کور / تازه خبرونه / انډونيزيا: نيول سوي مهاجر افغانستان ته لېږو

انډونيزيا: نيول سوي مهاجر افغانستان ته لېږو

 


د انډونيزيا د انټرا آژانس وايي هغه ١٧ ناقانونه افغان مهاجر چي په برناما ټاپو کي نيول سوي وو، ډېر ژر به خپل هيواد ته ولېږل سي.


دغه کسان د انډونيزيا څخه اسټراليا ته تېرېدل چي د پوليسو له خوا ونيول سول او اوس يې افغانستان د لېږلو پرېکړه سوې ده.


په دغو افغانانو کي د احمدعلي په نوم يوه کس انټرا اژانس ته ويلي دوى افغانستان ته د تګ دپاره پاسپورټونه او ټکيټان غواړي چي خپل هيواد ته ستانه سي.


د انډونيزيا حکومت وايي دغه افغانان ځکه خپل هيواد ته لېږي چي د اسټراليا د حکومت له خوا دوى ته د پناه ورکولو هيڅ لېوالتيا نه ده ښوول سوې.


د انډونيزيا له لاري اسټراليا ته په دې وروستيو څو کلونو کي د اقتصادي مشکلاتو له کبله د افغانستان، پاکستان او اېران مهاجرين ورمات سوي دي چي يا خو د سمندر د څپو خوراک سي او که هلته ورسېږي هم کلونه کلونه د اسټراليا د حکومت له خوا د مهاجرينو په کمپونو کي له سختو خواريو او مشکلاتو سره لاس او ګرېوان وي.