کور / تازه خبرونه / ننګرهار: دولتي چارواکي حامد کرزي ته کمپاين کوي

ننګرهار: دولتي چارواکي حامد کرزي ته کمپاين کوي

د ننګرهار یو شمېر دولتي چارواکي لکه: د جلال اباد ښاروال، د ارزاقو ريس، د والي سلاکار، د ملي ر اډیو تلويزيون  ويندويان او نور دولتي چارواکي په ښکاره توګه ولسمشر کرزي ته کمپاين کوي. د ننګرهار د ګمرک ريس د قومونو مشران او د نظر خاوندان خپل کور ته ورغواړي او په کمپاين کې د ګډون بلنه ورکوي. د ګمرک ريس د ملي سوداګر نجيب زراب کور په جلال اباد کې خالي کړی او هره ورځ ورته د درې ولسواليو قومي مشران او ولسونه د غونډو لپاره رابولي. ددې ترڅنګ د ننګرهار يو شمېر وکيلانو هم د کرزي د کمپاين دنده پر غاړه اخيستې په دغو کې يوه يې ښځينه وکيله صفيه صديقي ده چې په ډاګه يې رسنيو ته له کرزي نه ملاتړ وښود او ويې ويل که ددې موکلينو کرزي ته رايه ورنکړه نو دايې وکيله نه ده، ځکه چې موکلينو يې ورسره په قسم باندې لاسونه ايښي دي. تر دې دمخه هم د ننګرهار ښاروال د کرزي په ملاتړ په ننګرهار هوټل کې په يوه جوړه شوې غونډه کې د غونډې جوړنکو ته لګښته منلی و، د ويلو ده چې په ننګرهار کې د کرزي په ملاتړ دا ډول سترې غونډې هره ورځ جوړېږي خو د ملګرو ملتونو د څارونکو ادرو يې په اړه غبرګون نه دی ښوولی.