کور / تازه خبرونه / زمرى بشري: په جنوب کي ٢٠٠ طالبان وژل سوي

زمرى بشري: په جنوب کي ٢٠٠ طالبان وژل سوي

د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي د افغانستان په جنوب کي يې ٢٠٠ طالب جنګيالي وژلي دي.


زمري بشري د يکشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل دغه کسان په بېلابېلو ولايتونو کي د افغان او ايتلافي ځواکونو له خوا د تېرو درو اونيو په ترڅ کي وژل سوي دي.


لس ورځي وړاندي امريکايي سمندري ځواکونو په هلمند ولايت کي د افغان پوليسو سره يو ځاى عمليات شروع کړل چي وايي د هلمند درې ولسوالۍ يې د طالبانو څخه نيولي دي. خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي د ناوې، ګرمسېر او خانشين ولسوالۍ دوى په خپله د يوه تاکتيک له مخي خوشي کړي دي.


د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي دغه عمليات چي په جنوب لوېديځه حوزه کي روان دي موخه يې د اګست د ٢٠ – مي نېټې جمهوري رياست او د ولايتي شورا انتخاباتو ته تيارى دى.