کور / تازه خبرونه / دموسا كلا ولسوال: امنيت راولم او بيا رغاونه ګړندۍکوم

دموسا كلا ولسوال: امنيت راولم او بيا رغاونه ګړندۍکوم

دهلمند دموساكلا ولسوالي نوي ولسوال ملا عبدالسلام لر اوبر ويپاڼي ته وويل چې دولس ملاتړ راسره دى اوډېر ژربه دده په خبره په موسا كلا كې امنيت ټينګ كړي .


نوموړي وويل چې طالبان دوې ډلي دي او يوه ډله يې ده دهيواد دښمنان او بله ډله يې دځان ملا تړي وبلل چې دده په خبره په هيواد كې دسولي بهير ته نېژدې دي .


ملا سلام وويل چې دموسا كلا ولسوالي دبيا رغونې لپاره يې ښه پلان جوړ كړى او ډېر ژربه دموسا كلا ولسوالي ورغوي . نوموړي دسيمي له اوسېدونكو دلا نوري مرستي غوښتنه وكړه او زياته يې كړه چې امنيت سوله او بيا رغونه دولس له ملاتړ سره تړاولري ، ملاسلام يوازي څلور ورځي وړاندي دهلمند په شمال كې دناارامي ولسوالي موسا كلا ولسوال وټاكل شو.