کور / تازه خبرونه / چارواکي: په روزګان کي ١٢ طالبان وژل سوي دي

چارواکي: په روزګان کي ١٢ طالبان وژل سوي دي

 


افغان او ايتلافي ځواکونو په روزګان ولايت کي د ١٢ طالب جنګياليو د وژلو ادعا کوي.


د روزګان امنيه قومندان جمعه ګل همت وايي دغه عمليات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د روزګان مرکز ترينکوټ ته نيژدې ترسره سوي دي، چي د ملا امان الله په نوم د طالبانو يو ځايي قومندان هم پکښي وژل سوئ دئ.


د روزګان امنيه قومندان زياتوي چي د تيري شپې د دې جنګ په ډګر کي د طالبانو څلور مړي پاته سوي وو، چي هغه يې د سيمي قومي مشرانو ته د ښخولو دپاره ورسپارلي دي.