کور / تازه خبرونه / دکابل څخه میدانښار ته برېښنا وغزول شوه

دکابل څخه میدانښار ته برېښنا وغزول شوه

داوبو بریښنا وزارت لخوا دپلازمینې کابل څخه میدان وردګ ولایت مرکز میدان ښار ته د شپږ میګاواټه په ظرفیت بریښنا د۲۲ میلیونو افغانیو په ارزښت وغزول شوه.


ددغې شبکې پرانیسته د اوبو او بریښنا وزیر ، د میدان وردګ ولایت محمد حلیم فدایي او په ملي شورا کې ددې استازو اوقومي مشرانو لخوا نن رسماٌ دپټۍ په پریکولوسره وشوه.


دغې پرانیستې په غونډه کې دمیدان وردګ ولایت والي د ښاغلي وزیرنه مننه وکړه چې دی ولایت ته یې لومړیتوب ورکړو او هم یې دسروی شوو بندونو دجوړولو غوښتنه وکړه ، همدارنګه داوبو اوبریښنا وزیر محمد اسماعیل خان ژمنه وکړه چې نورو ولسوالیوته به دغه لړۍ هم غزوي همدارنګه ښاغلي وزیر د چک بند دجوړلوڅخه هم یادونه وکړه چې ددې بند پیسۍ منظورې شوې دي اود امنیت دټینګښت سره سم به یې چارې پیل شي، همدارنګه سناتور سمیع جان او دولایتي شورا رییس محمد حضرت جانان د ښاغلي والي او وزیر بې سارې هڅې وستایلې او د شپږو سروې شوو بندونو د جوړلو او همدارنګه دچک بند د امنیت دتامین په اړه یې ډاډ ورکړوچې ولسونو دی ته حاضر دي چې د بند دجوړونکو ساتنه اومحافظت وکړﺉ وروسته دولایت والي لخوا برابرې شوې تحفي او ستاینلیکونه په راغلو میلمنو ووېشل ،وروسته بریښنا دښاغلي وزیر او والي لخوا رسماٌ دپټۍ په پریکولوسره پرانیستل شوو.


دیادونې وړ چې دغه ۶میګا واټه بریښنا د۲۲میلیونو افغانیوپه لګښت ددې وزارت دبودېجې څخه د۱۱ میاشتو په جریان کې چې د ۶۰۰۰ زره کورنۍ به ترې ګټه واخلي ګټې اخیستنې ته چمتو شوه او میدان ښار او اړنده سیمې دبریښنا په نعمت روښانه شوی.