کور / هراړخیز / د خوړوڅېړنه:نوتریګېنومیک (Nutrigenomik) څه ته واي؟

د خوړوڅېړنه:نوتریګېنومیک (Nutrigenomik) څه ته واي؟

ژباړنه د المانۍ د یوي  روغتیاي مجلې څخه


دغه اصطلاح  د  دو  ګړو څخه جوړه سوې  ده، چې یوه ئي (Nutrimentum) لاتېني  ګړه ده، چې خوړو  «غذا» ته واي.   او بله ئي (Genomik) ده، چې  مانا ئي ده ځېړنه .  نوتریګېنومیک یاني د خوړوځېړنه . نوتریګېنومیک  ازموئي  (تجربه)، چې اړوندپه منځ کي د  وراثت (Gen)، خوړو او پېښي سو یو ناروغۍ  لکه سرطان یا دشکرې ناروغی څه شی ده، پیدا کړي  او وسپړي .  وروسته تردوغو څېړه نو کېداسي چې هر څوک بیا په ځانکړې توګه د خپل زړه د خوښي خواړه تعیین او د خوړو پلان جوړ کړي . او په دغه توګه کولاي سي چې د ناروغی خطر راکښته کړي . تر اوسه  لاو دغسي یوي څېړه ني ته ډېر کار پاته دی .
پروفیسر  هانس-ګیورګ یوست  (Prof. Hans-Georg Joost) چې د المان د خوړوځېړه نو په اینستیتوت کي د   پوستدام  (Postdam) دنده لري او د نوتریګېنومیک  څېړندوي دی .  واي : « هیڅ یو چاپېریالي فکتور دومره زیانمن  زموږ  د بدن او ګېن (Gen) لپاره نه دی  لکه خواړه . او دغسي  هم د خوړو توکي زموږ پر ګېن (Gen) باندي اغېزه لري .)  تر اوسه  هغه ناروغۍ چې د خوړو  څخه منځ ته راغلي لکه :  شکره (Diabetes Typ 2)، چاغښت یا سرطان  لا هم  ښه څرګند نه دي .  موخه داده، چې روغمند خوراک توکي و پېژندل سي، چې څومره ئي د روغتیا لپاره ښه دي او څومره  ئي د روغتیالپاره نه دي ښه .  د نوتریګېنومیک څېړونکي غواړي ، چې د خوړو د ځائ اغېزه په بدن کي او ګېنو کي پیدا کړي .  وروسته له هغه کېداي سي، چې د ناروغۍ مخنوی، د ناروغۍ څرګندونه او د نا روغۍ درملنه وسي او درمل  د ځینو ناروغیو پیداسي .                        
د لاندي د پوښتنو د ځواب  پیدا کولو لپاره  نوتریګېنومیک  څېړونکي  څېړنه کوي .ولي ځیني کسان چې یو شی خوري ښه پر لګیږي او پر ځینو هغه شی بیا بد لګیږي ؟
       
او  ولي پر ځینو پرهېز ښه لګیږي او پر ځینو بیا ښه نه لګیږي ؟
ځېړه نو په دغه لار  کي چې راز د وراثت پیدا کړي ښه پرمختګ  کړی . نن خلک په دغه پوهېدلي، چې ځانګړي ګېني انځورونو پوري دا اړه لري ، چې له دغه لیاري  د ځینو خوړو په بدن کي ارزونه وسي . 
د ساري په توګه  شیدې :    شیدي په موږ کي د روغو (صیحی) خوړو څخه شمېرل کېږي . خو پر ځینو شیدې بدي لګیږي، ځکه چې دغه خلک  د شیدو بوره (Laktose)  نه سو  زغملاي . دغه کسان چې شیدې نه پر لګیږي یاني د شیدوبوره نه سو هزمولاي په وړکتوب کي  ئي  دغه ګېن له منځه تللی دی . دغه حالت په بدن کښې څېړونکو اوس پیدا کړی .
په اروپایانو کي  دغه د ګېن بدلون  په سلو کي پنځه لس ښوول سوی دی .  دلته په اروپا کي که یو شی د خوړو استثنائي حالت ولري، خو په نورو ځایونو کي  بېخي نورمال  دی .  نوموړی  پروفیسر واي :  ډېر اسیایان د ګېن له لحاظه  د شیدو توکي نه خوښه وي  په تېره بیا چینایان شیدې، پوڅه او د شیدو توکي  نه خوښه وي . د ګېن انځورنه  د ډېرو کلتورونو  د هغه ځائ  د خوړو سره ئي  اموخت نیولی او پرهغه پرتله دي .
                                                                                                                 
بله بېلګه : سره پوټکي امریکایان (ایندیانر) ډېر ئي چاغ سوي او د شکري ناروغي لري . اوس  خلک په دې پوهېدلي، چې اروپایانو د ښکېلاک په مهال خپل خواړه هلته له ځانه سره یوړل او سرو پوټوکو امریکایانو  هم ورسره خوړل .  دوي ډېر زوړ ګېن لاره دغه اروپائي خواړه ئي سم نه سو هزمولاي ، نو دغه لامل وو ،چې  دوي چاغ او هم شکره پیدا کړي . څېړونکي زیار باسي، چې نوي لیاري د چاغښت او د شکري د ناروغۍ د مخنوي لپاره پیدا کړي .   د چاغښت پاېله د شکري ناروغي، د ویني جګ فشار او  د  کولمو  سرطان  دی .