کور / تازه خبرونه / په خوست كې ګډ چاڼيز عمليات دوام لری

په خوست كې ګډ چاڼيز عمليات دوام لری

دغه عمليات دروان لمريزكال دمرغومي مياشتې په پنځمه نېټه ددې ولايت ديعقوبيواوصبريو،باك اوتڼيوپه ولسواليوكې پيل اوتراوسه لادوام لري .
په خوست كې دتندرقول اردودمطبوعاتي دفترظابت مستك ځاځي وويل چې دغه ګډچاڼيزعمليات دخوست خلكواومشرتابۀ په خوښه پدې ولايت كې د۲۰۳ نمبرتندرقول اردو ،داولې لواقوماندان ډګروال محمداسرارپه نېغه قومانده په يادوشويوولسواليوكې شوي چې دهمدې قول اردوقوماندو كنډك ،ملي پوليسواواېتلافي ځواكونوپكې برخه لري .



ددۀ په وينا ددې عملياتوموخه له دښمن څخه دبېګناه خلكوبېلول ،له تلافاتوڅخه دبېګناه خلكوژغورل ،خلكوته ددولت دپاليسيوبيانول ،دخوست له خلكوسره لاسنيواى اومرستې كول ،قومي جرګې اوشوراګانوجوړول ،دخلكوله ستونزوڅخه ددولت دلوړومقاماتوخبرول ،اونور  ورته كارونه دي چې تردې دمه په پوره برياليتوب سره ترسره شوي .



نوموړي دلاسته راوړنوپه برخه كې وويل چې ددې عملياتوپه ترڅ كې ترننه پورې پنځوس ميله بېلابېلې وسلې او۴۵۷ صندوقه دزيګويواودهشكې مرمۍ ترلاسه اوپنځه كړۍ بېلابېل ماينونه كشف اوناكاره شوي .
نوموړي ووې چې ديادوشويوعملياتوپه ترڅ كې ترننه پورې ۳۶ تنه شكمن كسان نيول شوي چې تراوسه ترڅيړنولاندې دي .



مستك ځاځي ووې : په هغوګډوځواكونوپسې چې پدې عمليانوكې يې برخه لري لس ماينونه چاوديدلي دي چې په پايله كې يې يوامريكايۍ مشاور،ديوافغان ژباړن په شمول دوه تنه دولايتي بيارغاونې ډلې افغان ساتونكي وژل شوي ،اوددوه تنواېتلافي سرتېروپه شمول يوافغان ژباړن ،يودملي پوليسوسرتېرۍ اويوتن  ملكي وګړى ټپيان دي .



دنوموړي دمالوماتوله مخې ددې ګډوچاڼيزوعملياتوپه اوږدوكې تردې دمه ۲۹۵ ترشك لاندې كورنۍ تلاشي شوي هم دي .