کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو هم تر ډیره له انتخاباتو سره تړلي مسایلو، امنیت او د بګرام په زندان کې د بندیانو اعتصاب ته کتنه کړې او پدې اړه يې بیلابیل مطالب خپاره کړیدي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستې او لاندنې مطلب يې ترې چمتو کړې دې.

اراه:
ددې خپلواکې ورځپاڼې د افغانستان د روانو حالاتو او انتخاباتو په اړه د امنیت شورا وروستۍ غونډې ته په اشارې ددې شورا په حواله لیکلي دي، چې د افغانستان راروان انتخابات باید عادلانه اوسي.

ورځپاڼې د خپل وروستي مخ په یو مطلب کې بیا په شمال کې د طالبانو د ډله ایزې وژنې د څیړلو په اړه د امریکا وروستۍ پریکړې ته په اشارې د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمسیون په حواله لیکلي دي، چې افغانان د ټولو جنګي جنایتکارانو محاکمه غواړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې چاپیریال ته ورپیښې ستونزې څیړلي او لیکلي دي، چې د چاپیریال ککړتیا بیلابیلې ناروغۍ خوروي.

هیواد:
دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې دا خبر ورکړې، چې افغانستان د ناپیلو هیوادونو د غورځنګ د مرستیال په توګه وټاکلې شو.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې ددغه غورځنګ د پنځلسمې سرمشریزې په څنډه کې افغان ولسمشر او د پاکستان د صدراعظم پخپله کې د سیمې پر ستونزو خبرې کړیدي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د جمهوري نظام د ټینګښت لپاره شپږدیرش کاله وړاندې شوې کودتا ته په اشارې لیکلي دي، چې له دې ټولې مودې نه باید د عبرت درس واخستلې شي.

ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د ترورزم به وړاندې د روانې مبارزې د بریالیتوب لپاره د افغان ځواکونو په پیاوړې کولو ټینګار کړې دې.

ویسا:
دې  خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د امریکا د لوی درستیز دا سپارښتنه راخستې، چې افغان ځواکونه باید په چټکۍ سره ورزولې شي.

ورخپاڼې د موضوع په دوام د مایک مولن په حواله لیکلي دي، چې په افغانستان کې تاوتریخوالې زیات شوې او پکار ده، چې تر راتلونکو دولسو او یا اتلسو میاشتو پورې د افغانستان په وضعه کې بدلون راوستلې شي. 

ورځپاڼې د همدې مخ په یو جلا مطلب کې بیا د برتانیې د صدراعظم په حواله لیکلي دي، چې افغانستان دې په پوځي عملیاتو کې د خپلو ځواکونو شمیر زیات کړي.

د ورځپاڼې په سرمقاله کې د انتخاباتو لپاره په روانو تیاریو تبصره شوې او د انتخاباتو په خپلواک کمسیون دا انتقاد شوې، چې ولی يې د راې اچوڼې پاڼې په بهر کې چاپ کړیدي.

اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د افغانستان د راروانو انتخاباتو په اړه د شورا وروستۍ سپارښتنې ته په اشارې په انتخاباتو کې د خلکو ګډون مهم بللې دې.

خو اصلاح بیا له افغانستان سره کیدونکو نړیوالو مرستو او ددغو مرستو د بې ځایه لږیدو د مخنیوي لپاره دا غوښتنه کړې، چې دا مرستې باید د دولتي بودیجې له لارې ولږولې شي.

هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې د بګرام په زندان کې د بندیانو ستونزو ته کتنه کړې او لیکلي دي، چې په سلګونو بندیانو اعتصاب کړې، چې ترڅ کې يې دوی ان له خپلو کورنیو سره هم نه ګوري.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د جمهوري نظام د جوړولو لپاره د سردار محمد داؤد خان په اقدام تبصره کړې او تر ډیره يې د هغه د ژوند بیلابیل اړخونه څیړلي دي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان په راروانو انتخاباتو او د کاندیدانو انتخاباتي مبارزو ته کتنه کړې او لیکلي دي، چې انتخابات ورو ورو قومي رنګ خپلوي.