کور / تازه خبرونه / کنړ : يو ناټو او يو افغان سرتيری وژل سوي دي

کنړ : يو ناټو او يو افغان سرتيری وژل سوي دي

په کابل کي د ناټو د مطبوعاتي دفتر لخوا لراوبر ته په رارسېدلې خبرپاڼه کي ويل سوي چي تيره ورځ ددوی يو سرتيری او يو افغان سرتيری د طالبانو سره د جګړې پر مهال وژل سوي دي ، خبرپاڼي دناټو سرتيري هويت پټ ساتلی خو زياته کړې يې ده چي د جګړې په ترڅ کي يو سيمه دوه طالبان ژوندي نيولي او څلور نور يي وژلي دي ، طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .