په افغانستان کې دایتلافي ځواکونوپوځې عملیاتو ته لنډه کتنه

د لراوبر اداره | جولای 12th, 2009


 د۲۰۰۱ کال دبن له معاهدې   را وروسته  چې کله  د حامدکرزي په مشرۍ په افغانستان کې موقته اداره جوړه شوه ، دافغانانوپه زړه کې ورسره داتمه راپیداشوه چې نوربه په  خپل  هیوادکې د دیموکراسۍ اوترقۍ تر سیوري لاندې  دسولې اوسوکالۍ ژوند تیروي، اودبمونواوباروتو له کړنګهاره څخه به یې غوږونه په ارام وي.
خودجګړه ځپلي افغانانودغه هیلې اوامیدونه هغه وخت ترخاورولاندې شول چې کله دسولې اوسوکالۍ علمبردارانوپه دغه هیوادکې دبدمرغې تحمیلې جګړې د تداوم لاره غوره اوخپلې ټولې هلې ځلې یې دبیارغونې،ابادۍ اوترقۍ پرځای په بي شمیره  پوځي عملیاتومتمرکزې کړې.


مونږغواړوپه دغه لیکنه کې دتیرو اتوکلونوپه جریان کې په افغانستان کې دامریکایانواوایتلافي ځواکونوهغوپوځي عملیاتوته یوه ځغلنده کتنه وکړو؛ کوم چې یې دسولې اوسوکالۍ تردروغجنوشعارونولاندې  دکنډواله افغانستان په ګوټ ګوټ کې ترسره کړي.


 ۱ـ   Anaconda  یادلوي ښامارعملیات:
دغه عملیات چې دامریکا ،کاناډا،انګلستان .فرانسې ،جرمني ،استرالیا،ناروي نیوزرلینډ اوډانمارک هیوادونو بي شمیره  پوځیانو پکې ګډون درلود د۲۰۰۲ کال دمارچ دمیاشتې له لومړۍ نیټې څخه بیاتر ۱۸ نیټې پوري دپکتیاپه ولایت په تیره دشاهي کوټ په غرونوکې پیل شول اوپه پایله کې یې ډیردسولې په تمه ناست بیوزله افغانان شهیدان ،زخمیان  اویاهم بندیان کړای شول.
 دمحمد جوادپه نوم یوماشوم افغان هم دلوی ښاماردعملیاتوپه ترڅ کې دتروریست په نوم ګرفتاراودګونتناموزندان ته ولیږدول شو چې تراوسه هم هالته دخپل معصومانه  ژونددبیوزلۍ اوناهیلۍشپې سباکوي.
دیادونې وړ ده ، چې جواد دمور یوازینې زوی دی او پلار یې له  روسانو سره په  جهادکې شهید شوې دی.


۲ـ Jakana یادافریقامرغه:
دغه عملیات د۲۰۰۲د اپریل په میاشت کې په خوست اوپکتیا ولایتونوکې دامریکایي .انګلیسي ،استرالیايي ، ناروي یي اوافغاني ځواکونوله خواپیل اوددغه کال ترجولای پورې یې دوام درلود.


۳ـ Red wing یاسور وزر(کوڅر):
دغه ناکامه عملیات دامریکایانواونوروایتلافي ځواکونوله خوا د۲۰۰۵ کال د جون په میاشت کې دکونړپه ولایت کې پیل اوپه  نتیجه کې یې دیوې امریکایي څرخکې په راغورځیدوسره ۱۹تنه امریکایي پوځیان ووژل شول .


۴ـ  Mountain Thrust  یادغره برید:
دغه عملیات د۲۰۰۶دمي دمیاشتې له پنځلسمې دجولای دمیاشتې  تریودیرشمې نیټې  پورې دامریکايي ،کاناډایي ،انګلیسي،رومانیایي ،هالینډي اوافغاني ځواکونوله خوا دجنوب لویدیځې اومرکزي حوزې په اړونده ولایتونو زابل ،روزګان ،کندهار اوهلمندکې پیل شول.
په دغوعملیاتوکې چې پوره یوه نیمه میاشت یې دوام درلود  دایتلافي قواوو د صادرې کړل شوې اعلامیې له مخې ۱۵۵ بهرني عسکرهلاک  او۱۰۶ تنه نورزخمیان شول .
همداراز دایتلافي ځواکونودادعاله مخې په دغوعملیاتوکې یوزرمخالف جنګیالي مړه  اودهغوئ ۳۸۰ تنه ژوندي ونیول شول.


۵ـ  Jellyfish یاد سمندرقندیل:
دغه عملیات د۲۰۰۶ دسپتمبردمیاشتې له دویمې نیټې څخه ددې میاشتې تر۱۷ نیټې پورې دکندهارولایت په ژیړۍ ولسوالۍ کې ترسره  شول .
نوموړي عملیات چې یواځې دکاناډا ،هالینډ اوافغان  عسکرو پکې برخه لرله؛ د۱۴ بهرنیوسرتیروپه وژل کیدوسره پای ته ورسیدل.


همداراز دایتلافي ځواکونوداعلامیې له مخې په دغوعملیاتوکې د ۵۰۰ طالبانو د وژل کیدوخبر ورکړ شو، خودعیني شاهدانو  اوسیمه ایزو تحقیقاتوله مخې په نوموړوعملیاتوکې یواځې  ۳۰تنه بیدفاع ولسي وګړي و وژل شول.


۶ـ   Angry Mountain  یادغره قهر :
دغره قهر په نوم عملیات د۲۰۰۶ دسپتمبردمیاشتې له ۱۶ نیټې څخه بیاد۲۰۰۷ کال دجنوري دمیاشتې تر۱۵ نیټې پوري دغزني ،خوست پکتیکا اولوګرپه ولایتونوکې دامریکايي ،کاناډايي ،انګلیسي ،هالنډي اوايټالوي عسکرو له خوا ترسره شول چې دبهرنیوځواکونودصادرې کړای شوې اعلامیې له مخې د۱۰۷ تنوبهرنیو ځواکونو اونامعلوم شمیر مخالفوطالبانوپه وژل کیدوسره پای ته ورسیدل.


۷ـ Falcon Summit یا  دلوړې  باز:
دغه عملیات د۲۰۰۶ کال د دیسمبردمیاشتې له پنځلسمې نیټې څخه بیاد۲۰۰۷ کال دجنوري تر۳۰ نیټې پوري دکاناډايي ،انګلیسي اوافغاني ځواکونوله لوری دکندهارولایت دپنجوايي په ولسوالې کې پیل شول ،او دبهرنیوځواکونوداعلاميې له مخې له نومړې ولسوالۍ څخه دطالبانوپه عقب نشیني سره پای ته ورسیدل.


۸ـ Achilles یا چوڼيدونکی مارغه :
په دغو عملیاتوکې چې  د۲۰۰۷کال  دمارچ دمیاشتې له شپږمې بیاد۲۰۰۷ کال دمي دمیاشتې تردیرشمې نیټې پوري دهلمند په ولایت ترسره شول؛ دامریکا ،انګلستان ،ډانمارک، ،هالنډ ،پولنډاوافغان ځواکونوګډون درلود.
دایتلافي ځواکونوداعلاميې له مخې دغه عملیات د۳۵ تنوبهرنیوعسکرو اود۷۵۰ تر۱۰۰۰تنو طالبانوپه وژل کیدوسره پای ته ورسیدل.


۹ـ   Hofer یابرقي جارو :
دغه پوځي عملیات دکاناډايي ، پرتګالي اوافغاني عسکروله خوا د۲۰۰۷ کال دمي دمیاشتې په ۲۴ او۲۵ تاریخ دکندهارولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې له طالبانوڅخه ددې ولسوالۍ دتصفیې په غرض  پیل شول، خو بي  له کومې نتیجې پای ته ورسیدل .


۱۰ـ Eagle Summit یا د بازڅوکه:
دغه عملیات د۲۰۰۸ کال داګست دمیاشتې له اوویشتمې نیټې څخه د سپتمبرتر پنځمې  نیټې پوري په کندهار اوهلمند ولایتونوکې دامریکایي ،فرانسوي ،انګلیسي ،کاناډايي ،استرالیایي ،ډانمارکي اوافغاني قواووله خوا په کار واچول  شول .
نوموړي عملیات چې یونیمه اونۍ یې دوام درلود بي له دې چې ایتلافی ځواکونه یې دنتائجو په هکله کومه اعلامیه خپره کړي پای ته ورسیدل . 


۱۱ـ   Hammer یاسندان :
دغه عملیات د۲۰۰۷ کال دجولای له څلورویشتمې نیټې څخه بیاتر۲۷ نیټې پوري دانګلیسي،امریکایي ډانمارکي،اوافغاني عسکروله خوا په هلمندولایت کې دطالبانودجګړې په لومړۍ کرښې باندې ترسره شول .
دغو عملیاتو چې دري ورځې یې  دوام درلود دبهرنیوځواکونوداعلامیې له مخې ددریوتنوانګلیسي عسکرو او۱۰۰تنو طالبانو په وژل کیدوسره پای ته ورسیدل.


۱۲ Harekate yolo یادیولو حرکت :
دغه عملیات د۲۰۰۷ کال داکتوبراو نومبر په میاشتوکې دجرمني ،نارويي ،ایټالوي ،هسپانوي ،لاتوي یايي اوافغاني ځواکونوله خوا دهیوادپه شمالي ولایتونوکې ترسره شول چې دبهرنیوځواکونولخوا یې دنتایجوپه هکله کومه اعلامیه نه ده صادره شوې .


Tiger paw یادپړانګ خپړه :
دغه عملیات دروان ۲۰۰۹ کال دجون دمیاشتې په ۱۹ نیټه دهلمندپه ولایت کې د۳۰۰۰انګلیسي ،ډانمارکي،استوانیایي، اوافغاني عسکروله خواپیل شوي  اوتراوسه هم دوام لري.
په نومړوعملیاتوکې تراوسه دیوه لوړرتبه انګلیسی افسرپه شمول ۱۵ تنه بریطانوي پوځیان وژل شوي.


۱۴ـ Dagger stab یادخنجرګذار:
 دغه عملیات دروان ۲۰۰۹ کال دجولای دمیاشتې په ۲ نیټه د۴۰۰۰ امریکايي او۶۵۰ افغاني عسکروله خوا دهلمند په ولایت کې ددولتي حاکمیت اودراتلونکو انتخاباتولپاره دزمینه سازي په غرض پیل شوي  اوتراوسه  دوام لري.
نوموړي عملیات دعراق په فلوجه ښارکې دامریکايي ځواکونوترهغوپراخوعملیاتوراپه دیخوا چې په ۲۰۰۴ ک یې ترسره کړل ترټولوستر عملیات بلل شوي.
دغه عملیات   دامریکا دسمندري پوځ له خوا دسلګونوجنګي شوبلو او۵۰ څرخي الوتکوپه وسیله پرمخ بیول کیږي.


یادونه :  
په پورتنۍ لیکنې کې دجګړې دطرفینو دتلفاتوپه اړه یواځې  دایتلافي ځواکونو دصادره کړل شویواعلامیوپه ادعا اکتفاشوې اودجانب مقابل لوري (طالبانو) دمطبوعاتي  چارواکو نظرته پکې ځا ی نه دی ورکړل شوی.
د لیکنې  ټول  معلومات اوارقام د   الجزیره نټ    عربي ویب پاڼې په استناد لیکل  شوي.
http://www.aljazeera.net/NR/exeres/DA6C94A2-CC92-4521-8C0A-74FA90B31693.htm

Copyright Larawbar 2007-2024