کور / تازه خبرونه / طالبان: بندي امريکايي عسکر وژنو!

طالبان: بندي امريکايي عسکر وژنو!

په جنوب ختيځ افغانستان کي د طالبانو يو قومندان وايي ورک سوئ امريکايي عسکر دوى نيولئ او که يې امريکايي قواوي په اړه پلټونکي عمليات ونه دروي دوى به يې ووژني.


د رويټرز آژانس د طالبانو د ځايي قومندان مولوي سنګين په حواله خبر ورکوي چي دغه عسکر اوس هم له دوى سره دئ او د سرنوشت په باب به يې د طالبانو مشران فيصله کوي.


امريکايي ځواکونو منلې ده چي په پکتيکا ولايت کي يې يو عسکر دوې اونۍ وړاندي ورک سوئ دئ.


د پکتيکا اوسېدونکي وايي له کله چي نوموړى امريکايي عسکر ورک سوئ په سيمه کي د شپې او ورځي په کورونو او نورو شکمنو ځايونو کي تلاښۍ کېږي.


دا له ٢٠٠١ کال راهيسي لومړنى امريکايي عسکر دئ چي د طالبانو لاسته لوېږي.