کور / تازه خبرونه / کونړ: والي فضل الله وحيدي له وسله وال بريد نه روغ ووت

کونړ: والي فضل الله وحيدي له وسله وال بريد نه روغ ووت

د کونړ والي فضل الله وحيدي د شيګل ولسوالۍ د شولټن سيمې ته د يوه پله د پرانیستې لپاره ورغلی و، چې دبېرته راستنېدو پر مهال د شينکوړک په سيمه کې د وسله والو طالبانو تر بريد لاندې راغی. وياند ادريس غروال يې وايي چې والي او ملګرو ته يې زيان نه دی رسیدلی، خو وسله وال طالبان بیا وايي چې ساتونکو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده او نيم ساعت نښته شوې چې درې تنه وسله وال طالبان هم پکې ټپيان شوي دي.