کور / کیسه / نقاب پوشه نجلۍ

نقاب پوشه نجلۍ


 مـــــــــتن  : هلو… هلو … هلو  … زما غږ اوری …
واه ډیره نا اشنا نومره وه نه پوهیږم څوک به وي …
ښه زلمیه وروره ټلیفون مزاحمت وکړ…تا د نقاب پوشې خبره کوله …. زه خو په ژوند کې په چا باورنلرم  داهسې ټوکې دي هغه دمجنون اولیلی کیسه راته هم ددې شاعرانو یو لوبه ښکاري مینه  مینه نشته بس د نن سبا جینکۍ د پیسو غلې دي دپیسو!! ته هم په دې ډیرسرمه خوږوه او بیا چې ستا څوک خوښه ده هغه خو ډیره مغروره نجلۍ ده ته نه ګورې هرسهار چې په کوڅه کې تیریږې داسې نقاب یې کړی وي لکه چې سل یې وژلي وي دغسې جینکۍ ډیرې بې پروا دي د چا په کیسه کې نه وي بس هغه رحمان بابا دی او که کوم یو دی دهمدې جینکو په اړه یې ویلي دي
چې له نازه پوشیده لري چشمان خپل
څه به وینې مظلومان اومقتولان خپل
ـــ نه …..نه .. سعید جانه  هغه داسې نه ده هغه نقاب خو  د دې سپیڅلتیا ده ،
ــــ دسپیڅلتیا نه یې خدای خبردی خو که داسې ووایې چې یوتلوسه ده درسره به یې ومنم. هورښتیا دا ښه ده چې ټول مخ یې لوڅ نه دی کنه نو وژلی به یې وي
ــــ یاره تا نه دې اوریدلي چې دوریځې لمر سخت وي
سعید اوزلمی شاشهید ته څیرمه د سړک پرغاړه  د دفتر موټر ته ولاړ ووهغوي دواړو په یوه شخصي کمپنۍ کې کارکوو هر سهار به همدلته ودریدل دسړک ښې اړخ ته یوه کوڅه وه چې په سره اوړي به پکې هم خټې وي دا هغه کوڅه وه چې د غه نقاب کړې جینۍ به پرې راتیریدله وروسته مالومه شوه چې نجلۍ د ګاردن په پوهنتون کې اقتصاد لوست زلمي پرجینۍ هغه وخت زړه وبایله چې نجلۍ یوه ورځ په ساړه ژمۍ کې له کوڅې راتیریده او زلمی هم په بیړه خپل دفتر ته روان وو کوڅه له واورو ډکه وه د زلمي پښه ښویه شوه او داسې سخت راوغورځیده چې دلاس نه یې لپ ټا پ کمپیوتر وغورځیده ، هغه چې څو راپاڅیده نجلۍ دهغه کمپیوتر راخيستی وو او زلمي ته یې ونیوخو چې زلمي لاس وروړاندې کړنجلۍ کمپویټر پريښود دزلمي لاس ته لانه و ورسیدلې چې یوځلې بیا پرځمکه وغورځيده دنجلۍ دخولې نه اخ ووت چې ځمکې ته بیا ټیټیده نقاب یې له مخ نه وښویده زلمي دومره وارخطا شو چې له نجلۍ نه یې مننه هم ونه کړه یو څه خجالته هم شو ځکه چې د نجلۍ په مخ کې راوغورځیده بیرته یې شاته ونه کتل او په خپله مخه ولاړ سعیدهم دغه کیسه اوریدلې وه.
 نااشنا خبره ده پخوا به خلک دیوې نجلۍ په ښکلې اوزړه راښکونکې څیره مینیدل خو اوس یواځې ډیروړوکی عاطفوي چلند هم دغر ه هومره انسان رام کوي نه پوهیږم خلک بدل شول که مینې خپل رنګ بدل کړ .
انجلۍ به سهارپراوه بجو پوهنتون ته تلله او د زلمي موټر به پراوه نیمو بجو راته خو بیا به هم زلمی د نجلۍ په خاطر په شپږ نیمې بجې د سړک پر سر ولاړ و و هرسهار به ورسره دسعید په دې خبره لانجه وه چې ولې دومره په وخت راشي زلمي ته په لومړی سر کې داخبره یو ټوکه ښکاریده خو وروسته ورمالومه شوه چې ټوکه نه ده او اوس د مینې په بل کړي اورکې سوځي هغه  د حمید بابا خبره وه چې
 اورپه ټوکو بلوي په رښتیا لګي
ژړولي دي ډیرخلک په خندا عشق
یو سهار دواړو ددې انتظار کوو چې نجلۍ په کوڅه کې راښکاره شي اوزلمی یې وګوري چې یوځلې بیا د سعید ټلیفون هم هغې نومرې وشرنګوو هغه د ټلیفون تکمه کیکا ږله
ـــ بلې سعید یم .. تاسې څوک خبرې کوي …الو … الو .. الو
ټلیفون بند شو سعید حیران شو چې داڅو ک دی بیرته یې ټلیفون وروکړ خوبیا یی هم غږ وانه وریده حیرانتیا یې نوره هم ډیره شوه دا نو څو وم ځل وو چې دغې یوې نومرې نه به د ته زنګ راته ټلیفون یې بیرته جیب ته واچوه نقا ب پوشه نجلۍ رالنډه شوه سعید پکې سترګې خښې کړي جینۍ سترګې پورته کړي په سترګوکې وموسیده سعید حیران شو چې دغه سترګې خو یې له نن څخه لس کاله وړاندې چیرته چې یې د مهاجرت شپې ورځې تیرولې لیدلي دي ، لس کاله شاته لاړ هغه د جلوزو پنډغالی یې سترګو ته ودرید په ټولوکوڅویې یو ځغلند نظر وکړ دهرې کوڅې مخ ته ودریده ، شین سهار وو هلکان او نجونې له کوڅو راوتلي دا همغسې ولاړ وو د سړک ګس اړخ ته د نجونو ابتدایه ښونځی وو د ښونځې ښې اړ خ ته راوتلې کوڅه نیغه د ګلاب ما ما کورته وتلې وه ګلاب یکې یوه لورلرله هغې د ښونځې په پنځم ټولګې سبق وایه هغه دخپلو غټو او خوږو سترګو له امله په خپل ښونځې کې په حوره مشهوره وه اهل حدیث خلک مې په دې خوښیدل چې په خپلولوریانوبه یې اسلامي زده کړه ډیره کوله دقران کریم ترجمه به دټولوپه سرکې راتله هغوي د حوروپه مانا پوهیدل نو ځکه به ښونکو هغې ته حوره ویله  سعید دهغې نجلۍ په سترګوکې سترګې ښخې کړې وروسته نقاب پوشې ته راغی ددې سترګې یې هم ولیدې ددواړو ترمنځ یې هیڅ توپیرونه موند نا څاپه یې له خولې وختل ومې موندله داخو حوره ده  .
زلمي پرې غږ کړې سعیده لیونی شوې ؟ !څه خبره ده ؟! څه دې وموندل ؟؟
ـــ نه … نه …هيڅ مې نه د ې موندلي..
هغه نجلۍ حلیمه نومیده سعید دهغې له کورنۍ سره هغه وخت ولیدل چې د سړک پرغاړه دلاچي یو ې غټې ونې کې دځنګلي مچیوژاله یو هلک په تیږو وویشته اومچۍ د مکتب په جینکو راښورې شوي دمکتب ښې لاس ته په سل مترۍ کې یو درملتون وو سعید په دغه درملتون کې ناست وو چې په چیغو اووارخطایې حلیمه درملتون ته ننو ته او په سریې یولس مچۍ بنګیدلې په دغه مچیو کې یوکمال دا وو چې یوځل به یې څو ک وچیچه بیا به په همغه کس نورې هم راټولیدلې سعید مچۍ مړې کړې خو حلیمه بیچارګۍ یې کوم لس دولس ځای په مخ اوبدن چیچلې وه دومره وارخطا وه چې پوزه یې هم بهیده او له سترګو نه یې اوښکې هم رابهیدلې .سعید خپل ملګرې دوست محمد ته مخ کړې چې د حساسیت پیچکاري ورته وکړي دوست محمد هم ځنډ ونه کړ او حلیمې ته یې پیچکارې وکړه او س سعید مجبوره وو چې ترکوره یې هم ورسوي په لږ وخت کې یې سترګې دومره وپړسیدې تا به فکر کوو چې کومه ازبکه او یاهم کومه ازاره ده . سترګې یې په مخ کې ورکې شوې هغه یې کورته ورسوله نجلۍ ننوته اوګلاب ماما راووته سعید نه یې ډیره مننه وکړه ډیرست یې ورته کړه خو سعید ورسره پاتې نه شوو .
یوه ورځ په همغه کوڅه تیریده چې حلیمه مخ ته ورغله سلام یې پرې وکړ سعید ورته په ټوکه کې وویل چې ته خومخکې ازبکه وې اوس درنه سمه دمه پوښتنه جوړه شوه . څومره غټې سترګې دې دي ماشاالله واه نجلۍ ګوره تاسې خو وهابیان یاست تعویذونه شرک ګڼی خو ګوره دا ډیروږسترګي خلک دي هسې نه چې بیا دې دنظره نکړې چې داځل به د مچیو پرځای مار چیچلې وې . حلیمه مسکۍ شوه او په ورو یې له خولې ووتل : ځه … داسې خبرې مه کوه.
سعید به یو ه شیبه د جلوزو په کمپ کې وو بله شیبه به د نقاب پوشې جینې کو څې ته مخامخ ولاړوو او س له ځان سره په خبرو اخته وو ایا دابه هغه حلیمه وي چې ما د ځنګلې مچیونه وژغورله ؟ څنګه اوس به هم دخلکو سترګې ورپسې وي ؟؟ اوس به هم په همځلوکې په حوره یادیږي ؟؟ ! ایا هم هغسې به ښایسته وي ؟ که نه دکابل نازولو جینکو به یې ښایست راکم کړی وي ؟ که چیرته هم هغه وې نو ما به وپیژنې ؟ هورښتیا زلمي ته به څه وایم ؟ هغه خو زما ملګری دی او په ماله خپله ځانه هم ګران دی دابه څنګه شي ؟ ځه !چې شپه یې ترمنځ وي له هغې بلانه مه ویریږه . دغه سوچونوپه مخه کړی وو چې ټلیفون یې بیا وشرنګیده ، راپورته یې کړ ښه ورته ځیرشه ګورې چې هم هغه نومره ده ،
الو.. سعید یم… تاسې څوک خبرې کوي .. له چاسره موکاردی ؟! اوکه ځان راونه پیژنې کیدای شي چې خفه موکړم
له دې سره ټلیفون بند شوو
او س سعید سهاروختي پاڅیده او له زلمي سره به یې شخړه هم نه کوله کوڅې ته به مخامخ ودریده نقاب پوشه نجلۍ به چې رالنډه شوه دمعمول په څیربه یې یو ه مسکا وکړه . دپا خه سړک پرڅنډه به ودریده سنډل به یې په زورپه سړک ووهل خټې به یې ترې وڅنډلې بیا به د سړک نه راتیریده دلته په کابل کې دموټرچلونکو په منځ کې یوناوړه کلتوردادی چې که څو ک یو ساعت هم دسړک په څنډه ودریږې نو دتیرید و لپاره یې څوک موټر نه دروي پخواچې به نقاب پوشه دسړک په بله څنډه دراتیروپه تکل ودریده او لږځنډ به یې وکړ نو سعید به ویل څومره بې فرهنګه ډریوران دی نه ګوري چې یوه پیغله د سړک نه راتیریږي او دوی ورته موټر هم نه دروي خو اوس هغسې نه وو او س به یې خدای ، خدای کول چې د موټر وګڼه ګوڼه نوره هم زیاته شي او دغه نقاب پوشه نجلۍ سمه وویني.
د پنج شنبې سهار وو چې ډیره سخته واوره راښکته شوه ، یولاس اوبل لاس سره نه ښکاریدل کوڅې له واوروډکې شوې او بیا دشا شهید کوڅې چې سړی فکرکوي کومې جبه کې روان دی سعید دتیر په څیر له کوڅې راتیرشه خو داپلاېې بوټان ښه په خټوشوي وو زلمی هم راورسیده دواړو ددې انتظار ویست چې نقاب پوشه نجلۍ به په دې واوروکې څنګه راوځي ، د کوڅې خولې ته یې داسې سترګې بقې نیولې وې فکر کیده چې له همدغې کوڅې نه پرې دشمن برید کوي ، لرې یوڅوک مالوم شول خو دډیرو واوروله امله یې توپیر نه کیده چې څوک دی هغه کس اوس شیبه په شیبه د کوڅې خولې ته رالنډیده سعید زلمی ته مخ راواړو
ــ زلمیه یاره نجلۍ خوراغله خو د اطوفانۍ ورځ او دغه بیچارګۍ دابه څوک نلري ؟ والله ته هم ډیربې زړه یې په دومره وخت کې دې ترې پوښتنه هم ونه کړه چې د اڅوک ده ؟ دکوم ځای ده ؟ چیرته ځي ؟ سبق وایې اوکنه کومه موسسه کې کارکوي ؟ که زه ستا پرځای وی نو وختې به مې ورته کورهم پیدا کړی وو.
ـــ سعید ه داهر څه شوې پرون زه په دغې نجلۍ پسې روان شوم ټیکسې مې ونیوله څه سربه دې خوږوم خو ټیکسی وان راته وویل چیرته ځې ما ویل دغه موټر چې هرچیرته ودرید او سپرلۍ یې کوزې شوې زه به هم هغلته کوزیږم ، موټردګارډان پوهنتون مخ ته ودرید ه هلته زما دتره لورهم سبق وایه هغې ته مې دنجلې نښې نښانې وویلې هغې راته وویل چې هغه خو زموږ سره په یوصنف کې سبق وایې ، زموږ اول نومره ده هلته هم له مخ نه حجاب نه لرې کوي ډیره حیاناکه نجلۍ ده ، خو ما یې مخ لیدلی سترګې چې یې څومره ښکلي دي له هغې نه یې څیره ډیره ښکلې ده .
یو ه ورځ مې ورته وویل چې خدای جل جلاله درباندې څومره ښه لورینه کړې څومره ښکلې سترګې یې درکړې هغه مسکۍ شوه اوراته یې وویل : زه چې وړه وم ما ته به استاذانوحوره ویلې زه دحورې په مانا هغه وخت نه پوهیدم وس چې رالویه شوم او اسلامي زده کړې مې د خپل تره نه په کورکې وکړې اوس پرې پوه شوم چې حوره عربی کلیمه ده او دغټو سترګو میرمنې ته یې وایې خو نه یواځې چې غټې وي بلکې دسترګو توریې تک تور او سپین یې تک سپین وي .
دحورې دکلیمې سره سعید ټکان وخوړ په مخ کې یې دخوښۍ نښې راښکاره شوې ، غاړه یې تازه کړه ، ولې یې پورته واچول ، زلمی ته یې مخ کړې
ـــ هو والله حوره ده ، حوره ډیره ښکلې  وي  داهم ښکلې ده ځه دمورشیدې دې شه
اوس نو نقاب پوشه نجلۍ دسړک سرته راورسیده واوره لکه د موټر و ګڼه راوریده نجلۍ په سرسپینه چترې نیولې وه ، کره لرونکې بوټان یې ښه په خټوشوې وو، څوواریې پښه ښه په زوره ووهله خو خټو داسې پرې خوله خښه کړې وه لکه د دمودو تږی چې په جام خوله خښه کړي نجلۍ مجبوره وه چې ترډیره ودریږې ځکه چې څه واورې وارخطاکړې وه ، څه خټو او څه هم دموټرو ګڼې ګوڼې ،  موټر راغی ودریده انتظاریې کووچې نجلۍ راواوړې هغې هم زړه راغټ کړد سړک منځ ته چې راورسیده سپین فرونر چې ډیرتیزراروان وو نجلۍ ته راورسیده موټر چلونکې ډیره هڅه وکړه چې نجلۍ وژغورې خو دموټر د مخکینې څراغ په ښې اړخ ولګیده زلمې وارد مخه چیغه کړې او ورمنډه یې کړې نجلۍ بې سده پرته وه ، ژریې راپورته کړه سعید هم ځان ورورسوه په همغه موټر کې یې واچوله دهغې په دستکو ل کې پروت ټلیفون یې راواخیست غوښتل یې چې دنجلۍ دکور شمیره پکې وګورې مینو ته ورغی اوپه منډه منډه یې په مینو ځغلنده نظروکړپریونوم یې سترګې ولګیدې ورور تکمه یې پرې کیکاږله سعید د نقاب پوشې نجلۍ سر په خپل غیږکې ایښودی وو پرکاغد یې دهغې دسروینه وچوله نقاب پوشه نجلۍ یې دوزیراکبرخان روغتون ته ورسوله  زنګ تیریده خو چا نه پورته کوو  زلمی له عاجلې خونې نه بهرته راووته اوبیا یې پرهم دغه نومره تکمه کیګاله  زنګ تیرشوه  زلمي په وراخطایې ورغږکړې وروره ستاسې خو ر ټکر کړی وزیراکبرخان روغتون په عاجله خونه کې بستر ده  تاسې ځان راورسوي سعید ټکا ن وخوړ دا کومه لوبه ده پرې غږ یې کړې چې تاسې څوک خبرې کوی زما کومه خور
ـــ زما نوم زلمی دی
—  زلمیه زه سعید یم ته دومره وارخطایې چې ما ته دې ټلیفون وکړ زلمي عاجلې خونې ته ورمنډه کړې نجلۍ سترګې وغړولې سعید ته یې په ځیر ځیر وکتل ا وله ځان سره یې غلي وویل : اوس خو مې تعویذ هم پرغاړه وو