کور / تازه خبرونه / وکيل احمدمتوکل: هندوستان دي طالبانو ته تسليم سي

وکيل احمدمتوکل: هندوستان دي طالبانو ته تسليم سي

 

د طالبانو د وخت د بهرنيو چارو وزير مولوي وکيل احمد متوکل وايي هندوستان ته ښايي چي طالبانو ته تسليم سي.

نوموړي له يوې هندۍ خپروني سره په مرکه کي ويلي چي هندوستان دي طالبانو ته د پاکستان په سترګه نه ګوري او له هغوى سره دي له مخالفت څخه لاس واخلي.

مولوي وکيل احمد متوکل وايي هندوستان په افغانستان کي دوې غټي غلطۍ کړي دي، چي يو د کمونستانو له حکومت څخه ملاتړ او بل د طالبانو په رسميت نه پېژندل دي.

هغه ويلي طالبان د افغاني ټولني يوه برخه ده او هندوستان دي په دغه هيواد کي د امن د راتګ په خاطر پر هغوى باندي باور وکړي.

مولوي متوکل ويلي د ده تر ټولو غټه هيله له افغانستان څخه د بهرنيو پوځيانو وتل دي او د افغاني ښکېلو اړخونو ترمنځ په مذاکراتو کي د هيڅ بهرني کس له شموليت سره موافقه نه لري.