کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو د انتخاباتو د روان بهیر او امنیتي وضعې په اړه د ځینو مطالبو ترڅنګ د ګارډین ورځپاڼې د وروستي رپورټ په اړه بیلابیل غبرګونونه هم راخستي دي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دې ورځپاڼو ته کتنه کړې او لاندنې مطلب يې ترې چمتو کړې دې.

 ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې د پاکستاني پوځ د ویاند په حواله په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې دوی اوس هم له ملا عمر او ټولو طالب قومندانانو سره اړیکې لري.

ورځپاڼې د موضوع په دوام د جنرال اطهر عباس له خلې لیکلي دي، چې پوځ چمتو دې، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره منځګړې توب وکړي او هغوی خبرو ته چمتو کړي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د طالبانو فعالیتونو ته کتنه کړې او د برتانیې د ګارډین ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد يې لیکلي دي، چې طالبان اوس د پخوا په پرتله پریکنډه، حرفوي او متحد شویدي.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې په مزارشریف کې د طالبانو د ډله ایزې وژنې په اړه د تحقیقاتو مسئله راخستې او د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په حواله يې لیکلي دي، چې د بوش ادارې ددغې ډله ایزې وژنې په اړه د کیدونکو تحقیقاتو مخنیوې کړې دې.

 هیواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د برتانیې د ګارډین ورځپاڼې وروستۍ لیکنې ته په اشارې، چې د افغانانو سپکاوی بلل شوې لیکلي دي، چې دا کار به ناوړه پایلې له ځانه سره ولري.

ورځپاڼې د همدې مسئلې په اړه پخپل لومړي مخ کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت غبرګون هم راخستې، چې پکې د ګارډین ورځپاڼې وروستې رپورټ د ژورنالیزم او د انساني کرامت خلاف بلل شوې او هغه په کلکه غندل شوې دې.

ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې د راروانو انتخاباتو په وړاندې شته ګواښونه څیړلي او لیکلي دي، چې د امنیت نه موجودیت یو ستر ګواښ دې.

 افغانستان ټایمز :
دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د طبعي زیرمو راسپړل مهم بللي دي.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې تر هغو، چې افغانستان خپل د ځمکې لاندې منابع و نه کاروي نا ممکنه ده، چې افغان ولس په ځان بسیا شي.

ورځپاڼې خپل نننې کارټون د کابل ښار روان حالت ته ځانګړې کړې او په ښار کې دننه د بې شمیره امنیتي موانعوموجودیت ته په اشارې دا ښودل شوي ، چې دغه ښار د یوې پوځي قلعه بڼه خپله کړیده.

 اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس هم پخپله سرمقاله کې د برتانیې د ګارډین ورځپاڼې وروستي رپورټ ته په اشارې لیکلي دي، چې دا ورځپاڼه تل د افغانانو سپکاوی کوي.

خو اصلاح بیا هم د امریکا د یو جګ پوړي پوځي چارواکي د څرګندونو په استناد د افغانستان د ملي اردو وړتیاو ته کتنه کړې او لیکلي دي، چې ملي اردو په لوړ مورال جنګیږي.

 ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې په هیواد کې د کاندیدانو ترمنځ روانو انتخاباتي مبارزو ته په اشارې لیکلي دي، چې حکومتي چارواکي او د ملي شورا غړي د ولسمشر کرزي لپاره کمپاینونه کوي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې دا خبر ورکړې، چې د پولیسو د وژنې په اعتراض کې په سمنګانو کې د ولسمشر کرزي او ډاکټر عبداله د کمپاین دفترونه تړلې شویدي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې یو ځلې بیا له افغانستان سره د کیدونکو نړیوالو مرستو د لږولو مسئله راخستې او لیکلي دي، چې په میلیارډونو ډالر په ناسم لاسونو لږول شویدي.

 هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې د امریکايي ځواکونو د یو قومندان په حواله لیکلي دي، چې په انتخاباتو کې د ولسمشر کرزي کامیابي ممکن د خلکو د خشم سبب شي.

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې په هلمند کې په روانو پوځي عملیاتو تبصره کړې او لیکلي دي، چې یقیناْ دا جنګ طالبان بایلې خو ګټونکې به يې څوک وي.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې روان جنګونه او د افغانستان وضعه د نړیوالو خواکونو د دوه مخې چلند نتیجه ده.