سمنګان : د يوې منځنۍ ښوونځی د بنسټ ډبره کښېښودل سوه

د لراوبر اداره | جولای 12th, 2009


دسمنګان  ولایت دهزار سم منځنۍ ښوونځى دودانى دبنسټ ډبره كيښودل شوه
دسمنګان ولایت: نن د چنګاښ دمياشتي په۲۰ نيټه، دسمنګان ولايت دروئيد آب منځنى ښوونځى ودانى دبنسټ ډبره د نوموړی ولايت د پوهنى د مسئوولينو او د نوموړى ولسوالى د ولسوال لخوا په داسى حال كى دسيمى قومی مشرانو، استادانو اوشاګردانو ګدون درلود،كيښودل شوه.
دنوموړى ښوونځى تعمير په پاخه او اساسی ډول په يوه پوړکی د يونيسف نړيوالى ادارى  په مالي لګښت ۳۳۹۹۸۸۱ افغانيو په مجموعی لګښت دكهكشان ساختماني شركت لخوا د۶ مياشتو په موده كى جوړيږى، چى ۸ درسی ټولګى،۲ ادارى خونى او نور ضروري ملحقات لری
د يادونی وړده چی په نوموړى ښوونځى كى  ۲۷۹ تنه زده كوونكى د۶ تنو استادانو لخوا تدريس كيږى.

Copyright Larawbar 2007-2024