کور / تازه خبرونه / كندهار: واوري دلته هم ځان راښكاره كړ

كندهار: واوري دلته هم ځان راښكاره كړ

له څه دپاسه لسو كلونو وروسته په كندهار غوندي ګرم ولايت كې هم واوري خپل وزر وغوړاوه . لكه څرنګه چې دكندهار ګڼ اوسېدونكي واوري ته تږي وو هم داشان يې مځكي هم واوره په ډېره چټكۍ سره له خپله مخه ټوله كړه .


دكندهار ګڼ اوسېدونكي دواوري په اورښت خورا خوشاله ښكارېدل او دديولونو او موټرونو له چتونو څخه يې واوره راټولوله خو داچې كندهار يو دافغانستان له خورا ګرمو ولايتونو څخه دى نو سهار ډېرژر سپيني واوري ځان له خلګوڅخه ګوښه كړ .


دكندهار په ګاونډي ولايت زابل كې هم ډېره واوره شوې او دواوري داورښت له كبله دلري پرتو ولسواليو مواصلاتي لاري بندي دي . دكلات ښار ګڼو اوسېدونكو دټليفون پركرښه لراوبرويپاڼي ته وويل چې واوره اوس تر يوه لوېشت ډېره شوې ده .


ديادولو وړده چې دكابل كندهار لويه لاره له تېري ورځي راپدېخوا دډېري واوري داورښت له كبله بنده ده . اوس دافغانستان ډېرى وګړي په دې باوردي چې ښايي سږ كال به دنورو كلونو په پرتله آباد كال وي ځكه په كندهار كې هم واوره وشوه .


د زابل د واوري د نن سهار انځور


په واورو ښکلی زابل