنيو ژبو وي و کاروو نو ايا دا مو خپله
    دنده پر مخ بيولې که مو د بهرنيو ژبو څخه غلا کړې ده.له دې کارونې سره مو خپلې ژبې
    ته نه بلکې د هغې ژبې کلمې چې مو کارولي دي د الله (ج) په نامه مو ورته خدمت کړى
    دى.
    ددې لامل څه دى چې موږ په خپلو  ليکونو کې د پرديو کلمې
    کاروه؟
    کيداى شي د ټولنې اغيز وي،کيداى شي ناپوهي وي،او يا کيداى شي بې پروايي
    وي.
    خو په اصل کې دا مو خپل ټبر،ژبې او راتلونکي نسل ته په خپل لاس خيانت کړى
    دى.که چيرې ريښتني ليکوالان، او ژورناليستان وسو نو کولاى شو دې يرغل ته په پوره
    توګه پاملرنه وکړو ،د خپلو ليکونو پر مهال بايد ډير ځير شو او که چيرې په کومې کلمې
    نه پوهيږو نو بايد د خپلو همکارانو او دوستانو څخه پوښتنه وکړو دا کوم شرم ندى چې
    موږ يې د چا څه پوښتو خو که مو پوښتنه ونکړه نو دا لوى شرم دى.
    که چیرې موږ د
    خپلې لیکنې پر مهال دیر ځیر نشو نو لیکنه به مو له سختو ستونزو سره مخ وي ،زموږ
    خپله لیکنه زموږ په آند ډیره ښه وي که چیرې خپله لیکنه بل چا ته و ښایو نو هله به
    پوه شو چې څه ستونزې یې درلودې.
    ګرانو وطنوالو که غواړې چې ژبه مو د بهرني یرغل
    څخه په امان کې وي نو وروسته له دې خپلو لیکونو ته په بشپړه توګه ځیر شۍ.دا به مو
    خپل وجدان ،راتلونکي نسل او ټولنې ته ځواب ویلي وي.
    په درنښت

  2. وايي اغیار چې د دوزخ ژبه
    ده     زه به جنت ته له پښتو سره ځم

    ګرانو پښتنو وروڼو
       السلام علیکم

     ډیر خوښ او خوشحاله یم چې پښتنې ټولنې ګورم اوزمونږ مورنۍ
    او خوږې ژبي پښتو ته داسی ځوانانو مټي رانغښتي دي چې انشاءالله العزیزډیر ژر به
    پښتو ژبه د پرمختللیو ژبو په قطار کې اوږه په اوږه ودریږي او زمونږ د کلونو
    ارمانونه به غوڅ شي

    زما نوم حاجی ګل دی وهاج تخلص کوم او دلوګرولایت
    ازری ولسوالی اوسیدونکی او په قوم احمدزی یم او د ننګرهار د پوهنتون دانجنیری
    پوهنځی د کمپیوټر پوهني په څانګه کې د استاد په صفت دنده تر سره کوم او د اوس لپاره
    په برلین تخنیکې پوهنتون کې د کمپیوټر پوهني‌په څانګه کې ماسټري کوم. څرنګه چې تاسو
    غوره مالومات لری چې پښتو ژبې ته څرنګه چې ښايي خدمت ندی شوی او نه مونږ پوره شمیر
    مسلکې کسان لرو چې د ضرورت وړ پروګرامونه یا فټ وئیرونه جوړ کړي نو له دې امله به
    اړینه وي‌چې ژباړي وکړو او د خپلي ژبې ستونزي تر یوي کچې پوري راټیټي‌کړو نو له دې
    امله ما هم هوډ کړیدی چې څومره زما توان وي زه به پښتو ژبي ته کارکووم او په همدي
    وجه د اوپن آفیس ژباړي ته مې ملا تړلې ده . زه د یو کشر ورور په صفت تاسو ته هم دا
    وړاندیز کووم چې په دې دروند بار کې ماسره مرسته وکړی او د پښتو ژبي‌په خدمت کې
    ژباړي وکړئ.‌ تاسو کولای شی چې خپل ځان د اوپن آفیس په ویب پاڼه کې راجستر کړی او
    له مونږ سره په نوموړې پروژه کې ونډه واخلی

    http://www.openoffice.org/servlets/Join

    د نورو معلوماتو لپاره دلته ټک وکړئ

    http://ps.openoffice.org

    که چیرته په لاینکس ماشین کې د پښتو تورو د فنټس ستونزه لری نو
    کولای شی چې له لاندي لینک څخه د فنټس ګیډی ترلاسه کړی

    http://rapidshare.com/files/254514534/fonts.tar.gz.html

    چې د ډیرو ستونزو وروسته ما وکولای شو چې د پښتو د فنټس ستونزه په
    لاینکس ماشین باندی حل شي. نوموړی فولډر آنزیپ کړی او

     لاندي ډایرکټري ته یي ور علاوه کړی

    /usr/share/fonts

    همدارنګه لاندي کمانډ هم پري اجراء کړی

    chmod -R 755 /usr/share/fonts

    په مینه

    انجنیر وهاج


    د اوپن آفیس ژباړه پښتو ژبې ته
    پیل شوه

    انجنیر حاجی ګل وهاج
     
    23.06.2009
     

    داچې اوپن آفیس د اوپن سورس یوه بیلګه ده او څرنګه چې له نوم څخه
    یی معلومیږي تاسو کولای شی چې د پښتو ژبې لپاره جوړي شوې ویب پاڼي څخه ( http://ps.openoffice.org/ ) د اوپن آفیس –
    سورس کوډ ښکته کړی او هغه خپلې مورنی او خوږې ژبي پښتو ته وژباړی ، ژبه د یو قوم او
    ولس د هغه بنسټیزو اساساتو څخه یو مهم او عمده اسا س دی چې د هغه قوم تاریخ، کلتور،
    دودونه او عنعنات پکې خوندي پاتی کیږي. کومي ژبي ته چې خدمت نه کیږي په دې مانا چې
    په ورځني ژوند کې په هغې خبري نه کیږي یا په هغې لیکل او لوستل نه کیږي نوموړې ژبه
    د بربادی او هلاکت په لور په بیړه بیړه روانه ده. دا چې ژبه د مور حیثیت لري نو
    راځی چې خپله خوږه ژبه د هلاکت او تباهي له کندې څخه وژغورو او په ګډه سره مټي را
    ونغاړو او خپلي ژبي ته دامکان او وس په اندازه کار وکړو. څرنګه چې تاسو ته روښانه
    ده د اوپن آفیس ژباړل د یو کس کار ندی او یوې منظمي ټولنې ته اړتیا ده نو زما
    وړاندیز ټولو پښتنو وروڼو ته دادی چې مونږ سره په دې د خیر په کار کې همغږي شی او
    کم ترکمه د ورځي لس دقیقي وخت د خپلې ژبي خدمت ته وقف کړي.

     د ننګرهار پوهنتون د انجنیری پوهنځی د کمپیوتر پوهنې څانګې
    استاد

     انجنیر حاجی ګل وهاج

    دتماس شمیرې: 0093700628944

     00937066713309

     004915776307404

    بریښنالیک: hajigul_2@yahoo.com

     wahaj@cs.tu-berlin.de

  3. انجينر وهاج صيب ماشاء الله ستاسو له پرمختګ، پاملرني او ځيرکتيا څخه، ان شاء الله تاسو پښتو ته ډېر څه کولائ سئ،ستاسي کاري تمرکز بايد په خاص ډول تر (مونږ / مونګ/ او موږ ) په اصلاحي بڼي د موندلو/ژباړلومخکښي د پښتو د غټي دوښمني ژبي پرژن سره د ترپښو پاتي پښتو ژبي سيال کول وي او بس، موږ مو د صحت او تلپاتي ژوند دوعا کوو او د هغې ورځي په اميد به دي شپې شمارو چي بس وائ پښتو مو ګوګل ټرانسلېټ ته وراضافه کړله؛ خدای دي همدا افتخار هم ستاسو روزي کړي : http://translate.google.com/translate_t?hl=en&sl=ar&tl=nl#en|fa|Long%20live%20Great%20Afghanistan

  4. زه سعدالله دهلمند ولایت کی او سی