کور / ترخې خبري / هسې په زخمونومالګې مه دوړوئ

هسې په زخمونومالګې مه دوړوئ

                                                                                                                                                                    
بي بي سي وایي چې اوبامابیاپه ښي اړخ راجګ شوی اودافغانستان په شمال کې دشهیدوطالبانودمرګ پلټنه کوي .کرزی چې دازبکودرایودګټلولپاره دوستم دګورت بیډی بولي دسیامک هراتي په خوله یې اعلان کړه چې که له د وستم نه پوښتنه کیږي بیادې دهغه وخت دبوش دحکومت له پوځي اواستخباراتي چارواکونه هم وشي چې هم یې دوستم له سره وزیږاوه اوهم یې قلعه جنګي بمبارکړه .
داخودجګوښاخوخبرې دي که راشوټیټوته دشمال دتراژیدۍ یوځل بیارایادیدودنوروهیوادوالو غوندې وزګارلیکوال هم بې اغیزې ندي پرې ایښی ځیني چې لږشانته انساني عاطفه اودمسلمانۍ درد لري ددې تراژیدۍ دڅرنګوالي وحشت اودهشت بوږنولي نوځکه یې زبون وهل شوی اوسره له دې چې موضوع ګرمه ده دوی هیڅ هم نه پرې لیکی اوټول درد اودوک په زړه تیروي .
خوځینې نوربیاچې نه پوهیږم کوم مشرب ته متعهدیې وبولم په دې برخه کې لیکنې کوي خوتروروستۍ کچې هڅه کوي چې دپیښې دقربانیانوداقرباوو خواخوږواودکورنیودغړوپه زخمونومالګې ورودوړوي .
له دې جملې مې یوه لیکنه هم شیبه وړاندې په ټول افغان کې ولوسته چې ( عتیق نااشنا) نامي لیکلي په لیکنه کې لومړی دشهیدوطالبانودوژنې دحالت زړه دردوونکي خبرې اوجزیات رابرسیره شوي چې دټولو رښتیاوالی هم کره نه بریښي وروسته ددې په ځای چې دلیکوال له قلم څخه دانساني عاطفې یاله دې مظالمودمتاثرکیدوڅه توري راووزی په پوره بې باکۍ خبره په دې فیصله کوي چې طالبانودیوه اوبل په غوښوخولې ولګولې اودپړسیدلوکبانوپه شان له کانتینرونوراتویي شول .
خیر  . دنوموړي دابی حسي خوبه ځکه وروبښوچې ښايي دی به ځان ژورنالست فرضوي اوژورنالستان خوبیاوايي چې مونږ یوازې سترګې لرو چې پیښې پرې ووینوزړونه نه لروچې په چاودردیږي .
خبره وروسته ډيره دردونکې ده چې نوموړی لیکوال په همدې شهیدوطالبانو اوهغوپه مشرانوچې زیاتره یې همدلته قرباني شول دغلامانوټاپې لګوي اووايي چې دا آی ایس آی لپاره یې دانجام قبول کړ.
زه نه پوهیږ م چې دغه ډول لیکوالانوپه کوم کتاب قسم خوړلی چې له عقدې ډک زړونه یې زمادبخاري په طالبانواودقران په قاریانونه سړیږي .لوستونکوتاسوخدای ته مخ کړی ماته شاکړئ اوبیاووایی چې دومره لویه قرباني به څوک دیوه خدای له رضاپرته دبل څه لپاره قبوله کړي .
تاسودغه ډالرنوشي لیکوالان ګورئ چې ددیموکراسۍ په چوپړکې یوازې کم سپکاوی اودلوستونکولخواملامتي هم په ځان نه شي منلی نوځکه په مستعارونومونولیکنې کوي اوهلته بیادشپږوزروطالبانویوځايي قرباني دآی ایس آی لپاره بولي زماباوردی چې له یوې نیمې لسیزې وروسته هم دغه ډله لیکوالانولاطالب نه ده پيژندلی اویایې نه غواړي چې وپیژني طالب ملامحمدعمردی چې  دټولې نړۍ داتوموالواوغیراتوموالو بي دینواهل  کتابواوخپلو منافقینودزورګويي په وړاندې یې سترګې برندې ساتلې اوبیابه هم جګې وي طالب طالب ملاسیف الرحمان منصورده چې په شلو لاسونویې پینټګان ته ویتنام ورپه زړه کړ    
طالب شیخ الحدیث عبدالحکیم شاولیکوټي ده چې دهدایې حاشیې اولیکلی تفسیریې په نیمايی پریښود دسرویهودواونصارووسرې مرمۍ یې په قراني سینه کې سړې کړې اوطالب ملامحمدحسین مستسعددی چې …….
راشئ زه به دهمدې پیښې  په اړوندطالب دعزم اوللهیت دګراف یو کیسه درته وکړم ملامحمداکبر چې دزابل دسیوري اوسیدونکی ده یوله هغه کسانوده چې له کندزه مزارته په کانتینروکې دطالب بندیانودانتقال په وخت یې دنوروملګروپه مرسته دکانتینر لاندینۍ دلرګې تختې ایستلې وې نوځکه ټول ترمزاره ژوندي رسیدلي وه دی وايی چې په مزارکې دری زره طالبان چې اکثره یې له مدرسوله امریکایانوسره دنوي جهادپه جذبه راغلي دسبقوطالبان وه یوې لویې چاردیوالي ته راغونډکړای شوه په دې وخت کې دوستم چې ملافاضل اخنداومولوي نورالله نوري یې له ځان سره راروان کړي وه دې غونډې ته راغی ملامحمداکبروايی چې ماته نورهیڅ شي زورنه راکاوه خودې زورراکړچې دملافاضل ځانګړي میګاروف توپانچه دوستم غاړې ته اچولې وه .
دوستم په ډیرحقارت ملافاضل ته وویل چې ملګروته دې وروستۍ خبرې وکړه بیاپه ژوندنشئ سره لیدلای .
نوموړی وايي چې ملافاضل دتوقع خلاف په ډیرجلال اوجرأت راوړاندې شولومړی یې دخدای حمداوپه نبي علیه السلام درودبیان کړاوبیایې طالبانوته خبرې پيل کړې ملافاضل په خبروکې چې شیبه په شیبه دطالبانوحوصلې ورسره لوړېدې طالبانوته یې وویل چې .ملګروداسوچ ونکړئ چې څومره لویه قرباني موورکړه اوڅنګه غداري درسر ه وشوه اوشهیدان شوئ مونږدقران دحاکمیت شعارپورته کړی اوقرا ن چې دخدای کتاب دی تردې په لویوقربانیوارزي تاسوبه په کانتینروکې شهیدان شوي یاستی دخدای دکتاب دحاکمیت لپاره پیغمبران اره شول اوصحابه کرام په تیلوکې وایشیدل …ملامحمداکبروایي چې په دې خبره دطالبانوحوصلې بیخي پورته شوې اوهرڅه ترې هیرشول په تړلیولاسونویې تکبیرونه پيل کړل کابوپینځلس دقیقې تکبیرونه اوزمزمې وې دی وايي په دې وخت کې ماپه خپلوسترګوولیدل چې دتړلیوطالبانوله هیبته دوستم اوټول وسلوال یې په خپلو ځایونوولاړ لړزیدل اورنګونه یې تښتیدلي وه .
نو عتیقه نااشنا :که مسلمان یې که نامسلمان که دیموکرات یې که بیروکرات که ملایې که امي که ملي ګرايې که اخوانی …که هرڅوک یې په خپله دې دایمان داحال ده چې دخپلې مومن به  ایډیا لپاره تبلیغ اودخپل زړه تشه خبره هم په خپل نامه نشې  کولای اودنااشناترماسک لاندې دې ځان غلی کړی خوهلته بیادپیغمبرپه وارث په هغه طالب دغلامۍ ټاپه لګوې چې ستاسوپهلوان دوستم تر ې په زولانه حالت کې لړزیږي دعراق فاتح مکرسټل اوګیټس یې ارادوته سلام کوی اومتعهداوتاعزمه جنګیالي یې بولي اوامریکایان یې دایماني هیبت له زوره دومره په ویره کې دي چې له امریکايي وچې یې باسي اودګوانتاناموزندان ورتړي .
زه وایم داعزم اوحوصله له خدايی پیرزوینې اوسوچه ایماندارۍ پرته ممکنه ده .
دپاکستان په خپله داحال دی چې ولسمشراوترټولولوی پوځي یې دیوه امریکايي ارمیتاج امرته لکۍ وهي اوخبره یې مني نوپه طالب به څه امر وچلوي .
زه په  ډاګه وایم چې طالب  یوژوندی موجود دی چې دژوندکولو لپاره بایدځمکې په یوه سطحه قرارولري که په افغانستان کې جهادکوي امریکایان یې کورته ورځي خوندې اومندې وربې پردې کوي نومجبورده چې کډه بارکړي اویوداسې ځای ته  ولاړشي چې څوک یې نه پيژني دکوراوماشومانوژوندیې په امن وي اوپرده یې خوندي وي .
داچې په میرانشاه کې د حقاني مرکزونه دي اوزرګونه وسلوال لری زه یې منم خوداقسم هم درته کوم چې حقاني دپاکستان لپاره کارنکوي اونه یې پاکستان استعمالولای شي دی دپاکستان خاوره دخپلواسلامي اوافغاني اهدافو لپاره استعمالوي دپاکستان په خاوره یې مرکزونه جوړکړیدي اوله هغه ځایه پاکستاني طالبان له پاکستان سره جنګ ته اوافغانی طالبان له امریکې سره جنګ ته  لیږي  اوپه دې موهم خبروم چې په پاکستاني پوځ اوس هغه وارتیرده چې دحقانی بیخ وباسي دوی څوځلې په وزیرستان خپل زورازمایلی خودمیرعلي په خوشالي اوخیسوره کې یې مړي سپووخوړل که یې نه منئ له بازاره یې سي ډي ګانې پیداکولای شئ .
زه افسوس کوم مکرسټل اوګیټس په دوو ورځوکې طالبان وپيژندل خوزمونږدغو لیکولانوله هم ندي پيژندلي .
دعتیق نااشنا همفکروکه موخوښه وي یانه  که یې دخدای رحمت بولئ که یې غضب بولئ طالب اوس دپښتني ټولنې دزعامت اوسرخیلۍ سټیج خپل کړی . نورنوکاروان به تیریږي اوسپي به غپیږي
خودمسلمانۍ له مخې درته وایم چې په دې بې ځایه هڅواوبې ځایه خوله اچولو هیڅ هم نشئ کولای دپښتنوقانون یوقران وه هغه اوس طالب اخیستی اوواریې ړومبی کړی که تاسوهرڅومره ګلې باغې ورته جوړې کړئ اولس یې نه درسره مني خوهمد ې فکر یوازې دا ارمغان درلورولی چې هم به په دنیاکې ترپردې لاند ې غږیږئ اوهغه لویه ورځ خولا پاته ده چې  دخدای پوښتنوته به ورځو هلته به بیانه ټول افغان وي اونه یې دبحث فورم چې له ځانه دفاع وکړو ….

تبصره نسته

  1. لکه څنګه چه پنجابي اردو يو جنرال په ډیره سپين سترګي سره څرګنده کړه چه پنجاب کولای شي له ناټو سره د ملا عمر – حکمتيار دجګړي د ختم لپاره کار وکړي که چيری ناټو له پنجاب سره د کشمير په موضوع کي کمک وکړي . نورنوکاروان به تیریږي اوسپي به غپیږي

  2. نن سبا موږ له يوې لوې نړيوالې سيالۍ سره مخ يو موږ له هره پلوه شاته پاتې يو په سلوكې ديرش باسواده كسان لرو داهم هغه كسان دي چې يوازې يوشى لوستى او ليكلى شي په دوى كې ډير لږداسې كسان شته چې ټولنې ته يو نوى فكر وركولى شي زموږ داسې كسانوته اړتيا ده چې ټولنه سمې لارې ته سمه كړي په بيځايه لاپوشاپو اوپه بيځايه غيرتونو اوشرطونو داوطن نه جوړيږي .

    په موږ كې هغه ډير غيرتي او واقعي ميړنى دى چې ښه نيت ولري مهربانه زړه ولري او هره شيبه د خلكو په ګټه ديوه نوي فكر درامنځته كولو په هڅه كې كوي .

  3. دیره ګرانه وروره!
    ستاسی د احساساتو قدردانی کوم، اما متاسفانه چه تاسی په هغه موقف کی نه یاستی چه د خپل تحریک ټول اړیکی تاسی ته معلوم وی.
    که داسی وی نو تاسی کولای شی چه د هغه بیګناه مزدورکارو ځوانانو ایران ته د تګ په لاره کی مو هغه ناروا وکړل ولی؟

  4. په شمال کې دمظلومو اسیرو طالبانو شهادت دهر مسلمان او افغان زړه رابوګنوي او خواشینی کوي يي او زه دا دنړۍ په تاریخ کې له سترو ظلمونو او نارواو یوه ګڼم. خو ځينې لیکوالان ځکه طالب مشران ملامتوي چې ولې ددې پر ځای چې دنوموړو مظلومو دقاتلینو څخه خپل غچ واخلي بیګناه پښتانه وژني. که طالبان ځان دپښتنو مشران ګڼي بیا يي ولې ماشومان له ښوونځيو محروموي او معلم، ډاکټر او انجینیر يي په شهادت رسوي. زماپه اند طالبان د پاکستان په مستقیمه مرسته دواک دبیا لاسته راوړلو لپاره جنګیږي او نهايي هدف يي واک ته ځان رسول دي او دا بیوزله ملت يي یرغمل کړی دی. دپاکستان آی اس آی دومره ساده نه دي چې طالبانو ته بیځایه په خپله خاوره کې ځای ورکړي او کوم هدف ونه لري.

    هغه پاکستاني طالبان چې له افغاني طالبانو سره اوږه په اوږه جنګیږي اکثریت يي دآی اس آی غړي دي او دهمدې موخې لپاره يي ورسره کړي دي. که پاکستان د طالبانو استقلالیت منلای ولې يي ملابورجان، ملارباني او نور په شهادت ورسول ولې يي په زرګونو طالبان دجنرال دوستم او جنرال مالک په هغه لومړۍ دسیسه کې مزار ته ورننویستل او بیا يي په هغوې ووژل. ټول چل پښتنو ته جوړ شوی دی پاکستان يي په طالبانو وژني او امریکا يي په شمالي ټلوالی. دداسې ورځې په هیله چې افغانان خپل ريښتينی رهبر ولري.

  5. پښتنو ليکوالانو په ځانګړي توګه د بينوا ، لر او بر او نورو يو شمير ويب پاڼو پښتو ليکوالو ژور فکر وکړئ او بيا وليکئ ماته خو لوبه داسې ښکاري چې اشرف غني خو يې بيخي نه شي ګټلاى کرزى به يې هم ونه ګټي او عبدالله خاين به يې ګټي ځکه موږ سره ورک يو يو او بل نه شو ميندلاى دا مو د ليکوالو حالت دى موږ هم لکه طالبان غوندې شوو سپينې پرښتې ليکوالان وو دا هم په بلا ککړ

  6. United we stand, divided we fall

  7. We need clear goals and objectives in order to stand united. I do not believe that we have any goals or objectives that will bring us together. As an individual, I cannot support any of the groups fighting in Afghanistan. My only hope is that a strong administration, legality and good governance will prevail. To be honest, I feel sorry for our people dying in vain or living in destitution under Iranians, Arabs, and Punjabis… or being massacred by people like Dostum, Khalili, and Faheem… It is very unfortunate that we never realize our weaknesses. Even if there's no American or Karzai, we are still in a miserable state. There's something wrong within us, and we need to look into it. Why we have to kill each other under false assumptions. The story is the same even out of Afghanistan. In Pashtu it says “BA QAWMA OUSA KHO BE QAWMA MA OUSA”. It is very important that we come up with some kind of peace settlement, and let others to do whatever they want to do with their own issues. Pakistan, Iran, and Arabs are under the USA satellites, and at the same time they encourage us to do their Jihad. Is this really a goal that can unite us???.

  8. BAD QAWMA OUSA KHO BE QAWMA MA OUSA”.

  9. Muhtaram Qari Sahib Abdul Satar Khana,

    De Atiq na ashna mazmoon me ne dai leedalai. Kho sta jawab wajarawelem. Khudai de mal sha aw yewazi le khodaya ajar ghwara. De ouspeni aw Iiman jang khamakha naran zegawi. Au da de iftikar zai de che da naran de afghanistan peh kalo aupeh deeni madrasoo ke zigi.

    Abdul Baquee Khogaini

  10. Muhtaram Qari Sahib Abdul Satar Khana,

    De Atiq na ashna mazmoon me ne dai leedalai. Kho sta jawab wajarawelem. Khudai de mal sha aw yewazi le khodaya ajar ghwara. De ouspeni aw Iiman jang khamakha naran zegawi. Au da de iftikar zai de che da naran de afghanistan peh kalo aupeh deeni madrasoo ke zigi.

    Abdul Baquee Khogaini

  11. دقاري صاحب په لیکنه کي درد او له اسلام سره مینه له ورایه ښکاري،ښاغلی قاري صاحب په ساده جمله کي به درته ووایم چې الله(ج) دي له موږ سره درته سمه لار وښیې.دشمال ټول وژني خورښتیا هم له درده ډکي دي اودطالبانو دهمهغه مهال قرباني رښتیا هم غټه قرباني وه خو که خبره دنن شي نو دایوڅوله ماهم واوره،اصلا دطالبانوحقیقت ښایې همداسي نه وي لکه ته چې ورنه تعبیرکوې،موږچې ترکومه ځایه دطالبانوکړنوته ګورو نو کله کله خو سم دامریکایانو مزدوران بریښي،زموږپه سیمه کي دامریکایانو له راتګ نه ترنن پوري دامریکایانومرګ ژوبله صفرده خو دافغانانوښایې په سلګونووي،زموږسیمه یوه له ناامنوسیموڅخه ده،اودابه هم درته ووایم چې ډېری افغانان ولسي بېګناکسان وو. ښایې ته به باورونه وکړې خو امریکایان پخپله همدغوطالبانوته وسلې ورکوي اوداشکونه هغه وخت په یقین بدل شول چې خلکوپه ښکاره ورځ ولېدل چې دامریکایانو له کاروان نه طالبانو ته یو ډبه خلاصه شوه اوبیا طالبانو یووړه.

    ته که هره فتواورکې وریې کړه خوزه درته داهم وایم چې له طالبانوسره دامریکایانوکارتونه ګیرشوي دي،زمایوملګری په ملي اردوکي دی هغه راته کیسه کوله چې څنګه یې یوه ورځ په کاروان دارپی جي بریدوشواوبیاچي کله یې په ځواب کي سیمه محاصره کړه نودرې طالبان یې له یوه راکیټ لنچراونوروسپکووسلوسره ونیول، خوکله یې چې ولایت ته بوتلل نو امریکایانو بېرته خوشي کړل ،اوامریکایانو ویل چې داددوي خلک دي اودده په ویناورسره یې کارتونه وو.

    په طالبانو کي سم خلک هم شته خو په ټوله کي ستاداتلانولاسونه دافغانانوپه وینوسره دي اوپښتانه به یې هیڅکله هم خپل سالاران څه چې ان له ځانه لاونه بولي،رابه سودې ته چې تادڅوکسانوپوهوکسانوپه یادولوسره داوویل چې ګواطالبان ټول ددین دعلم لوستونکي اوعالمان دي خو زه به یې په یوه جمله کي درته ووایم چې دطالبانوغوڅ ډېرکی بېسواده دي هغوي ان دساده پښتولیک په لېدلوسره دوژنی امرورکوي.
    هیله ده رانه زړه بدی نه شې.

  12. سلام
    محترم عبدالستار صاحب تات دی لوی څښتن همیشه کامیاب او سرلوړی ولری
    زه لیکوال نه یم او نه هم په کوم ګوند .ډلی .یا بانډ پوری تړلی یم صرف یو افغان یم او بس
    تاریخ هیڅ نسی هیره والای مخکی د طالبانو څه په افغانستان کی څه روان وه پر افغانانو څه تیریدلږ.همدا د جهاد ټیکدارنو جینایت کارانو ،دړه مارانو مسعود ،دوستم ،خلیلی،پدرام ، ګل اغاشیرزی ……………………….. او نور کوم ظلم یی ونکی .کوم وهشت یی ونکی. د خلګو زامن چا ګر ځول.د خلګو ښځی چا ګرځولی . د خلګو مالونه چا چورول همد مسعود دوستم ګل اغا خلیلی اونور وه
    طالبانو یوه بد کار وکی چی د خلګو مال سر او ناموس یی وساتی او بس

  13. سلام
    محترم عبدالستار صاحب تات دی لوی څښتن همیشه کامیاب او سرلوړی ولری
    زه لیکوال نه یم او نه هم په کوم ګوند .ډلی .یا بانډ پوری تړلی یم صرف یو افغان یم او بس
    تاریخ هیڅ نسی هیره والای مخکی د طالبانو څه په افغانستان کی څه روان وه پر افغانانو څه تیریدلږ.همدا د جهاد ټیکدارنو جینایت کارانو ،دړه مارانو مسعود ،دوستم ،خلیلی،پدرام ، ګل اغاشیرزی ……………………….. او نور کوم ظلم یی ونکی .کوم وهشت یی ونکی. د خلګو زامن چا ګر ځول.د خلګو ښځی چا ګرځولی . د خلګو مالونه چا چورول همد مسعود دوستم ګل اغا خلیلی اونور وه
    طالبانو یوه بد کار وکی چی د خلګو مال سر او ناموس یی وساتی او بس

  14. السلام عليکم

    قاری صاحب الله څخه درته اجروونه غواړم٠ الله دی ستاسو په قلم کی برکت نور هم ډیر کړي٠ خو هیله می دا ده چی دمنافیقینو په تبصرو باندی دومره سوچ ونکړی ځکه چی د منافقینو صفتوونه خو الله په قران کی بيان کړي دي د دوی سره دليل ویل هم کوم ځای نه نیسي تاسی خپلی ليکني نور هم ګړندئ ګړئ٠ د ليلی دښتی دشهید شوو طالبانو په عام وژنه دومره وخت نه ده تیر شوی چی ځينی منافقین په بی بنسټه دلائيلو سره د دوی شهادت بی اهمیته ثابت کړي ٠

    په درنښت محترم قاری صاحب