کور / تازه خبرونه / هرات : يخنيو اته تنه ووژل

هرات : يخنيو اته تنه ووژل

دهرات دزنده جان ولسوالي اوسېدونكوخبر وركړ چې په ولسوالي كې سختو يخنيو اته كسان وژلي دي . په زنده جان ولسوالي كې پرله پسې اورښتونو نور مالي تاوانونه هم اړولي دي چې تردامهاله يې دقيقه اندازه نه ده مالومه .


دهيواد دځينو نورو برخو په څېر دهرات ولايت دګڼو برخو مواصلاتي لاري داورښتونو له كبله بندي شوي دي او دهرات دسرې مياشتي رياست په زنده جان ولسوالي كې داتو كسانو مړينه تاييد كړې ده . خبريالان وايي چې په سالنګونو كې ترشپېتو ځايونو ډېره واوره ښوېدلې ده او په سالنګونو كې لاري بندي دي .


 بلخوا دهيواد په ډېرو برخو كې پرله پسې اورښتونو تاوانونه اړولي دي او دګڼو سيمو مواصلاتي لاري بندي دي . دزابل ولايت له ارغنداب، داييچوپان، شملزواو نوبهار ولسواليو څخه راپورونه وايي چې اورښتونو تاوانونه اړولي دي خو افغان چارواكولا په دې اړه غبرګون نه دى ښودلى البته دكندهار دغورك ولسوالي اوسېدونكي وايي چې هلته هم باران