سپين بولدک : چاودني د ۵ ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه ووژل
د سړک د غاړي بم د کندهار د سپين بولدک په ولسوالي کي د عامه وګړو دسپرليو پر موټر وچاود او د پنځو تنو ماشومانو په ګډون يي ۱۱ تنه ووژل .
د کندهار چارواکي پيښه تائيدوي ، د سپين بولدک د سرحدي پوليسو عمومي قومندان جنرال سيف الله حکيم د رويټر آژانس ته وويل دغه چاودنه د سپين بولدک په لسوالي کي هغه مهال رامنځته سوې چي د ملکي کسانو د سپرلۍ موټر له دې ځايه د تيريدو په حال کي و .
ددې پيښي مسوليت چا نه دی منلی او دا هم څرګنده نه ده چي د ځای پر ځای سوي بم هدف څه و .