ننګرهار: دناټويوسرتېرىووژل شو دوه ټپيان دي

ميرويس افغان | جنوري 7th, 2008


ايساف وايي چې دننګر هار ولايت په كوټ ولسوالي كې ديوې چاودنې په ترڅ كې يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي پېښه دننګرهار ولايت په كوټ ولسوالي كې شوې ده .


دباګرام له هوايي ډګره خپره شوې خبرپاڼه وايي چې چاودنه په داسي حال كې وشوه چې نړۍ والو ځواكونو يوبم خونسا كاوه . دخبرپاڼي په وينا چې لومړى افغان چارواكو نړۍ والو ځواكونو ته ديوه ماين دشنډولو لپاره دمرستي غوښتنه وكړه خو چې كله نړۍ والو ځواكونو دماين په شنډولو لاس پوري كړ دوهمي چاودنې دوى ته مرګ ژوبله ورواړوله .


 ټپي سر تېري نېژدې روغتون ته لېږدول شوي خو دروغتيايي حالت په اړه يې څه نه دي ويل شوي او په خبرپاڼه كې داهم نه دي راغلي چې دپېښي قرباني شوي سرتېري دكوم هيواد اوسېدونكي دي البته دابايد وويل شي چې په ننګر هار ولايت كې ترډېره هده امريكايي سرتېري مېشت دي.  

Copyright Larawbar 2007-2024