کور / سياسي / د امریکایي اډو امپراتوري

د امریکایي اډو امپراتوري

د تازه راپورونو له مخي امریکا نن په بهر کی ( ۸۶۵ ) پوځی اډې لری چی په عراق او افغانستان کی د خپلو دغسی اډو په شمول هغه تر ۱۰۰۰ هم اوړي . امریکا د کاله په خپلو دغو پوځی اډو کی ( ۱۰۲ ) بلیونه ډالره مصرفوی چی دا معمولی نه بلکی ډیر ستر مبلغ دئ .


د حیرانۍ وړ خبره لا دا چی کریسچن ساینس مانیټر امریکایی ورځپاڼی د ۲۰۰۹ د مې پر ۲۸ خبر ورکړ چی د امریکا خارجه وزارت به د پاکستان په اسلام آباد کی یو نوی سفارت جوړ کړی چی لګښت به یې ( ۷۳۶ ) ملیونو ډالرو ته ورسیږی . باید ووایو چی دا دومره ستر مبلغ دی چی د افغانستان د لسو کالو تر بودجې لا هم اوړی . په دې ستر سفارت کی به د ( ۱۱۱ ) ملیونو ډالرو په بیه د ۳۳۰ کارمندانو لپاره دفترونه جوړیږی ، په ( ۱۹۷ ) ملیونو ډالرو به ۱۵۶ دایمی عصری او مجهز کورونه او ۸۰ نور هم مؤقتی عصری کورونه جوړیږی ، او په ( ۴۰۵ ) ملیونو ډالرو به هم د سفارت اصلی عوضی ودانۍ جوړیږی . باید وویل سی چی په اسلام آباد کی د امریکا اوسنی سفارت په ۱۹۷۹ کی د محصلینو د حملې په اثر یوڅه زیانمن سوی و .

په اسلام آباد کی به د امریکا دا نوی سفارت تر هغه ګران ترین امریکایی سفارت فقط څلور ملیونه ډالره لږ مصرف وغواړی چی د بوش ادارې په بغداد کی جوړ کړ او هغه د واتیکان د ښار په اندازه غټ دی او په ۷۴۰ ملیونو ډالرو یې جوړ کړ .


دا لا څه ، واشنګټن غواړی چی په لاهور او پیښور کی هم دوې لویی کونسلګرۍ جوړي کړي چی یوه به د هند لوری او بله به هم د افغانستان لوری تر څارنی لاندی نیسی . د امریکا خارجه وزارت دا پلان لری چی د پیښور یوازینی پنځه ستوري والا مشهور هوټل ( پیرل انټر کانټی ننټل هوټل ) رانیسی چی درلوونکی د یو لوی حوض هم دی . دا هغه هوټل دی چی د روان کال د جون پر نهمه جنګیالیو د چاودېدونکو موادو څخه ډک موټر پکښی وواهه ، ۱۸ کسان یې ووژل او ۵۵ نور یې هم ټپیان او د ودانۍ یو اړخ یې لوټي -لوټي کړ .

د امریکا خارجه وزارت د دې هوټل د څښتن صدرالدین هشوانی سره د هغه د رانیولو خبري جاری ساتلي دي . د دغه سفارت او کونسلګرۍ له پاسه به د هلیکوپتر د کښېناستو لپاره هم خاص ځای جوړیږی تر څو د سترو مقاماتو او استخباراتی افسرانو ورتګ آسانه کړی ، یا د بحران او ښورښ پر مهال امریکایان راوباسی .

د دې څخه علاوه ، امریکا غواړی چی په کابل کی هم خپل سفارت پراخ کړی . واشنګټن به د وزیر اکبر خان مېنی یوه پراخه سیمه چی ۳۰ ـ ۴۰ ایکړه ده ( یو ایکړ ۴۰۴۷ متر مربع دئ ) د ۸۷ ملیونو ډالرو په بیه رانیسی او هغه به د امریکا په اوسني سفارت ورګډه کړی . د رانیولو دا خبری اتری همدا اوس جریان لری .


په دغو درو « ظاهرأ » دیپلوماتیکو مرکزونو کی به تر ( ۱۰۰۰ ) هم زیات امریکایی پرسونل ، جاسوسان ، پوځیان ، استخباراتی افسران او نور په پټو او ښکاره دندو ګومارلي وی . د هغوی عمده وظایف به په عامه د پاکستان او افغانستان څارنه وی خو په خاصه توګه به ټوله سیمه ( یعنی جنوبی او منځنۍ آسیا ) کنټرولوی .

د اسلام آباد او پېښور دغه دوه لوی « دیپلوماتیک ! » مرکزونه به لاندینۍ اصلی دندې مخته بیایی :

الف ـ د قبایلی سیمو څارنه ( چی اسامه او القاعده او د هغوی طالب ملګري هلته دي ) ،

ب ـ د افغانستان لپاره د امریکایی پوځی اکمالاتو ژغورل ،

ج ـ د افغان مقاومت ځپل ( چی عمده مقصد به یې آینده نفتی اجندا وی ) ،

د ـ په پاکستان کی د امریکایی ضد او مخالفو عناصرو څارل ،

و ـ د پاکستان د تدریجی کنټرول خپلول ،


په کابل کی به د پراخېدونکې امریکایی سفارت عمده دندی په دې ډول وی :

الف ـ د افغانستان د پوځی نیونی پایښت ،

ب ـ د کابل جوړ کړﺉ رژیم په خپله ګټه استعمالول ،

ج ـ له دې ځایه د ایران ، چین او روسیې اندیښمن ساتل ،

د ـ په منځنۍ آسیا کی د واشنګټن د راتلونکې اجندا سرښته کول ،


بل مهم ټکی دا دئ چی قرغیزستان د روان کال په فبرورۍ کی د « مناس » د هوایی اډې څخه د امریکایانو د ایستلو فیصله کړې وه ، خو اوس بیرته حاضر سو چی هغه د امریکایانو سره پاته وی ، لاکن شرط یې دا کښېښود چی حق الاجاره به درې چنده لوړیږی ، یعنی دا مبلغ اوس د ۱۷٬۴ ملیونو ډالرو څخه ۶۰ ملیونو ډالرو ته جګ سو . د امریکا د دې پوځی اډې د شتون څو عمده هدفونه په دې ډول دي :

الف ـ افغانستان ته د امریکایی پوځی اکمالاتو ژغورنده رسېدل او د هغه رسیدګی ،

ب ـ د منځنۍ آسیا او کسپین انرژۍ ته لاس رسي ،

ج ـ منطقه د جیوپولټیک اهدافو په تار پېیل ،

د ـ د پخواني شوروی په جمهوریتونو کی د پوځی حضور قایمول ،

و ـ د ناټو لپاره د نوو غړو جذب او میندل ،

ی ـ سیمی ته د « لویدیځی دیموکراسۍ ! او آزاد بازار ! » ور صادرول ،


وګوری جاپان د ۵۷ کالو راهیسی د امریکایی پوځی اډو کوربه دی او خرڅ یې هم ورکوی . دغه پوځیان هره میاشت په اوسط ډول پر جاپانی ښځو دوه ځله جنسی تیري کوی . هغوی په اوکیناوا کی ۳۸ پوځی اډې لری . دا لا څه ، امریکا په جرمنی کی هم ۲۲۷ پوځی اډې لری . خو پوښتنه دا ده چی دغو دوو هېوادونو ته څه خطر یا تهدید متوجه دی چی امریکا ټینګه ورپوری مُښتې ده ؟ ځواب دا چی دا د آمر او مأدون جبری علایق دي چی هغوی ځانونه نسی ترې خلاصولای .


په بهر کی د امریکا د ( ۸۶۵ ) پوځی اډو څخه علاوه ، هغه د خپل هېواد په دننه کی نوری ( ۵۴۲۹ ) پوځی اډې هم لری چی ټولی ( ۶۲۹۴ ) پوځی اډې کیږی .خو پوښتنه دا ده چی امریکا په بهر کی د دومره ډیرو پوځی اډو لرلو ته څه اړتیا لری ؟ ولی دومره زیاتی ادې جوړوی ؟ ځواب دا دی چی پر امریکا له بهره هیڅ پوځی یرغل نسی کېدای بلکی دغه هېواد پر نورو هېوادونو په آسانۍ سره حملې کولای سی ، یعنی :

الف ـ امریکا د نړۍ تر ټولو شتمن او غوړېدلی هېواد دی ،

ب ـ امریکا د نړۍ دریېم ډیر نفوس لرونکی هېواد دی ،

ج ـ د ختیځ او لویدیځ لخوا دوو سمندرونو (اتلانتیک او پاسفیک) د ۳ ـ ۴ زرو میلو په اوږدوالې احاطه کړی دی ،

د ـ صرف دوه ګاونډیان لری ( په شمال کی کاناډا او په جنوب کی مکسیکو ) ،

و ـ د اروپا او نوری نړۍ څخه ډیر لیری پروت دی نو ځکه نه حمله ورباندی کېدای سی او نه هم نیول کېدای سی.

ی ـ امریکا د دښمن لرلو یا دښمن جوړولو څخه پرته یو بېکاره او بې هدفه غوندی هېواد دی .


نو دا چی امریکا بې حسابه پیسې لری او بې سیاله ځواک دی ، « باید » هره خوا پوځی اډې ولری ، هېوادونه احاطه او مطیع کړی ، پیسې مصرف کړی او پیسې وګتی ، وینی توی کړی او تیل راوړی ، مخالفین بېواکه خو ګوډاګیان واکمن کړی ، او باالاخره « تهدیدونه » اختراع او جنګونه پېښ کړی .

خو شواهد او تجربه ښیًی چی امریکایی واکمني به هم ژر یا وروسته د زمان د جبر او خدایی قانون پر اساس د فرعونی ، رومی ، سکندری ، نازی ، کمونیسټی او هټلری واکمنیو غوندی هرومرو که یې خوښه وی یا نه ، د الهی زوال په غېږ ورځی ـ و ماذالک علی الله به عزیز ! والسلام ( ن . صمد )

.