کور / تازه خبرونه / آيساف: د غره اور په عملياتو کي وسلې او کارډونه ونيول سول

آيساف: د غره اور په عملياتو کي وسلې او کارډونه ونيول سول

د ناټو ځواکونه وايي له افغان امنيتي ځواکونو سره يې په نورستان ولايت کي نوي عمليات ترسره کړي دي.

د ناټو له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي دغو عملياتو ته ((د غره اور)) نوم ورکول سوئ، چي وايي د نورستان برګمټال ولسوالي يې د همدې عملياتو په ترڅ کي له طالبانو څخه نيولې ده.

خبرپاڼه د امريکايي پوځيانو د يوه قومندان کول رنډي اې جارج له قوله وايي، دغه عمليات ښيي چي افغان او ايتلافي ځواکونه هر وخت، هرځاى ته چي وغواړي د خپلو مخالفينو پر ضد عمليات کولاى سي.

د ناټو په خبرپاڼه کي راغلي چي د غره اور عمليات د جولاى پر ١٢ – مه ترسره سوي چي په ترڅ کي يې د طالبانو څخه درنې وسلې هم لاسته ورغلي دي، خبرپاڼه زياتوي چي پوځيانو د طالب جنګياليو څخه د رايي اچوني ٨٠ کارډونه هم نيولي دي، چي د اګست د ٢٠ مي د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو کي د کاروني دپاره يې اخيستي وو.

د نورستان برګمټال ولسوالي تېره اونۍ تر دوې ورځي جنګ وروسته طالبانو له دولتي ځواکونو څخه ونيوله، چي تر درو ورځو وروسته دولت بيرته د دې ولسوالي د نيولو ادعا وکړه، خو طالبان اوس هم وايي چي دغه ولسوالي د دوى په لاس کي ده.