کور / خبرتیا او پيغامونه / دوه افغان ښوونكي له دې نړۍ وكوچېدل

دوه افغان ښوونكي له دې نړۍ وكوچېدل

دكابل پوهنتون دساينس پوهنځي دكيميا اوبيولوژي دڅانګي ښونكى ډاكتر محمد صديق اميري له ۱۳۴۶ هجري لمريز كال راپدېخوا دعلمي قدر غړى وو او له ډېره علمي كاره وروسته يې دروان كال دمرغومي دمياشتي پر  ١٧مه،له دې دنيا سترګي پټي كړې . روح دي ښاد وي . 


استاد کاظم آهنګ


 



 دژورناليزم دپوهنځي درسنيو دڅانګې استاد پوهاند کاظم اهنګ هم له دې دنيا په داسي حال كې سترګي پټي كړې چې اوس په هيواد كې دژورناليزم ډګر تربل هروخت تود اوګړندى ښكاري .


 


دواړو ښوونكو دخپل ژوند خوږې اوترخې له كابل پوهنتون سره تړلې بللې او دافغانستان داوږدې غميزي پر مهال يې ستونزمن ژوند كړى وو. له دې دنيا ددوى كوچېدل دكابل پوهنتون لپاره يو يوه لويه ضايع بلله كېږي . دوى له ورپېښي ناروغۍ څخه په خپل مرګ مړه شول .