کور / تازه خبرونه / د پاکستان جنګي الوتکه ولوېده

د پاکستان جنګي الوتکه ولوېده

 

د پاکستان فضايي ادارې اعلان کړئ چي د پوځ يوه جنګي جيټ الوتکه يې لوېدلې ده.

د چارواکو په وينا ياده سوې الوتکه د لاهور د خوشاب نومي سيمي په نورپورتهل کلي رالوېدلې چي پيلوټ يې هم پکښي وژل سوئ دئ.

عيني شاهدان وايي الوتکه تر لوېدلو وروسته سوځېدلې او پوليسو هم د پيلوټ د وژل کېدو پخلى کړئ دئ.

د پاکستان فضايي اداره وايي  ايف ١٦ جنګي الوتکه د معمولي مانورې دپاره په هوا سوې وه، چي د ناڅاپي تخنيکي مشکل له امله لوېدلې ده.