کور / تازه خبرونه / طالب قوماندان دموسا كلا ولسوال وټاكل شو

طالب قوماندان دموسا كلا ولسوال وټاكل شو

پنځه څلوېښت كلن ملا عبدلسلام دهلمند دناارامي ولسوالي موساكلا ولسوال ټاكل شوى دى ، نوموړى دطالبانو دواكمنۍ پر مهال تقريباً يوه مياشت داروزګان ولايت سرپرست والي وواو تر هغه ولايت وروسته دلږ مودې لپاره دهلمند دكجكي ولسوالي ولسوال طالبانو وټاكى ، ډېر وخت ولسوال نه شو پاتي او دطالبانو له لوري له ولسوالي څخه ګوښه كړل شو خو بيا هم ملا عبدلسلام څه ناڅه ملاتړي لرل او دهغوى په مټ يې په سيمه كې ځان ساته . 


 كله چې دطالبانو واكمني ړنګه شوه ملا عبدالسلام عليزى دهلمند دپخواني والي شېرمحمد اخندزاده له لوري بندي كړل شو او له شپږ مياشتي بند نه وروسته دسيمه ييزو اوسېدونكو په هڅو خوشي كړل سو . تر خوشي كېدو وروسته ملا عبدالسلام پر خپل كور ناست وو او ويل كېږي چې دهلمند پخواني والي شېر محمد اخندزاده ته يې ډاډوركړى وو چې دى به نور فعاليت نه كوي خو چې كله شېرمحمد اخندزاده دهلمند له ولايته ګوښه او دمشرانو جرګې غړى شو ملا عبدالسلام بيا په طالبانو كې په فعاليت لاس پوري كړ .


 ده ته نيژدې سرچينې وايي چې نوموړى دهلمند دزمينداور دشاكارېز اوسېدونكى دى او له څلورو ودونو څخه شا وخواشل اولادونه لري. ملا عبدالسلام په داسي حال كې دهلمند دموساكلا ولسوال وټاكل شو چې شا وخوا يوه مياشت وړاندي موساكلا ولسوالي افغان حكومت تر خپلې ولكې لاندي راوسته .


دده دولسوال كېدو يو علت داښودل كېږي چې نوموړي څه موده وړاندي چې لا هم طالب قوماندان وو په پلازمېنه كابل كې له چارواكو سره پټي ليدنې كړي وې او له هغه وروسته يې دطالبانو له لوري دهلمند دوالي ملا عبدالرحيم اخند سره ژور اختلاف پيداسو او هغه يې دمحاكمه كولو هڅه كوله او نوموړى له افغان حكومت سره يوځاى شو .


موسا كلا ولسوالي تراوږدو جګړو چاودنو اوبمباريو وروسته ددوه زره اوم ميلادي كال په ډسامبر كې دنړۍ والو ځواكونو په مټ افغان حكومت له طالبانو څخه ونيوله او هلته يې دافغانستان ملي بيرغ ورپاوه . موساكلا دهلمند په شمال كې پرته غرنۍ ولسوالي ده او په دې وروستيو كې دهلمند ترټولو ناارامه سيمه بلل كېده .