کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / داوباماپه ستراتیژي کې دسپیو رول

داوباماپه ستراتیژي کې دسپیو رول



دامریکانوي ولسمشر څومیاشتې وړاندې دافغانستان لپاره دخپلې نوې تګلارې  داعلانولوپه ترڅ  کې ویلي وه چې دافغانستان ته به  دخپلې طرحې دبریالیتوب  دیقیني کولولپار دوه ډوله کاري ځواکونه ولیږي یوه ډله به یوویشت زره سمندري سرتیري وي چې په  څوجوپو کې به دې هیواد ته ځي او هلته به په مخامخ جګړوکې برخه اخلي اوبله ډله به هغه ملکي کارګران اومشاورین وي چې ملکي کارونه اوپروګرامونه به تنظیموي اودفوځیانولخواپه نیول شویوسیموکې به دملکي حکومت مراندې ټینګوي .


خووروستي انکشافات اوپه کلیوالوسیموکې دنویوځواکونوشوي عملیات ښیی چې اوبامایودریم نااعلان شوی ځواک هم افغانستان ته را زیات کړی چې تراوسه یې مطبوعات نه  دي ترې خبرکړي . په دې وروستیوکې دلوګر پکتیا پکتیکا غزني اوروزګان اودهیوادپه نوروبیلابیلوسیموکې دامریکايی ځواکونودتازه عملیاتواوچاپو قربانیان وايی چې ا مریکايي سرتیري اوس دعملیاتوپه مهال له ځانونوسره دخروړو سپیوګلې هم ګرځوي چې له دوی سره  په ټولو کړنواوتلاشیوکې اوږه په اوږه برخه اخلي .


سره لدې چې  دتربیه شویو سپوپه واسطه دخلکوویرول داړل اوتعذیبول پخواهم دعراق ا وګونتاناموپه زندانونودغه رازدهیوادپه نوروبیلابیلوسیموکې لیدل شوی وه خودامریکايي ځواکونوترڅنګ دسپیانوپراخ شتون لومړی ځل هغه مهال ولیدل شوچې کله تیرکال دجوزادمیاشتې په ۲۲مه دپکتیکاولایت دمټاخان ولسوالۍ دابراهیم کاریزپه کلي امریکایانوچاپه  واچوله په دې چاپه کې چې ۳۵ تنه ملکی وګړي پکې شهیدان شول ډيری کلیوال دامریکایانولخواکورونوته دورپریښودل شویوسپیانولخواداړل شوي وه .


له دې پيښې وروسته دخوست ولایت په بیلابیلوسیموکې اودلوګر دڅرخ په ولسوالۍ کې داسې پيښ شول چې امریکایانودکورټول نارینه وژلي وي اوپه ښځواوماشومانوپسې یې سپي خوشي کړي وي داپیښې چې  پخواخال خال اونادرې بریښیدې په دې وروستیوکې چې داوبامادستراتیژۍ له مخې نوي ځواکونه افغانستان ته رارسیدلي اوپه عملیاتویې پیل کړی بیخي زوریې اخیستی اونوي راوستل شوي سپي په منظمه توګه له پوځیانوسره په عملیاتواوتلاشیوکې برخه اخلي .


له دې جملې به هغه عملیات یادکړو چې په دې وروستیوکې دپکتیکااوغزني و لایت په ځینوولسوالیو کې ددښمن لخواپيل شویدي دپکتیکادکټواز دمربوطوولسوالیو دغه راز دغزني دګیرو اندړو اوګیلان دولسوالیوخلک چې په وروستیوکې دامریکايی مظالموقربانیان وه ټول همداوايی چې داځل امریکايانو په سپیانوداړلي اوځورولی دي دغه رازیې ډیرځله ددوی شهیدشوي وګړي سپيوته غورځولي چې هغوغوښې تري شکولې دي .په دې موده کې لومړۍ پيښه دپکتیکادخیرکوټ ولسوالۍ دسیګانې په کلي کې پیښه شوه ددې سیمې لوی عالم اوروحاني شخصیت مولوي سراج اخندزاده چې څه موده وړاندې یې امریکايانوپه کوریرغل ورووړ دغه دیني عالم یې لومړی په شهادت ورساوه اوبیایې دسپیانوداړلوته پریښوددسیمې خلک وايي چې دمولوي صاحب شهیدبدن سپیانو داسې داړلی وه چې دکتونه وه نوځکه یې دشپې خاوروته وسپاره .


له دې دوه ورځې وروسته دهمد ې عملیاتوپه لړکې امریکایانودغزني د ګیلان ولسوالي ته مخه کړه هلته یې هم دجهانګیرپه سیمه کې دګیلان دډنډدکلي اوسیدونکی یو ۷۰ کلن سپین ږیری عبدالرحیم اكاله نیولووروسته ترمرګونی حده په سپیانووداړه ددې پیښې په سبادپکتیکادډیله په سیمه کې امریکایانودیوه کورڅلورتنه ښځې  اوماشومان شهیدان کړل اوبیایې په سپیو وخوړل دوه ورځې وروسته چې امریکایانودغزني ولایت دګیروپه ولسوالۍ کې عملیات  پيل کړي وه هلته یې د نظام کاریزپه کلي کې هم ترلسو زیات  کسان به شهادت ورسول دغه رازیې یوه ډله کلیوال ونیول لاسونه اوسترګې یې وروتړلې اوبیایې دسپیوخوړلو اوداړلوته پریښودل .


په دې کمه موده کې دامریکایي تازه نفسوپوځیانولخواپه سپیانودځورولو ددومره ډیروپیښوثبتیدل په څرګندډول ښيي چې دافغانستان داشغال ددوام لپاره داوباماپه نوي ستراتیژي کې دسپیانولپاره هم یودپام وړنقش اورول تعین شوی دی .داچې دسپیانوداځواک به وکولای شي ترڅواوباماته په افغانستان کې دفتحې اوبریالیتوب هارورپه غاړه کړي دي ته به وروسته راشوخولومړی ددې ځواک داستخدام په پایلو اولاملونو غږیږو .


سپی یوډیرنجس حیوان ده که تاسووګورئ دنړۍ په ډیرکموکلتورنوکې به دسپي غوښې نه انسانان استفاده کوي همدا امریکایان اولویدیځوال که وګورودخنځیرچې دځمکې دمخ ترټولو نجس حیوان دی دهغه غوښه خوري خودسپي نه خوري تردې چې ټولونړیوالوڅوموده وړاندې چې په پیکینک کې داولمپیک سیالۍ وې دچین په حکومت غږ وکړچې هلته دورتلونکونړیوالوپه احترام دي دچین په هوټلوکې څه موده دسپي غوښې نه پخوي خوکه راشودافغانانواومسلمانانوکلتورته دلته بیاسپی دبل هرکلتورپه نسبت ډيرنجس شمیرل کیږي ځکه که له یوې خواپه دیني لارښونوکې هغه کوردخدای له رحمته لرې بلل شوی چې بې ضرورته سپی پکې وي له بلې خواپه عام رواج کې چاته دسپي خطاب کول یوه  پو چه ښکنځا بلل کیږی دسپیوخوراک ته دیوشي غورځول یایې دسپودخوراک کول دیوشي دانتهائی ذلیلولولپاره کارول کیږی ښایي داوباما افغان اواسلام دښمنه مشاورینودغه کلتوري حساسیت درک کړی وي نوځکه یې اوس دمظلوموافغانانو دلاتحقیر اوتعذیب لپاره دسپیانوډلګۍ رااستولې دي دوی بیاهم غواړي چې د زور جبر اودهشت خپرولوله لارې په افغان مجاهداولس خپله سیکولرستی داعیه ومني خودالیدلی خوب یې اوبووړی بریښي دوی داکولای شي چې زمونږ شهیدان په سپیانووداړي خوله دې کاره چې کوم مطلوب دې هغه په هیڅ توجیه هم نشی ترلاسه کولا ی ځکه افغانان څه د ختیځې اروپایاافریقايی دښتوکوم له حادثوناخبره قوم نه ده چې دوی به یې په داډول فشار واردولوسره دغلامۍ ځنځيرته اماده کړي افغان تردې لوی لوی تاړاکونه ترسراړولی خوپه پای کې یې دښمن ته ثابته کړې چې  ددوی ظلمونه، تعذیب اوجبر يي ایماني پرتم  نشي محوه کولی .


په خپله امریکايی پوځيان نن سباپه نړ ۍکې  ترخروړوسپیو خطرناک  بلل کیږی چې کومې خواته یې مخه شي بدمرغې لیږدوي کلي ورانوي کوچنیان وژني اوبې ناموسۍ اړوي نواوباماچې په خپلواویازره انسي وحشیانوداجګړه ونه ګټله نوپه سپیانوبه یې څه وګټي .


مګربرخلاف به دداډول کړنوپایلې دومره ژورې اوخطرناکې وي چې بیابه یې دګوانتانامودوحشت غوندې ټوله امریکا هم په زغم ونه رسیږي دوی هلته هم داډول کړنوته مخه کړې وه مګراوس بیرته پرې دخاورواړولواوپټولو په هڅه کې دي له داډول ناوړه اعمالو څخه اوس افغان اولس داتاثراخیستی چې امریکايی پوځ ته دهغووحشیانوپه سترګه ګوري چې هیڅ دانسانیت په ژبه نه پوهیږ ی اونه باید دانسانیت اوبشردوستۍ تمه ترې وشي نوځکه یې یوازینې لاره داده چې  بایددوحشې ځناورانواومضروحشراتوغوندې یې له ضرره وړاندې د مرګ لاره وسنجول شي .


همدااوس په افغانستان کې دیوه امریکايی سرتیری کلنی لګښت  په اوسط ډول  یوملیون ډالردی  مونږ دپینټګان چارواکواوداوبامادستراتیژۍ پلي  کونکوته په لنډ  دول وايوچې په دې مجهز پوځ موونشوای کړای چې داجګړه دبري ترمنزله ورسوی په سپیانویې نشی رسولی مګر دا ډول کړنې کولای شي ستاسواصلی څيره نړیوالوته وروپيژني .