کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / يوه غلطي او پنځه كاله سكوت

يوه غلطي او پنځه كاله سكوت

 

ولسمشر كرزى د خپل كمپاين په لړ كې كندهار ته ولاړ.

دا د ولسمشر د كمپاين لومړنى سفر دى چې يوه ولايت ته يې ترسره كوي.

كرزي د كمپاين په موخه خپل لومړني سفر ته ځكه كندهار غوره كړ چې د ده پلرنى ټاټوبى دى او فكر كيږي چې د پښتنو تر منځ د ده ګڼ پلوه سيمه كېداى شي همدا وي.

له دغه سفر څخه د كرزي دوه موخې وې.

يوه دا چې كمپاين وكړي او بل دا چې معلومه كړي په دغه سيمه كې محبوبيت يې څومره كم شوى او بيا وكولى شي د محبوبيت د اعاده كولو له پاره په لارو چارو فكر وكړي او د كمپاين پر مهال يې په پام كې ونيسي.

په هغه غونډه كې چې ده له پاره د كندهار په ښار كې جوړه شوې وه او د ځينو قومونو كسان ورته بلل شوي وو، د وينا او كمپاين مهم ټكي دا وو، كه دا ځل هم چې څلورم ځل به يې وي پاچا شي، نو له طالبانو سره به خبرې كوي، سولې ته به كار كوي، له بهرنيو هيوادونو سره به خپلې اړيكې سموي او جنګي جنايتكاران به محاكمه كوي.

د كرزي دغه څرګندونې لاندې پوښتنې زېږوي.

لومړى دا چې ده دا اته كاله څه كول چې له طالبانو سره يې خبرې نه كولې، سولې ته يې كار نه كاوه او اصلاً ولې دا اته كاله يې دا كارونه خپل مسووليت نه باله؟

بل دا چې اوس څه تضمين شته كه ده ته خلك رايې وركړي، نو دى به لكه تېر ځل نه كوي او كړې وعدې به ترسره كوي؟

مسالې ته لږ ژور ښكته كېږو او لږ څه يې شنو او څېړو يې.

ايا د جنګي جنايتكارانو د محكمه كولو هوډ او جرئت به كله هم كرزى وكړاى شي؟

كه چېرې د ده مرستيالانو، وزيرانو، پارلمان او په هيواد كې شته مافيايي ګروپونو ته وګورو نو دا هوډ او جرئت به هيڅكله هم په ده كې ونه زېږول او ونه ليدل شي.

تر اوسه خو كوم څه چې كرزي صيب كړي دا دي چې جنايتكاران او فاسدان يې واك ته رسولي، د هغوى ننګه يې كړې او د دوى د معافيت منشورونه يې تصويب او لاسليك كړي دي.

يا په بله وينا، چا چي څومره پښتانه وژلي او ځورولي، ده نازولي، اتلولۍ او مډالونه يې وركړي دي.

بل دا چې كرزى صيب د جنګي جنايتكارانو د محكمه كولو خبره ولې له كندهاريانو سره مطرح كوي، دغه خو يوه ملي غوښتنه ده چې بايد په كابل، هرات، ننګرهار، پنجشېر، مزار او بدخشان كې هم مطرح شوې واى؟

خو خلك پوهېږي چې د كرزي له خوا د جنګي جنايتكارانو محاكمه د موږك په لاس د پيشو په غاړه كې د زنګ اچولو په مانا دي او كرزى غواړي په دې خبرې سره كندهاريان تېر باسي او هغوى ته داسې وپوهوي چې ستاسې د بچيو وژونكي پنجشېريان، ازبكان او هزارګان به درته لاس تړلي او پښه تړلي په دارونو ورپورته كړم او د ليلې دښتې غچ به درته واخلم.

ښاغلى كرزى بايد په دې وپوهېږي چې 5000 كاله پر يو چا حكومت كول كومه اسانه خبره نه ده چې پښتنو د سيمې پر قومونو كړى او نه به له ده نه پرته څوك له نانوايي او يا كوم امريكايي هوټله په پښتنو كې دغه مقام ته رسېدلى وي، بلكې د پښتنو حاكميت په حكومتدارۍ كې پـښتنو د تجربې پر اساس دى او د حكومتدارۍ تجربې پښتنو ته ښودلې((كه تا ويل چې زه يم او ما ويل چې زه يم، نه به ته يې او نه به زه يم او كه تا ويل چې ته يې او ما ويل چې ته يې، هم به ته يې او هم به زه يم))، نو په دې بنسټ پښتنو ته د جنګي جنايتكارانو محاكمه كول له تېغه د پنجشېريانو، ازبكانو او هزاره ګانو د وېستلو په مانا نه دي، بلكې هغه يو په يو د جنايتكارانو د محاكمه كولو په مانا دي كه هغه په توكم پښتون، ازبك او يا بل او ان كه ستا دوه مرستيالان هم وي.

په دې سره كرزى يو ځل بيا غواړي لكه د تېر په څېر ټاكنې د توكميز كېدو په لور يوسي او يو ځل بيا د پښتنو احساسات د ځان له پاره استعمال كړي، خو پښتانه لا پخوا په دې پوهېږي چې پښتون كانديد ته به د خپل پنجشېري مرستيال په شتون كې بيا هم په پنجشېر كې يوازې 14 رايې وي، د رايو بوج ته به پښتانه اوږه وركوي، خو دا ځل د تېر ځل غوندې نه دى چې پښتانه د جنګسالارانو پر وړاندې يوازې يو كرزى كانديد لري، بلكې احمدزى هم لري.

په هر صورت، كاشكې چې كرزي د جنګي جنايتكارانو د محكمه كولو خبره يو ځل په پنجشېر، جوزجان او باميان كې هم كړې واى.

د دولت له مخالفانو سره د خبرې كولو په اړه بايد وويل شي چې كرزي صيب په خپله اته كلنه دوره كې هم دا هڅې كړي او څو ځله يې پر هغوى د خبرې كولو غږ كړى دى، خو دا غږونه لكه د چرګانو اذانونه تش غږونه وو، د جوړجاړي پلان او تګلار يې ورته نه درلوده او تر اوسه كرزي له طالبانو سره جوړجاړى نه دى تاييد كړى، كوم كميسيون چې په دې اړه جوړ شوى هغه هم د تسليم شويو مخالفينو د كارونو رسيدګي كوي او اصلاً كرزي د هغه چا مخه نيولې چې له مخالفانو سره د جوړجاړي او په هيواد كې د سولې ټينګښت په تكل كې دي.

د افغان ولس او پښتنو د ټكولو له پاره په لويديځ كې نوم(ترهګري) اختراع شو، كرزي صيب پرې د تاييد مهر لګولو سره تراوسه هغه ته مشروعيت بخښلى دى.

 د كرزي صيب د تېرو اتو كلونو حاكميت وښوده، كه طالبان هزاره ګان، ازبكان، بدخشانيان او پنجشېريان واى، نو روغه به هم ورسره شوې واى او ولسوالۍ به يې هم ولايتونه شوي واى، خو دا چې د دوى اكثره پښتانه دي او د خپلو بچيو، كليو او بانډو د ساتنې له پاره ځانونه بي 52 الوتكو او ډيزي كاټر بمونو ته ډال كوي او نه شي كولى خپل اولادونه په وړيا امريكايي پوځي لابراتور(هلمند، كندهار، زابل، روزګان، غزني …) ته ډالۍ كړي، د تېښتې لارې پرې هم تړل شوي نو نه پوهېږو چې د پښتنو دغه ناچاري ولې د كرزي او د ده د بهرنيو دوستانو په ذايقه بده لګېږي او پر پښتنو تپل شوې جګړه چې نړيوال بشري جنايت دى د لندن او واشنګټن دفاع بولي.

دغه نالوستي كليوال او بانډوال په كومه ګناه وژل كيږي؟ د دغو كليوالو په سلو كې د اتياو يې لمونځ سم نه دى زده، القاعده او ايډيالوژيكه جګړه او د نيويارك د برجونو نړول خو د دوى له سويې ډېره پورته خبره ده.

كه سرونه په ګرېوان كې واچوو دوى او ترهګري ډېره لرې خبره ده، كرزي صيب ا واوباما ته چلنج دى هغه كليو او بانډو ته دې ورشي چې دوى يې د ترهګرو په نوم پېژني او وايي چې د امريكې او برټانيې امنيت ته يې ګواښ پېښ كړى دى، د امريكې او انګلستان په اړه دې وپوښتي كه دوى په جغرافيه او نقشه كې هم دغه هيوادونه سهي كړاى شول، نو بيا دوى مجرم، كه دا سې نه وي نو دوى ولې په اختراع شوي فرضي نوم يانې ((ترهګري)) د دوى له خوا وژل كيږي.

او دا خو كله هم د دوى د وژلو له پاره دليل كېداى نه شي كه وويل شي چې د طالبانو او القاعدې مشران او يو شمېر بهرني استخبارات دوى د خپلو ستراتيژيكو موخو له پاره استعمالوي.

دا خو د نړيوالو او ښاغلي كرزي صيب مسووليت نور هم زياتوي چې ولې يې تر اوسه ونه كړاى شول خپل ولس خپل كړي، دوى چې د خپل ولس د خواخوږۍ او نړيوال يې د ژغورلو او چوپړ باټي وهي، ونه كړاى شول چې دوى په خپلې دوستۍ او ورورګلوۍ قانع او باوري كړي.

ايا له دوى سره خواخوږي او چوپړ د دوى د وژلو، ترټلو، تړلو او ربړولو په مانا دي.

كه چېرې د دوى په فرهنګ كې د بشري حقوقو، ډموكراسۍ او نړيوال ملګرتوب مانا وژل، ترټل، تړل او ربړول وي، نو بيا خو انسانيت او نړۍ ته دا په كار دي چې له دې جنايت او ابتذال څخه ځانونه وژغوري او نور دوى  په خپله پوهېږي چې بايد څه وكړي.

يو ځل مخكې كمونستانو هم له ولس سره د دولت جګړې ته داسې رنګ وركاوه چې د دوى دولت د كارګرانو او بزګرانو دولت دى، فيوډالان او پانګوال يې نه شي ليدلاى او پر وړاندې يې جنګيږي، خو حقيقت بيا دا وو چې فيوډالانو او كاپيټالانو په لويديځو هيوادونو كې سرونه په سيوري كړي وو او همدغه بزګران او كارګران د دوى په اصطلاح د انقلابي رژيم پر وړاندې جنګېدل.

د جګړې حقيقت دا دى چې پخوا هم ولسونه د شوبلو په زور له خپلو كليو، كورونو او هيواد څخه  شړل شوي وو او له مجبوريته يې د لويديځوالو، پاكستان او ايران نادودو ته د خپل ژوند، كليو او كورونو د ژغورلو او خپلولو له پاره غاړه ايښي وه او اوس هم دغه نادوده پرې روانه ده د دولت او بهرنيانو له خوا افغانان د بي 52 په زور شړل كيږي او له بدې ورځې د طالبانو او القاعدې د قوماندانانو او مشرانو غېږ ته پرېوځي او دوى يې د تمساح اوښكو په تويولو سره خپلوي او خپلو ناوړو موخو له پاره يې استعمالوي.

پوښتنه اوس دا ده چې په افغانستان كې د جګړې او نړيوالو ستراتيژيو فساد په څه سره له منځه تلاى شي؟

ايا د افغان ولس په حذف او بشري جنايت سره؟

كه برعكس د فساد په حذف سره؟

تاريخ په ثبوت رسولې لكه څنګه چې وينه په وينې سره نه پرېمنځل كيږي همدا راز فساد په فساد او جنايت په جنايت سره د له منځه تلاى نه شي، بلكې فساد، فساد او جنايت جنايت زېږوي.

اصلاً په افغانستان كې جګړه، پاليسۍ، ستراتيژۍ او سياستونه بيا كتنې او تميم ته اړتيا لري اوس له پاره په افغانستان كې جګړه د جګړې له پاره ده او جنايتونه د جنايتونو مخنيوي له پاره كارول كيږي.

 كرزى صيب د ولسمشر په توګه بايد ډېر پخوا دغو حقيقتونو ته متوجه شوى واى او د خپل ولس خپلولو ته يې ملا تړلې واى او هغه يې د نړيوالو ستراتيژيو له فساد او مخامخوالي څخه ساتلى واى.

كه څه هم كرزي صيب اوس ډېره ناوخته كړې، خو بيا هم د اړتيا په توګه كه كرزى او يا بل كانديد په دې اړه څومره ژر اقدام كوي، هومره د هيواد په ګټه دى.

د پښتنو پر وړاندې د كرزي صيب د اته كلن سياست تېروتنه همدا وه چې له امله يې اوس پښتنو د ده له ملاتړه لاس اخيستى، كرزي صيب د پښتنو پر وړاندې داسې سياست ته لاس واچوه او يا يې ننګه وكړه چې په لړ كې يې بايد هرومرو د پښتنو تقدير په ډيزي كاټر بمونو، د ګلم جمو، امريكايانو، برتانويانو او نورو جنګي جنايتكارانو په شوبلو، تېريو، ظلمونو او ډزو سره وليكل شي.

پښتنو ته د كرزي صيب په تېر اته كلن حاكميت كې جګړې، وژنې، ترټنې، ربړې، بې عزتۍ، كډوالۍ، يتيمتوب، كونډتوب، بوره توب، بېوزلي او فقر په برخه شول، اوس څنګه پښتانه كولى شي كرزى يو ځل بيا وازمايي.

بله خبره چې كرزي صيب كړې ده هغه له ګاونډيو او نړيوالو هيوادونو سره د اړيكو جوړول دي. 

د نړيوالو اړيكو د جوړولو په اړه خو كرزى صيب هيڅ ستونزه نه لري، ده خو خپلې اړيكې څو كاله وړاندې له نړيوالو او په تېره له امريكايانو سره جوړې كړي، خو غم د پښتنو دى چې نړيوال يې ترهګر بولي، كرزى صيب پرې د تاييد مهر لګوي او د نړيوال فشار له وېرې څوك دوستۍ ته يې زړه نه ښه كوي او له بدې ورځې د پاكستان او ايران پر استخباراتو تاوان شوي او هغوى يې هم د خپلې ستراتيژيكي سيالۍ د پر مخ بيولو له پاره لكه د قربانۍ پسونه په خورا بې رحمۍ سره قتلوي.

كرزي صيب خو دغه اړيكې لا پخوا د ستراتيژيكو او ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم په تړونونو سره د نابرابرۍ په لور وړي دي او اوس چې كرزى صيب ورسره ژمن دى، نو څنګه كېداى شي په اړيكو كې بدلون او پرمختګ رامنځته شي.

كرزي صيب خو په افغانستان كې د جنايت ترسره كوونكو جنايتكارانو د محكمې او په پرېكړو كې د وروستي تصميم نيولو صلاحيت بهرنيانو ته سپارلى، يا په بله وينا افغانان يې لاس تړلي او پښه تړلي د پرديو پرېكړو ته سپارلي، نو اوس ان د ځان په اړه فكر كول څه مانا لري.

په دې اړه خو همدا اوس هڅې روانې دي او د بهرنيو چارو وزارت په ډاګه كړې كه يو شمېر تړونونه اصلاح او ړنګ نه شي، نوافغانستان پر بهرنيو ځواكونو د فشار راوړلو صلاحيت نه لري.

درنو پښتنو وړونو او په تېره د كندهار، روزګان، زابل، هلمند، فراه او غزني پتمنو پښتنو تاسو به هم دا شان فكر كاوه چې ګوندې په ځينو كارونو كې كرزى د ملي جبهې او امريكا تر فشار لاندې دى، خو كه په دې وروستيو كې د امريكې سفير په وړاندې د ده غبرګون او پټكو ته چې له كانديدانو سره يې د كتنو او مركو لړۍ پيل كړې وه او بيا يې پرې بنده كړه، يا د امريكې د خوښې پر خلاف د مارشال فهيم او جنرال دوستم نويو ټاكنو او يا د كمپاين په برخه كې سترو سرغړونو ته پام وشي،  نو سړى دې پايلې ته رسېږي چې دا امريكا نه ده چې پر كرزي حكومت كوي او د ده د ناكامۍ او بربادۍ لامل شوې، بلكې دا كرزى دى چې پر امريكايي واكمنو په چل او ول سره حكومت كوي او په افغانستان كې د هغوى د ناكامۍ او بربادۍ لامل شوى دى.

بلخوا د ټاكنو لومړنيو ارزونو ښودلې چې اوس هم كرزى له مطرح كانديدانو څخه دى او كېداى شي دومره رايې يوسي چې له ډاكتر عبدالله او يا اشرف غني احمدزي سره د ټاكنو په دويم پړاو كې سيالۍ ته ودرېږي.

كه چېرې كرزى له عبدالله سره په دويم پړاو كې سيالۍ ته راووت، نو په دې صورت كې پښتانه به له عبدالله څخه كرزي ته لومړيتوب وركړي او كرزى به يو ځل بيا د پنځو كلونو له پاره پر دولت تحميل شي.

لكه څنګه چې يو امريكايي قوماندان هم نظر وركړى، دا ځل به هم پر دولت د كرزي په تحميلېدو سره حالات د تېر ځل غوندې په ټپه ولاړ وي او په داسې حال كې چې سل په سله خلك په هيواد كې بدلون ته په تمه دي، نو په داځل پر دولت د كرزي په تحميلېدو سره به خلك خورا خواشيني شي او دا به په هيواد كې د ګډوډيو له زياتېدو او جګړې له تودېدو سره مرسته وكړي.

خو له دې هم بتره به دا وي چې ټاكنې ډاكتر عبدالله يوسي، ځكه عبدالله له يوې خوا د ولسمشرۍ وړتيا نه لري او له بلې خوا د شمال ټلوالې غړې دى چې نوموړې ټلواله د اوږدې مودې له پاره په واك كې وه او د خپلې واكمنۍ پر مهال يې د پښتنو، هزاره ګانو او ازبكو پر وړاندې زيات جنايتونه ترسره كړي دي او نوموړي قومونه ورته د دښمن په سترګه ګوري.

ډاكتر عبدالله عبدالله دا مهال له پښتنو سره د دښمنۍ او واك په سر د سيالۍ په پلمه  ټول غير پښتني قومونه سره راټول كړي او ډاډ يې وركړى چې كرزى د پښتنو تر منځ بې اعتباره شوى څوك ورته رايې نه وركوي او اشرف غني احمدزى هم  لكه څنګه چې د پښتنو په كليو كې يې كم خلك پېژني، نو نه شي كولى ټاكنې وګټي.

دى فكر كوي چې د پښتنو رايې وېشل شوي، كه نور قومونه يو موټى شي او عبدالله ته رايې وركړي نو عبدالله به هرو مرو ټاكنې وګټي.

اوس كه ولسمشر په يوه بالقوه سنګر او قومي مخامخوالي سره واك ته راځي  او د چارو په سر كې ځاى نيسي، نو څرګنده ده چې ټولنيز عدالت او خونديتوب تر پوښتنې راولي.

نظار شورا د واك په مخكني پېر هم پر قانون د بريد، واك د انحصار او له دولت څخه د نورو قومونو د حذف اجنډا مخته وړې وه او اوس هم له ډاكتر عبدالله څخه د قوم پالو ګوندونو او اشخاصو ملاتړ په همدې موخه دى.

پر قانون د تېريو اجنډا اوس هم د عبدالله په كاري لومړيتوبونو كې ده او خلكو ته د دغه تېريو د ترسره كېدو وعدې وركوي.

د ده د دولت د واك رياستي سيستم په پارلماني د بدلولو وعده چې د ولسمشر له صلاحيت څخه پورته د لويې جرګې كار دى، په ډاګه ښيي چې عبدالله د خپلو اجنډاو د پلي كولو له پاره له قانون څخه د سرغړونو او درغليو په لټه كې دى.

دولت د واك سيستم بدلول د لويې جرګې صلاحيت دى او د لويې جرګې د غړو په ارادې او پرېكړې پورې اړه لري، اوس چې دى يې د بدلولو ډغرې وهي، نو ښيي چې دى له واك څخه د ناوړې ګټې د پورته كولو له چمتووالي سره ولسمشرۍ ته ورځي.

      

پورتنيو ګواښونو ته په كتنې سره قومي مخامخوالى او د پښتنو ضد سنګر رامنځته كېدل د پښتنو او هيواد په زيان دي او تر بل هر قوم پښتانه زياته اړ دي چې مخه يې ونيسي.

اوس چې له يوې خوا پښتانه له كرزي ناراضه دي او له بلې خوا د ډاكتر عبدالله له خوا ورته سخت ګواښ متوجه او بد برخليك په لاره دى، نو په داسې شرايطو كې سترګې يوازې اشرف غني احمدزي ته اوښتى شي.

پښتانه مخكې له دې چې وخت له لاسه وركړي بايد له اشرف غني احمدزي  سره د يو تعهد له مخې پرېكړې ته ورسېږي.

زه دا د غني د كمپاين له پاره نه وايم او دا هم ورسره اضافه كوم چې له غني نه بايد د پښتنو د ملاتړ په بدل كې، د ستونزو د هوارۍ، هيواد ته د سولې او امنيت ګرځولو، ټولنيز عدالت د ټينګولو، ملي يووالي او رڼې دولتدارۍ كلك تضمين واخيستل شي.

پښتانه په دې حساس وخت كې بايد هېر نه كړي چې يوه ثانيه غفلت ورته كلونه كلونه ذلالت په برخه كوي.

اوس كه د دوى د غفلت له امله خداى ناخواسته ډاكتر عبدالله عبدالله په خپله ناوړه هيله كې بريالى كيږي، نو پښتانه به هرو مرو يو ځل بيا د پنجشېر-بدخشان_باميان د ايتلاف تر ربړو او استثمار لاندې راشي.

پښتنو روڼاندو، مشرانو او كانديدانو ته په كار ده چې ډېر محترمانه له كرزي صيب څخه وغواړي چې دى نور د افغانستان او پښتنو درد د درملنې نه دى او غني ته اجازه وركړي چې رامخته شي.

ځكه غني كه د سياست په برخه كې هيڅ هم ونه كړاى شي، د ښه مديريت خاوند دى او له دې لارې د هيواد ناسامانيو ته به خو كم تر كمه يو څه سروسامان وركړي.

لكه څنګه چې وايي له سياست څه اقتصاد او له اقتصاد څخه مديريت ښه دى.