کور / تازه خبرونه / بې پيلوټه الوتکي څلور کسه وژلي دي

بې پيلوټه الوتکي څلور کسه وژلي دي

په جنوبي وزيرستان کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په يوه حمله کي څلور کسه وژل سوي دي.

پاکستاني مقامات وايي د امريکا يوې بې پيلوټه الوتکي د جنوبي وزيرستان د پايندخېلو په سيمه کي دوې توغندۍ شاټ کړي چي تر اوسه د څلورو جنګياليو د مړيني تائېد سوئ دئ.

حکومت وايي د دوى استخباراتي معلومات د مړيو شمېره تر دې هم لوړه ښيي، خو د جنوبي وزيرستان پوليټيکل ايجنټ په سيمه کي د بمباريو څخه ناخبري ښيي.

دا په تېرو درو ورځو کي دريمه حمله ده چي په وزيرستان کي د بيت الله مسود د جنګياليو پر مرکزونو باندي کېږي.